جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بلوجستان د ازادۍ پوځ وايي، له ۲۴ ساعتونو راهیسي یې مچ...

د بلوجستان د ازادۍ پوځ وايي، له ۲۴ ساعتونو راهیسي یې مچ ښار په کنټرول کې دی

تاند(سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) ادعا کوي چې د بلوچستان په مچ ښار کې یې د پوځي مرکزونو په شمول ټولې سیمې نیولي او د پاکستان پوځ ته یې سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مچ ښار یې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسي کاملاً په کنترول کې دی.

دا بېلتون غوښتونکې ډله همداراز وايي چې د دوی ځواکونو په یوه شدیده جګړه کې مچ ښار نیولی او خپل لږترلږه ۱۲ دښمنان یې نن (سې شنبې) ماښام وژلي دي.

دوی خپل جنګیالي فدایان بللي او ویلي چې هغوی د ایف سي (ملېشه ځواک) قوماندانۍ ته ننوتي اوهلته یې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. په پاکستان کې رسنیو ته عموماً د دې ډول خبرونو د خپرولو اجازه نه ورکول کېږي.

پرون ماښام د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي و چې د بلوچستان په بولان دره کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

3 COMMENTS

  1. په لاسونو کښې مو برکت او عمر مو لوې او ټولو ته مو غازی توب نصیب شه تر سو چې کولی شې دا د کافر انګریز فوځیان مردار کړې

  2. که بلوڅان ورونه په اتفاق سره همداسی جګړه شروع کړی، د چټلستان مزدور فوځ به ډیر ژر د دغی خاوری څخه پښی سپکی کړی. بلوچیستان داسی جغرافیه او خطرناکه منطیقی لری چه پنجابیان پکښی جګړه نشی کولای.
    بله خبره داده چه په اوسنی وخت کی د پنجابیستان اقتصادی حالت او کورنۍ سیاسی حالت ډیر ګډوډ دی، که جګړه ادامه ولری د دوی فوځ تر یوی میاشتی پوری د اقتصادی بحران سره مخامخ کیږی. چه په نتیجه کی به بلوڅ ورونه خپلواک بلوچیستان اعلان کړی. انشآ الله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب