جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: سیمه ییزو هېوادونو ته د پروژو پيلولو د امنیت ضمانت...

ملا یعقوب: سیمه ییزو هېوادونو ته د پروژو پيلولو د امنیت ضمانت ورکوم

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون د چین، ایران او پاکستان استازو سره د غونډې پر مهال دوی ته ویلي، چې په افغانستان کې د پروژو د پيل او بشپړولو د امنیت ضمانت ورکوي.

د هغه مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دا غونډه د تېرې شپې له هغې مېلمستیا وروسته شوې چې نوموړي په کابل کې د یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو استازو ته جوړه کړې وه.

د ملا یعقوب د دفتر اعلامیه زیاتوي:نوموړي د چین، ایران او پاکستان له استازو سره جلا غونډه هم وکړه، د هېواد د ثبات او د پولو د امنیت د تامین، له هېوادونو سره د متقابل احترام او اقتصادي همکاریو پر بنسټ د دوستانه اړیکو د ټینګښت په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

سرچینه د ملا یعقوب له قوله کاږي: زموږ حکومت به د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکارۍ تضمین وکړي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه ده معلومه چې له اقتصادي پروژو څخه په مشخص ډول د ملا یعقوب هدف کومې پروژې دي؟

افغانستان له سیمه ییزو هېوادونو سره د ټوټاپ، ټاپي او یو شمېر نورو اقتصادي پروژو نیمګړي پلانونه لري، چې مخکې د امنیتي اندېښنو له امله نه بشپړیدې او اوس یې د چارو د په ټپه درېدو اصلي دلیل د نړیوالو لخوا د طالبانو د رژیم نه په رسمیت پېژندل ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب