جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې فساد؛ د روڼتیا نړیوال سازمان او طالب ویاند متضادې څرګندونې

افغانستان کې فساد؛ د روڼتیا نړیوال سازمان او طالب ویاند متضادې څرګندونې

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) په داسې حال کې چې د روڼتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله، په ۲۰۲۳ کې د فساد پر ضد د مبارزې هڅې مخ په شا روانې ګڼي، د طالبانو د واکمن رژیم ویاند دا خبره نه مني.

د دې سازمان په راپور کې چې نن یې خپور کړی، افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت له پلوه د ۲۰ نمرو په اخیستو ۱۶۲ ځای خپل کړی دی.
د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال په راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۵۰م هېواد و، خو په ۲۰۲۱ کال کې یې ۱۷۴ او ۲۰۲۰ کال کې ۱۶۵ ځای درلود.
د روڼتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې په ټوله نړۍ کې اداري فساد مخ په ډېرېدو دی، خو یو شمېر هېوادونو بیا د دې پدېدې د کنټرول لپاره ښه ګامونه پورته کړي دي.
یاد شوی سازمان هر کال د خپلې اروزنې پر بنسټ د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزوي چې دا راپور یې ښيي، د تېر ۲۰۲۲ کال په پرتله د طالبانو په حکومت اداري فساد د کمېدو پر ځای زیات شوی دی.
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، چې افغانستان له فساد څخه خالي هېواد دی.
د هغه په وینا، د نړیوال شفافیت په محاسبه کې هم افغانستان په ۱۶۲ مه درجه کې قرار لري چې ښه موقعیت دی.
طالب ویاند زیاتوي:داچې دتیرکال په نسبت ۴ درجې ټیټ والی ښيي، معنای داد نده چې افغانستان کې به فساد زیات شوی وي؛ بلکې ممکن په نړۍ کې دځینو نورو هېوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي،
یو شمېر څارونکي بیا باور لري، چې د طالبانو په رژیم کې د فساد پر ضد د مبارزې د کوم سیستم نشتوالی، په تور بازار کې د پاسپورټونو او نورو عامه اړتیاوو د خدمتونو په سر بولي او پر ټولو دندو د طالبانو ګومارنې ته لومړیتوب ورکول د فساد عمده لاملونه او بېلګې دي.
د دوی په باور، به افغانستان کې د فساد د سطحې کمیدل، د امکاناتو او پیسو له کمیدو سره تړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب