پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+اسلامي خلافتونه یا امپراتورۍ

اسلامي خلافتونه یا امپراتورۍ

متقاعد جنرال دولت وزیري

چې څښتن يې په خپل فضل ږمنځ نه کړي
ښې ښې ږیری به شي سپکې لکه درب

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «ص» له وفات وروسته په نړۍ کې ستر اسلامي خلافتونه«امپراتورۍ» را منځ ته شوي.

لومړۍد خلافت دوره د خلفای راشدینو دوره وه. په دې دوره کې ټول ټال پنځه خلیفه ګان د ۱۱ هجري کال څخه تر ۴۱ هجري سپوږميز کال پورې واکمن وو. لومړی خلیفه یا واکمن حضرت صدیق رض او وروستی خلیفه حصرت حسین رض و.

انسانانو تل د واک په خاطر په خپلو کې جګړې کړې دي. له دې ناوړه کړنې څخه له بده مرغه مسلمانان هم خلاص نه دي. د مسلمانانو د بې اتفاقیو په پایله کې و چې د خلفای راشدینو اسلامي خلافت ته د پای ټکې کیښودل شو او د اسلامي خلافت دویمه دوره د اموي خلافت یا امپراتورۍ په نامه دوره پیل شوه.

د امويانو د خلافت دورې د ۴۱ هجري کال څخه تر ۱۳۲ هجري سپوږميز کال پورې دوام ورکړ.

په دې دوره کې ۱۴ تنو واکمنې وکړه چې لومړی واکمن یا خلیفه حضرت معاویه رض او وروستی خلیفه يې مروان رح و.

په دې دوره کې هم د مسلمانانو تر منځ د واک په خاطر جګړې موجودې وي، په پای کې د امويانو خلافت هم پای ته ورسید او د عباسیانو په نامه ستره امپراتوري یا خلافت را منځ ته شو.

د عباسیانو د خلافت دورې د ۱۳۲ هجري کال څخه تر ۶۵۶ هجري سپوږميز کال پورې دوام وکړ. په دې دوره کې ۳۷ تنو واکمنې وکړه چې لومړی واکمن یا خلیفه ابوالعباس او وروستی واکمن یا خلیفه المستعصم و.

د سلجوقیانو، ترکانو، مغلو، غربي هیوادونو او عربانو تر منځ د جګړو په پایله کې عباسي واکمنۍ چی د مسلمانانو ستر خلافت یا امپراتوري وه له منځه لاړه او پر ځای يې د عثماني خلافت یا امپراتورۍ په نامه دوره پیل شوه.
عثماني خلافت څرنګه را منځ ته شو، څومره يې دوام وکړ او د پای ته رسیدلو علتونه يې څه وو، په لنډه توګه ورته اشاره کوم.

د غز د ستر ټبر لويې کورنۍ په ماورالنهر چې نن د ترکستان په نامه یادیږي اوسیدلي. د دې کورنۍ ځینې قبیلې د ترک یا اتراک په نامه یادیدي. دوی د خوراکي توکو، څړ ځايونو د موندلو په خاطر او د منګولیایی قبیلو د جګړو له امله له ترکستان څخه وکوچیدل. دوی په جورجیا او تبرستان کې واړول. له همدغه ځایه د دوی اړیکې د مسلمانانو سره چې په ۶۴۱ م کال يې د ساساني دولت له پرځېدو سره دلته میشت شوي وو، ټینګې شوي.

کله چې اسلامي پوځونه د ترکانو سیمو ته راغلل. د ترکانو مشر سلطان شهر براز بې له جګړې د اسلامي پوځ سره یو ځای شو چې مشري يې عبدالرحمن بن ربیعه رض کوله په ارمنستان يې برید وکړ او هلته يې اسلام خپور کړ. له همدغه ځايه و چې ترکانو هم اسلام قبول او په خپرولو کې يې هم ستر لاس درلود.

د حضرت عثمان رض پر مهال طبرستان او د جیحون هغه خوا سیمې ټولې ونیول شوي. په همدې توګه د معاویه رض پر مهال بخارا هم ونیول شوه، ور پسې سمرقند او په پای کې ټول ماورالنهر ونیول شو.

له دې ځایه د عباسي دولت سره د ترکانو اړیکې ډیرې تودې شوي. د عباسي دولت د مشر معتصم چې پر ماوالنهر، عراق، ایران، د شام ښارونه هم په کې شامل وو جوړه وکړه.

د دې امپراتورۍ پلازمینه د ایران ښار و چې بیا د عراق بغداد ته ولیږذول شوه. ترکان په بغداد کې د عباسي خلافت پر مهال په ډیرو لوړو مقامونو وګمارل شول.

د دوی اړیکې د عباسي خلفاوو سره دومره ټینګې شوي چې وروسته دوی د سلجوقیانو په نامه په پنځمه هجري او یا په یولسمه میلادي پیړۍ کې د ترکانو لویه امپراتوري جوړه کړه. دوی دخراسان سره چې په ایران کې د آل بویه، په شام او مصر کې د عبیدي لخوا د زوال سره مخ وو اړیکې ټیکې او د دوی په ملاتړ ټینګ ودریدل.

کله چې په بغداد کې سلجوقي سردار طغرل بیګ په ۴۴۷ هجري قمري کال د عباسي خلافت پر پلوي د شیعه آل بویه پاچاهي په لمنځه وړلو سره د عباسي خلافت پلازمیني ته د ننه شو. د عباسي خلیفه قایم بامرالله لخوا يې تود هرکلی وشو، د سلطان رکن الدین طغرل بیګ په نامه یاد او په ۱۰۶۲ م کال يې خپله لور ورته واده کړه، خو طغرل بیګ له واده یوه میاشت وروسته په ۱۰۶۲ م کال په اویا کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړي.

له ده وروسته د نوموړي وراره سلطان محمد« الپ ارسلان، یعنې زړور زمری» واکمن شو.

نوموړی واکمن ډیر زړور او د واک د ټینګولو لپاره يې ډیرې هلې ځلې وکړي. ده د مصر فاطمي دولت« علي دولت» هم ختم کړ او ټوله اسلامي نړۍ يې د عباسي خلفاوو او سلجوقي دولت تر بيرغ لاندې راوستل. ارمنیا او جورجیا يې هم ونیول.

نوموړي د شام ځینې سیمې، بیت المقدس هم تر خپلې ولکې لاندې کړل. سلطان محمد د رومیانو د سلو زرو اردو سره په ۱۵ زرو پوځ مقابله ورکړه او مات يې کړل.

نوموړی سلطان د یوه باغي خوارزمي چې یوسف نومیده له لاسه د جګړې په ډګر کې په ۱۰۷۲ م کال شهید او په مروه کې د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو، پر ځای يې ځوی ملک شاه واکمن شو. نوموړي سلجوقي امپراتورۍ ته د ختیځ پر لور تر افغانستان، د لویدیز پر لور تر اناتولیا، د سهیل پر لور تر شام پورې پراختیا ورکړه او دمشق يې هم په ۱۰۷۵ م کال ونیوه. نوموړی په ۱۰۹۲ کال مړ شو.

که په لنډه توګه وویل شي، عثماني خلافت ټول ۴۷ واکمنانو له ۶۹۸ هجري څخه تر ۱۳۴۲ هجري سپوږميز یا ۱۹۲۴ م کال پورې واکمنې وکړه.

د دې دورې لومړی واکمن عثمان غازي د ارطغرل زوی او وروستی واکمن يې عبدالمجید الثاني و.
د عثماني ستر اسلامي خلافت پلازمینه د استنبول ښار و. د استنبول تاریخي ښار چې د روم د قیصر پایتخت و او ټوله اروپا او منځنی ختیځ له دې ځایه کنترول کیده، د سلطان محمد په لاس فتحه شو.

سلطان محمد چې دعثماني خلافت اووم خلیفه و. د پلار له مړینې وروسته په ۱۴۵۱ م کال واکمن شو. دېرش کاله يې خلافت وکړ. د ده د واک پر مهال اسلامي قلمرو ډیر پراخ شو. سلطان محمد د قسطنطینې د نیولو لپاره په ۱۴۵۳ م کال د اپریل میاشتې په ۱۹ مه برید یل کړ. له څلویښتو ورځو محاصري وروسته د ۱۴۵۳ م کال د مۍ مياشتې په ۲۹ مه نیټه چې د ۸۵۷ هجري قمري کال سره سمون خوري ونیول شو. د ښار نوم یې بدل او اسلامبول نوم یې ورباندې کیښود. د ښار په منځ کی یې یو بل لوی جومات هم جوړ کړ.
«استنبول په لنډو ټکو کې
استنبول د نړۍ د پخوانیو ښارونو څخه دی. یوه برخه یی په آسیا کی او بله یی په اروپا کی ده. دي ښار د تاریخ په اوږدو کې مختلف نومونه لرل. وايې د دی ښار پخوانی نوم زارغراد وو، وروسته میکلاغارد شو. یونانیانو او رومیانو دی ښار ته بیزنطیه ویل. کله چي دریمه عیسوی پیړی کی رومی بادشاه قسطنطین دا ښار خپل پایتخت کړ، نوم یی قسطنطین شو. دی ښار ته يې نوی روم هم وایه. د بازنطین خلکو دی ښار ته «هی پولیس» هم ویل. مسلمانانو دی ښار ته استنبول نوم ورکړ چی وروسته په اسلامبول تغیر شو.

د عثمانی خلافت وروسته له ۱۹۳۰ م کال څخه یی رسمی نوم استنبول شو. دا ښار ۱۱۰۰ کلونه د رومی سلطنت پایتخت و په پای کې د عثماني خلافت د اووم خلیفه سلطان محمد فاتح په واسطه فتح شو. وروسته دا ښار نزدي پنځه سوه کلونه د عثماني ستر خلافت مرکز و.

د مسلمانانو د ستر خلافت زوال هم له دغه ښار څخه وشو.»

د عثماني ستر اسلامي خلافت د ړنګیدلو غټ ټکي:

لمړی: د نیږدې پنځوسو کلونو راهیسي د عثماني خلافت واکمني د دې پر ځای چې ورځ تر بلې غښتلې شي د دوی د بې اتفاقیو له امله مخ پر ځوړ روانه وه. وسله وال ځواکونه په خپل سر وو او قوماندې ته يې غاړه نه ایښودله. هره ورځ به کودتا وه، ملت هم ناراضه و.

دویم: ملت پاله او سیکولر قوتونه دومره پیاوړي شوي وو چې نور يې کنترل د خلافت له واکه وتلي وو.
درېيم: په ۱۹۱۱ م کال ایټالیا له لیبیا سره د عثمانیانو په پلوې جګړه وکړه، خو د دې سیمو په دفاع کې د ترکیې پاتې راتلل د عثماني خلافت د اردو د کمزورۍ څرګندوی و.

څلورم: په ۱۹۱۲ م کال بلغارستان، صربستان، مونټینیګرو او یونان د بالکان اتحادیه رامنځته کړه، چې دا د عثماني امپراتورۍ پر وړاندې یو اتحاد و، وروسته یې په ګډه پر عثماني امپراتورۍ برید وکړ. د بالکان جګړو د عثمانیانو هغه لږ شتون هم له منځه یووړ چې په اروپا کې یې درلود.

پنځم: په لومړۍ نړیوالې جګړه کې ترکانو له المان سره اتحاد وکړ، چې دې کار یې ناوړه پایلې له ځانه سره درلودلې. امپراتورۍ د ۱۹۱۴ کال د نومبر په میاشت کې د مرکزي قوتونو له خوا جګړې ته ننوته او بریټانیې، فرانسې او روسیې سمدلاسه د عثماني امپراتورۍ پر ضد د جګړې اعلان وکړ. د جګړې د پراختیا په بهیر کې د امپراتورۍ حالت مخ په خرابېدو شو.

همغه و چې د ترکیې ملي غورځنګ د ۱۹۲۰ م کال د اپریل په ۲۳ په انقره کې د ترکیې لویه ملي شورا جوړه کړه او د ۱۹۲۳ م کال د فبروري په ۲۰ د لوزان د تړون له لارې د هیواد خپلواکي او نوي سرحدونه يې په رسمیت وپېژندل. د ترکیې ملي شورا د ۱۹۲۳ کال د اکټوبر په ۲۹ د ترکیې جمهوریت اعلان کړ، انقره یې خپله نوې پلازمېنه اعلان کړه. په دې ټولو پیښو کې د مصطفی کمال پاشا رول ډیر زیات و.

په دې سره له ۶۰۰ کلونو وروسته عثماني امپراتورۍ په رسمي ډول له منځه لاړه.

چې دا یواځې د عثماني خلافت له منځه تګ نه و، دا په اسلامي نړۍ کې د ستر ناورین را منځته کول و چې تر اوسه يې زیان مسلمانان نه شي جبران کولی.

رحمان بابا رښتیا ویل:
.چې څښتن يې په خپل فضل ږمنځ نه کړي
ښې ښې ږیری به شي سپکې لکه درب
.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب