پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باور لیک ومانه

د چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باور لیک ومانه

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د چین ولسمشر شي جن‌پنګ د چین لپاره د طالبانو د لوی سفیر او فوق العاده استازي په توګه د مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي د باور لیک منلو د عکسونو له خپرولو سره ویلي، چې د دوی د سفیر باورلیک د ۴۱ نورو سفیرانو د باورلیکونو د منلو په مراسمو کې منل شوی.

طالبانو څو میاشتې مخکې بلال کریمي په چین کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړی و.

که څه هم چین د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې په کابل کې د دوی سفیر هم د طالبانو رئیس الوزرا ته خپل باور لیک وړاندې کړی و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د نړۍ هیڅ هېواد د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د روسیې او چین تر څنګ پاکستان او ایران او ځینو نورو هېوادونو د افغانستان سفارتونه دوی ته سپارلي.

د جمهوري نظام یو شمېر دیپلوماتانو هم چې لا په بهرنیو هېوادونو کې پر دندو دي، له طالبانو سره تعامل کړی، خو ځینو ورسره مخالفت ښودلی او دغه رژیم سره اړیکې نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب