کبیر هسک
د طالبانو ځینو ویاندویانو د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې بلل شوې پرونۍ دوه- درې ساعته غونډه ډېره لویه تبلیغ کړه او مدعي شول، چې ګواکې په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې په اړه د سیمه ییز روایت جوړولو بحثونه پيلیږي.
په دغه غونډه کې د څه باندې لسو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ځانګړو استازو او په کابل کې د دوی د سفارتونو سرپرستانو ګډون درلود.
دې غونډې ته د طالبانو تر ټولو اصلي متحد( پاکستان) ځانګړی استازی آصف علي درانی، ظاهراً د طالبانو رژیم سره د وروستیو ناندریو له امله کابل ته نه و راغلی.
دا غونډه د محتوا او شکل دواړو له پلوه تر هغه څه ډېره کوچنۍ وه، چې طالب چارواکو او مبلغلانو تبلیغوله.
دلیل یې دا دی چې طالب خپله یو نامشروع، مستبد، لړزانده او خپلې سبا او بل سبا ته حیران رژیم دی.
داسې یو رژیم، حتا که ډېر مقتدر او ځواکمن هم وای، ورته نا ممکنه وه چې د نړیوالو زبرځواکونو د سیالیو په روان بهیر کې د سیمه ییز روایت جوړولو د هڅو ادعا وکړي او دا ادعا عملي هم کړلی شي.
زموږ سیمه یو نه، دوه نه، درې نه او حتا لس- پنځلس لویې ناندرۍ هم نه لري، تر دې لا زیاتې یې لري او هره ناندرۍ چې ژورې رېښې لري، سبب کیږي چې دلته دې یو متحد سیمه ییز روایت رامنځته او د نورو هېوادونو روایتونه وننګوي.
دا اوس پاکستان او ایران پر یو بل د برید تر حده په اختلاف کې دي، دا اختلاف که ظاهري او ډراماتیک هم ګڼل کیږي، خو تر دې اخوا دا دوه هېوادونه که نور هیڅ نه وي، په افغانستان کې خو د خپلو نیابتي موخو په سر سل اختلافه او رقابته لري.
پاکستان او هند خو تاریخي دښمني سره لري. هند او چین هم سرحدي منازعات لري. د منځنۍ اسیا هېوادونه هم څه د روس او څه د امریکا او ان فرانسې او نورو هېوادونو په بلاکونو کې شامل دي، یا په شاملیدو دي او ستونزمنه ده چې سیمه ییز روایت ته سره یو موټي شي.
د اذربایجان او ترکمنستان جنجال، پکې د ایران او ترکیې ښکېلتیا او سل نور داسې سیاسي- اقتصادي او نور موارد شته چې د طالبانو ادعاوې د خندا وړ ګرځولی شي.
پرته له شکه، چې پرونۍ غونډه د افغانستان په اړه د امریکا او متحدینو په محوریت یې د دوحې له کېدونکې غونډې سره د وار د مخه سبوتاژ یوه هڅه وه او دا هڅه د طالب په نیابتي وجود کې ترسره شوه.
طالب دا دوه نیم کاله د شرق او غرب د بلاکونو تر منځ د مشروعیت پیدا کولو لپاره سرګردانه منډې رامنډې وهي او لابي ګران هم لار ورکي دي، چې کوم سر ونیسي او څنګه بل ترې خوشې نه شي.
طالب ته که څه هم دا دوه نیم کاله هم په تاوان نه، په ګټه و. په همدغه نامشروع وضعیت کې یې د افغانستان پر کانونو ځانونه ماړه کړل، نورې سرچینې او امکانات یې ولوټول او له سیاسي تر نفسي او غیر اخلاقي هوسونو یې ډېر خړوب شول، خو د دې لوبو بده بیه عام افغانان او د افغانستان ګونګ برخلیک پرې کوي.
سیمې او نړۍ ته هم د طالب په شان یوې نیابتي ډلې واکمني په ګټه ده، ځکه هر هېواد یې یوه برخه کسان اجاره کړي، خپلې اجنډاوې پرې تطبیقوي او له افغانستان څخه یو بې مالکه، بې روایته او بې پوښتنې جغرافیه جوړه ده.
طالب چارواکو ته ښایي چې نور لږ ترلږه د افغانستان د نوم نه سپکولو لپاره خپلو خولو سره احتیاط وکړي، دوی دې اول ځان د دې وړ کړي چې له افغانستانه د باندې یې کفن رنګه بیرغ چې پر ټول افغانستان یې د ویر ټغر غوړولی ومني، بیا دې د سیمه ییز روایت او په وړه خوله د نورو داسې خبرو لپاره خوله خلاصه کړي.
یادونه: تاند کې خپرېدونکې لیکنې د تاند پالېسي او نظر نه منعکسوي