جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان؛ لا هم پر ناچاوده توکیو تر ټولو ککړ هېواد

افغانستان؛ لا هم پر ناچاوده توکیو تر ټولو ککړ هېواد

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) افغانستان د نړۍ په کچه پر چاودېدونکو تر ټولو ککړ هېواد اعلان کړ.

ویل شوي، چې تر دې مخکې هم په دې برخه کې افغانستان، همدغه مقام درلود.

د یونیسف ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره په ۲۰۲۴ کال کې به ۳ میلیونه او ۶۰۰ زره افغان ماشومانو او ټولنو غړو ته د چاودېدونکو توکو په اړه پوهاوی ورکوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغو زده کوونکو ته به وښودل شي چې  څنګه له جګړو د پاتې شویو چاودېدونکو توکو څخه ځانونه وژغوري.

څه موده مخکې د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي وو، چې د دوی له بیا واکمنیدو سره د ماین پاکونې له زیاتو موسسو سره هم بهرنۍ مرستې درېدلي او د موسسو کارونه کم شوي.

له دې سره، په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر شدت سبب شوی چې زیات ماشومان د زړو اوسپنو د موندلو په هیله ناچاوده توکي ومومي او د دغو توکیو چاودنې ورته مرګ ژوبله واړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب