جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهسرپل کې یو دولتي مقام له تښتونکو وژغورل شو

سرپل کې یو دولتي مقام له تښتونکو وژغورل شو

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د سرپل لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي، چې د انسان تښتونکو یو تښتول شوی دولتي مقام یې بیرته را خوشې کړی.

د طالبانو د امنیتي ځواکونو یوه سیمه ییز ویاند عبدالبصیر مظهري ویلي، چې دغه دولتي مقام وحیدالله عمري نومیږي او په سرپل کې د سوداګرۍ او صنعت ریاست د انسجام آمر دی.

د هغه د تښتول کېدو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې په تور یې ۱۰ تنه نیول شوي.

وحید الله عمري د تېرې جمعې په شپه، د هغو تښتونکو لخوا تښتول شوی و، چې د طالبانو د استخباراتو یونیفورم یې په ځان و.

خپله وحید الله عمري او د تښتونې په تور یې نیول شویو کسانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د فقر او بې کارۍ له امله ورته جنایي جرمونه دوام لري، خو پر وړاندې یې د طالبانو د ځواکونو اقدامات ستایل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب