جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند: له بهرنیو زندانونو افغان بندیان خوشې کوو

ملا حسن اخوند: له بهرنیو زندانونو افغان بندیان خوشې کوو

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند د خپلې کابینې غونډه کې ویلي، چې په بهرنیو زندانونو کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره باید اقدام وشي.

د هغه دفتر په یوه اعلامیه کې، په دې اړه د وزیرانو په ګډون د یوه پلاوي د ګومارل کېدو خبر هم ورکړی.

تېرکال څه باندې اته نیم سوه افغان بندیان د ایران له خوا د طالبانو حکومت ته وسپارل شول.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره میاشت تایید کړې وه چې په ایران کې شاوخوا اوه زره او په پاکستان کې شاخوا شپږ زره افغان کډوال په محبسونو کې دي.

له ګاونډیو هېوادونو پرته په نور هېوادونو کې هم افغان بندیان شته، خو طالب چارواکو نه دي ویلي چې په مشخص ډول به له کومو هېوادونو د بندیانو د خلاصون هڅې کوي.
له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو پرته نورو هېوادونو سره د طالبانو د رژیم تعامل کمرنګه دی او ګومان نه کیږي، چې له هغو څخه دې افغان بندیان خلاص کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب