یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Home+د شونډو رنګ | لیکوال: اوسامو دازای

د شونډو رنګ | لیکوال: اوسامو دازای

انګرېزي ته: Rychelle Brittain

پښتو ته: حیات ژوند

هغه وخت اتلس کلن وم.

مور مې لیلیې ته راغله، زه په لیلیه کې اوسېدم.

له لسو کلونو راهیسې مې نه وه لیدلې.

زه د زینو په سر کې وم، چې د کور مالک د مور د راتګ راته وویل. هغه داسې وویل، لکه عادي خبره چې راته کوي.

مور مې د یوه واده کړي سړي محبوبه وه.

له هغه (زما پلار) سره کوبي[i] کې اوسېده.

دوی توکیو ته په سفر روان وو، مور مې ښه ګڼلې وه، چې راشي ما وویني.

د کور مالک وویل: «د مازدیګر د پنځو بجو په اورګاډي کې بېرته کوبي ته ځي.»

داسې نه ده، چې خوشال نه وم.

زما مور…

هغه یوازې یوه پيکه یاد و.

له هغو ټولو کلونو وروسته، له هغو ټولو څيزونو وروسته چې وشول، لا هم ژوندۍ وه، ګرځېده.

او اوس راغلې وه، چې ما وویني.

اوس مې عمر زیات شوی.

مطمین یم، اوس مې هم د واړه ماشوم په څېر ویني.

خو زه ورته څه ووایم؟

مجبور مخې ته يې ودرېږم، په چیغو چیغو ورته وژاړم.

نه، نه. نه غواړم غمجن وښکارم.

ښه به وي، لږ ځان ډاډه کړم او د کلي کور خبرې ورسره وکړم.

یوه زړوره موسکا مې وکړه، د زینو میله مې ونیوله.

توکلي مې هلته په لویه ایینه کې خپل مخ ولید.

هی، څه بدرنګه ښکارم!

ایینې ته مې ځان نژدې کړ، ویل مې مخ مې له نژدې پکې وګورم.

که زه د مور په اړه دومره فکر کوم، حتماً به هغې هم زما په باره کې سوچ و فکر کړی وي.

حتماً يې فکر کړی، لس کاله کېږي نه مې دی لیدلی.

اوس به غټ شوی وي.

 اوس به اوولس کلن وي، اتلس کلن به وي؟

اوس به یو ښایسته ژڼکی ترې جوړ وي.

او زه هم ښه ښایسته جګ وم.

خو بیا هم…

لوی شکست، دا کوچنی او ووړ مخ مې… د یوه سړي عجیب بې‌ډوله ورژن… زه څنګه په دغه مخ ورسره مخامخ شم؟

شا ته تاو شوم، څنګ کوټې ته مې منډه کړه.

کوټه د یوې معلمې وه، په اساکوسا[ii] کې يې په ابتدايي ښوونځي کې کار کاوه.

هغه وخت معلمه کوټه کې نه وه.

زه د هغې د سینګار مېز ته ودرېدم، له شرمه په مځکه ننوتم.

د کور مالک د زینو له بېخه نارې کړې: «ټ.سن[iii]، څه شوې؟»

ما ځواب ورکړ: «دغه ده، درغلم.»

مخکې له دې چې بیا نارې کړي، یوه لحظه چوپه چوپتیا وه.

لږ صبر وکړه…

زړه دې خولې ته راوست.

کمعقله، کمعقله، ډېر کمعقله!

ما د سینګار کریم، بورس او سپېده را واخیستل، د دې په ځای چې د ارایش لوازم يې وګڼم، په بلې څېرې د ځان د بدلولو لوازم راته وښکارېدل.

اول، پزه.

اېس.[iv] یې رومان ‌پزه بولي، نه يې بولي؟

ک.[v] وايي، نه ډمپلېنګ.

سپېدې ته مې ګوته سیخه کړه.

د خپلې کږې پزې په منځ مې یوه کرښه رسم کړه.

بیا مې د سپېدې په بورس دومره هواره کړه، چې نوره نه ښکارېده.

بیا.

بل کوم کار باید وکړم؟

ښه…

فکر کوم، اوس ټول مخ!

سپېده مې په ورغوي کې واچوله.

په تندي او غومبورو مې ولګوله، بیا مې ورو ورو وموښله.

په اخر کې مې، د پزې په بېخ کې هم لږ څه موښله.

اوس بل کوم کار پاتې؟

نور چیشي نه دي پاتې.

هر څه وشول.

خندی راغی.

څه دې وکړل؟

له مخه دې چیشي جوړ کړل؟

توف لانت.

د غومبورو سرخي چېرې؟

دغه ده.

راځه، لږ يې ووهه.

ښه، اوس څنګه ښکارې؟

نه، لا هم بدرنګه.

د کور مالک وویل: «ټ.سن، ژر کوه.»

زما پښې ورېږدېدې.

دا ده بېرته روانه ده.

لږ صبر وکړه، درغلم.

د شونډو رنګ!

نه، نه، پرېږده یې.

صرف په خنځیر د شونډو رنګ وهم.

زه له کوټې داسې ووتم لکه څوک چې په ځان واک نه لري او بیا په اوږدو زینو کې ښکته شوم.

مور مې همدا اوس اوس تللې وه.

اسوېلی مې وکړ، صرف همدغه مې په وجود کې پاتې و.

په همدې وخت کې لږ څه ارام هم شوم.

کله چې بېرته پاس ختلم، ویل مې ښه به وای، یو بل مو بېخي نه وای لیدلي.

د زینو تر څنګ لويې ایینې کې مې خپل مخ ته پام شو.

په زړه کې مې عجیب او نااشنا احساس غلبلې وکړې.

ما د زینې میله ونیوله او د یوه واړه ماشوم په څېر مې په چیغو چیغو وژل.

[i] Kobe

[ii] Asakusa

[iii] T-san

[iv] S

[v] K

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...