عبدالسمیع واحدي
شپږمه برخه
……په تیر پسي
- خپلواکي:
خپلواکي معنا په خپل هیواد کي د مالکیت احساس، په بل عبارت خپلواکي هغه حالت ته وايي په کوم چي یو ملت، او یا دولت په خپل هیواد کي واک او اختیار ولري.
هر انسان حق لري چي د خپل هیواد د سیاسي اقتصادي او ټولنیز برخلیک په ټاکلو کي واک ولري او د خپل هیواد د اقتصادي زیرمو منحیث د فرد د یوي حصي او منحیث د ټولني د ټولی جغرافیي د طبعي شتمنیو مالک واوسي، خپلواکي یو پراخ مفهوم دی، فکري خپلواکي، سیاسي خپلواکي او اقتصادي خپلواکي، د دولتونو او ټولنو ترمنځ په مقایسوي ډول د خپلواکی هره برخه یو نسبیت لري او هم د یو بل سره مستقمي اړیکي لري د مثال په ډول که په یوه ټولنه کي اقتصادي خپلواکۍ نسبیت کم وي اتومات ورسره د فکري او سیاسي خپلواکۍ نسبیت کمیږي، اقتصادي خپلواکي د خپل هیواد د ملی شتمنۍ د سرچینو څخه د ګټي اخیستني اراده او توان دی، سیاسي خپلواکي د ملي حاکمیت اعمال دی، فکري خپلواکي د خپلواکۍ د نورو ډولونو د دفاع او ساتني علم دی. خپلواکي په خپلو مټو ولاړ نظامي ځواک، با انګیزه او متفق ولس ګټل کیږي او په مدرنو دولتي ادارو، علمي او کاري بشري ځواک، او د عادلانه زعامت په رامنځته کولو ساتل کیږي. د خپلواکۍ په ګټلو کي د پردیو امکانات او ابزار کارول د خپلواکۍ د مبارزي تقدس بي اعتباره او مشکوک کوي او بالاخره د خپلواکۍ مبارزه په یو نیابتي استخباراتي جګړه بدلیږي، همدارنګه که په هیواد کي د خپلواکۍ ساتني اسباب شتون ونلري او شرایط نه وي ورته برابر دخپلواکۍ ګټل او اخیستل ځکه بي ارزښته کیږي چي د بل هجوم زمینه مساعد وي او د یو نوي اشغال خطر د منځه نه ځي.
سیاسي خپلواکي:
سیاسي خپلواکي عبارت دی د ملي حاکمیت د اعمال څخه، سیاسي خپلواکي مستقیم متناسب دی د اقتصادي خپلواکي سره، اقتصادي خپلواکي نسبي دي، کوم هیوادونه چي د اقتصادي خپلواکي نسبیت يي کم وي سیاسي خپلواکي يي ثبات نلري، افغانستان یو بشپړ مصرفي هیواد دی چي نه صنعت لري او نه پراخي زراعتي ځمکي، او نه پریمانه مالداري، د زراعت او مالدارۍ په برخه کي هغه څه چي شته هغه ډبر کم دی او د ټول نفوس ضروریات نشي مرفوع کولي ځکه نو افغانان د صنعتي وسایلو څخه نیولي تر خوراکي توکو، کالی، پوښاک سامان او نور هر څه له بهره واردوي، دغه اقتصادي اړتیاوي ددي سبب شوی چي افغان حکومتونه بهرنیو دولتونو سره یوه وابستګي ولري او دغه وابستګي بیا ددي سبب شوی چي زمونږ دهیواد د سیاسي خپلواکي نسبیت تر ټولو ټیټي کچي ته ورسیږي. سره له دي چي افغانستان پراخي طبیعی زیرمي، او قیمتي ډبرو کانونه لري خو د څیړنیزو مرکزونو، د برق د انرژۍ، بشري مسلکي نیرو د نه موجودیت له امله افغانستان یو محتاج او په پردیو مرستو یو متکي هیواد پاتي شوی په دې برخه کي ډیر د انتقاد او اعتراض ګوته افغان حکومتونو ته نیول کیږي چي د افغان وګړو د اقتصادي ښیرازي په طرف پاملرنه نه دی کړی ، افغان حکمروایان زیاتره وخت د خپل کورنی اقتدار د بقا او دوام دپاره هلي ځلي کړی او د خپلو داخلي رقیبانو د ځپلو دپاره يي بیګانه قوتونو ته پناه وړي او ډیر وخت او انرژي يي په داخلي او قبیلوي کشمکشونو کي تیر شوی چي له امله يي زمونږ هیواد خپل اقتصادی او سیاسي ثبات دلاسه ورکړی.
اقتصادي خپلواکي:
د خپل هیواد د ملی شتمنۍ د سرچینو څخه د ګټي اخیستني اراده او توان ته اقتصادي خپلواکي ویل کیږي.
په یویشتمه پېړۍ کې چې د اقتصادي ځان بسیایني، سیاسي خپلواکي او پوځي پیاوړتیا په اړه خبره کېږي نو د څېړنیزو مرکزونو د موجودیت بحث يي په سر کي راځي.
اوس دا خبره ټولو ته جوته ده چې په یو هیواد کي د څېړنیزو مرکزونو شتون د هغه هیواد د اقتصادي پیاوړتیا چې له پوځي او سیاسي پیاوړتیا سره مستقیما اړیکه لري، لامل کیږي.
هغه هیوادونه چي څیړنیز مرکزونه نلري او خپل ځمکني ذخایر او معادن په اومه ډول پلوري او له دي لاري موقته نقده ګټه ترلاسه کوي، مګر له پرمختللي سیاسي او نظامي ځواک څخه بي برخي دي دا ډول هیوادونه د کاذب اقتصاد درلودونکي هیوادونو په نوم یادیږي، د دې ډول هیوادونو یوه ښه بېلګه د تېلو زېرمتون لرونکي خلیجي هیوادونه دي.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د څېړنو لپاره یوه افغاني اختصاصي بودیجه نه لري او تولیدي امکانات یې هم په نشت حساب دي.
دې حالت له څېړونکو انګېزه اخیستې او ډېری یې یوازې د مالي امتیازاتو لوړولو لپاره له کتابونو څخه کاپي او سریښول کوي، په نوې بڼه کتاب چاپوي او د څېړنیز اثر نوم ورکوي.
د څېړنو لپاره یوازې بودیجه، لابراتوار او سامان آلات هم مهم نه دي. په دې پروسه کې اصلي اهمیت د څېړنو بشري قوه یا هم څېړونکي په کار دي.
- آزادي:
آزادي په عمومي توګه د هر هغه څه ترسره کولو وړتیا ده، چې د یو چا خوښ وي، یا آزادي هغه حق یا معافیت دی، چې د جواز یا اجازې (امتیاز لرلو) یا مرستې په وسیله یو شخص د ټاکل شوي کار ترسره کولو لپاره ترې برخمن کېږي، دا اجازه یا امتیاز د آزادي کلمې مترادف دی.
ازایا برلین د آزادي دوه نظریې کتاب کې په رسمي توګه د دوه لیدلورو ترمنځ توپیرونه د آزادي د دوو مخالفو مفکورو ترمنځ توپیر په توګه بیان کړ مثبته آزادي او منفي آزادي.
منفي آزادي هغه حالت مشخصوي، چې په هغه کې یو فرد د ظلم او د واک له خپل سري کار څخه رامنځته کیږي، حال دا چې مثبته آزادي هغه حالت ته اشاره کوي چې پر ځان د حاکمیت او د داخلي مجبوریتونو لکه ضعف او ويرې نه رامنځته شوې وي. د انسان آزادي هم د طبیعت په برخه کې او هم په سیاسي ټولنه کې د قوانینو په وسیله محدوده شوې ده.
سیاسي آزادي:
د سیاسي آزادۍ ساده تعبير دا دی چې حکومت مستبد نه وي. که ملي ګرا رهبران د ټولني له بطنه راپورته او د خلکو د خوا و ټاکل شي تر ټولو کم د جبر او اکراه حکومت رامنځ ته کیږي. د حکومت تر واک لاندې د خلکو آزادي باید د هیڅ ډول محدودیت لاندې نه وي،پرته له دې چې د هغو قوانینو تر محدودیت لاندې وي، چې د ژوند کولو لپاره مشترک وي او په ټولنه کې د موجوده قانون جوړوونکي ځواک په وسیله رامنځته شوي وي. وګړي د دې حق یا ازادی لري، چې په ټولو هغو مواردو کې له خپلې خوښې پیروي وکړي، چې قانون منع کړي نه وي اود نورو د غیرمستقیمو، ناڅرګندو، نامعلومو او خپلسرو غوښتنو تابع نه وي. سیاسي ازادي د دې لامل ګرځي چې خلک وکولای شي د حکومت په پالیسیو باندې په آزاده توګه نیوکه وکړي، اتحادیې رامنځته کړي، سازمانونه او سیاسي ګوندونه جوړ کړي. ګوندونو کي غړیتوب واخلي او د حکومت په جوړولو کي په آزادانه ډول برخه واخلي او پارلمان یا مقننه مجلس ته خپل استازي ولیږي.
د بیان آزادي:
د بیان ازادي معنا د فکر او نظر د څرګندولو حق ؛ په بل عبارت، د بیان ازادي نورو ته د خپلو افکارو او نظرونو د رسولو په معنا ده. د بيان آزادي د بشري حقونو په نړیوال قانون کې په رسمیت پیژندل شوی بشري حق دی. په عام مفهوم کي د نظر د اظهار حق دوه حالته لري ژبني او غیر ژبني، ژبني هغه حالت ته وايي چي یو انسان کله د خپل فکر اظهار په ژبه کوي دا کیداي شي په تصویري رسنیو، غږیز رسنیو کي یا د غونډو او تجمعاتو وخت کي په عمومي او رسمي ویناوو کي وي، غیر ژبني لکه اشاره يي او یا په لیکلي بڼه لکه په ورځپاڼه، کتاب، یا مجله کي د خپل افکارو تذکر او لیکلو ته وايي. د بیان ازادي یو عمومي مفهوم دی چې له نورو کوچنیو آزادیو څخه جوړ دی لکه د فکر کولو ازادي، د نظر د اظهار آزادي، تر نورو د افکارو د رسولو ازادي، د مخاطب د ټاکلو آزادي، د بیان د وسیلي ( چاپی، صوتی، صوتي تصویري، او جمعي رسنی) د ټاکلو ازادي، د معلوماتو د راټولولو او خپرولو آزادي.
د بیان د آزادۍ د مفکورې د عمومي منلو سربیره، په ټوله کي یو عمومي توافق هم شتون لري چې د بیان د آزادۍ لپاره باید محدودیتونه وپیژندل شي؛ د بیلګې په توګه،هغه کلمې چې د افرادو ګټو ته زیان رسوي، لکه شخص ته سپکاوی او ښکنځل کول، او یا هغه سپکاوی یا وینا چې په ټوله کې ټولنې دیني باورونو ته زیان رسوي (که څه هم د ټولنیزو علومو د ځیني علماو په نظر دیني باورونه متغیر وي او ثابت حالت نلري) لکه د خلکو د ديني عقایدو سپکاوي او فحش وینا، یا هغه وینا چې د خلکو تر منځ ویره رامنځته کوي چي د عامه نظم ګډوډولو سبب شي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د مدني حقونو د میثاق په 2 دویم بند 19 ماده، او 20 ماده کي د وګړو وقار او شهرت څخه دحفاظت په خاطر،عامه نظم د مختل کولو د مخنیوي ، د ټولني روغتیا او عامه اخلاقو ته درناوي په خاطر، او همدا ډول دهغو ډلو د خود سرو فعالیتونو د مخنیوي دپاره چي خلک مذهبی، قومي او فرقه يي جنګونو ته دعوتوي د بیان په آزادۍ محدویتونه وضع شوي.
- پرمختګ:
پرمختګ یو لوي مفهوم دی، لکه اقتصادي پرمختګ، ټولنېز پرمختګ، سیاسي پرمختګ، او کلتوري پرمختګ.
اقتصادي پرمختګ:
اقتصادي پرمختګ عبارت دي د فزیکي، انساني او ټولنیزو ظرفیتونو په ګډون د تولیدي ظرفیتونو وده ورکولو ته اقتصادي پرمختګ ویل کیږي، اقتصادي پرمختګ یا Development او اقتصادي وده( Growth) دوه جلا مفاهیم دي، د اقتصادي ودې او اقتصادي پرمختګ تر منځ توپير دادی چي په اقتصادي وده کي د تولید په کمیت یا زياتوالي خبري کيږي، او په اقتصادي پرمختګ کي د توليد پر کيفيت يا ښه والي ټينګار کيږي. په عمومي توګه د نړی هېوادونه د پرمختګ له پلوه په دری ډولونو وېشل شويدي صنعتي یا پرمختللي هیوادونه، انکشاف یافته یا د پرمختګ په حال هیوادونه او وروسته پاتې یا د دریمي نړی هېوادونه دي. د دریمي نړی د هیوادونو یو ځانګړتیا دا ده چي دغو هیوادونو کي څیړنیز مرکزونه شتون نلري، دغه ډول هیوادونو کي پانګونه کمزوری او د تولید ظرفیتونه به نشت حساب وي او تر ټولو مهمه دا چي د وروسته پاتي هیوادونه د بشري مسلکي او حرفوي نیرو درلودلو څخه بي برخی وي، د بشري او انساني قوي په برخه کي فقیر هیوادونه دوه مهمو ننګونو سره لاس او ګریوان دي یوه ستونزه د بیکاري قوي دی بله ستره ستونزه د ناکاره انساني نیرو ده. په یو هیواد کي د کاري فرصتونو نشتوالی بیکاری ده، خو د هغه انساني نیرو چي د مسلکي او حرفوي کار د اجرا فهم او قابلیت نه لري ورته ناکاره بشري یا انساني نیرو ویلي شو، په یو هیواد کي د کاري فرصتونو نشتون او د بشري حرفوي او مسلکي نیرو د نه موجودیت له امله هغه هیواد کي میشت وګړي محتاج او په پردیو مرستو متکي پاتي کیږي.
په پرمختللو ټولنو او وروسته پاتې ټولنو کې د اقتصادي پرمختګ اهداف توپیر لري. په وروسته پاتې ټولنو کې ډېر تمرکز د بې وزلئ په له منځه وړلو او د ټولنېز عدالت په رامنځ ته کولو کیږي؛ خو برعکس په پرمختللو ټولنو کې د اقتصادي پرمختګ موخې د ټولني د صنعتي کېدلو او ټولنېزې هوساینې لور ته پام کیږي. که څه هم افغانستان د طبعي خام توکو کافي زیرمي لري خو بیا هم افغانستان د دریمي نړۍ د هیوادونو په کتار کي یو بشپړ مصرفي هیواد دی، افغانستان کي فقر او جګړه دوه هغه ستري ستونزي دي چي ددغه هیواد د سیاسۍ، ټولنیز او کلتوري پرمختګ خنډ شوي او زمونږه ټولنه په دوامداره توګه بي ثباته پاتي شوی فقر د جګړي زیږنده یا په بل عبارت افغان کورنیو کي ناداري او فقر په افغانستان کي د جګړي اسباب برابر کړی.
په اقتصادی لحاظ افغانستان د نړی د وروسته پاتي هیوادونو په قطار کی راځي ځکه نو دلته لمړی باید د فقر له منځه وړل او د عدالت پلي کول د اقتصادي پراختیا اصلي او مهم اهداف واوسي سره له دی چي زمونږ هیواد قیمتی معدني منرالونو، زارعتي محصولاتو، خوږو اوبو د طبعي انرژی د تولید دپاره پراخي زیرمی او لازم شرایط لري خو له دغو فرصتونو د ګټي اخیستني دپآره د اړینو بشري سرچینو او څیړنیزو مرکزونو نشتون هیواد کي د غربت او فقر کچه لوړه ساتلي، له بلي خوا افغانستان په وچه کي د تمدنونو د وصل په څلور لاري کي موقیعت لري چي همدغه موقیعت کولاي شي هیواد کي بهرنیو پانګوني ته په یو زرین فرصت بدل شي.
که افغانستان کي منابع تشخیص، بشري ظرفیتونه لوړ څیړنییز مراکز ایجاد او نړیوالو پانګوالو سره اړیکي جوړي شي لري نه ده چي زمونږ هیواد د مخ پر ودي او پرمختللو هیوادونو په قطار کي یو مطرح هیواد او افغان کورنیو کي د فقر ټغر ټول شي….
نور بیا…..