Homeخبرونهد کابل ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله...

د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنه مړه او ژوبل شول

‏تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۴مه) د طالبانو د حکومت ولایتي مسوولان وايي، د کابل ـ کندهار پر لویه لار په غزني ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

مسوولات زیاتوي چې دغه ترافیکي پېښه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه مازده او هاېلکس موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

پېښه کې څلور تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ژوبل دي.

د ټرافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکو بې غوري یاده شوې ده.

افغانستان یو له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې، عام خلک یې ډېری وخت ترافیکي پېښو کې قرباني ورکوي.

د ترافیکي قوانینو نه پلي کېدل، غیرمعیاري سړکونه، بهرني لاس موټرو زیاتوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...