لیکوال: حمید عضدانلو
ژباړن: محمد مصطفی سمون
ژبه او سیاست
د فلزاتو د ذوب یو متخصص د اوسپنې، مس، سرب او نورو فلزاتو په اړه غږېږي. د مرغانو پېژندونکی د مرغانو د سره، شینه او داسې نورو رنګونو په اړه غږېږي. یو نقاش د رنګونو له ترکیبونو غږېږي. د سیاست یو عالم په خپلو خبرو کې د ډیموکراسۍ، کمونېزم، ازادۍ او داسې نورو اصطلاحاتو ګټه اخلي. په بل عبارت سیاست هم ځانته ژبه لري، په دې توپیر سره چې د فلزاتو د ذوب متخصص، د مرغانو پېژندونکی او یا یو نقاش هغه مفاهیم چې کاروي. له هغو مفاهیمو سره چې د سیاست یو عالم یې کاروي ډېر انتزاعي او مبهم دي.
د طبیعي علومو د مفاهیمو په پرتله د انساني علومو مفاهیم انتزاعي دي. د ټولنیزو علومو په ټولو څانګو کې لیدل کېږي. د سیاست ژبه د ایډیولوژیک کېدو په خاطر د ټولنیزو علومو د نورو څانګو ژبو په وړاندې انتزاعي ده.
که څه هم د ټولنیزو او سیاسي مسایلو متخصصانو او کارپوهانو ډېر کوښښ کړی؛ ترڅو په ویناوو او لیکلو کې دغه مفاهیم په دقیقه توګه تعریف کړي؛ خو تراوسه پورې یو ټولیز تعریف ته نه دي رسېدلي. د دې مفاهیمو سطحي کارېدنه د عادي وګړو لخوا د سیاسي او ټولنیزو مسایلو درک سختوي.
هغوی د لومړني تعریف په نه درلودو سره دغه مفاهیم په خپلو ویناوو کې کاروي. همدغه د مفاهیمو سطحي کارول دي، کېدای شي د دې لامل شي، چې د یو او بل په ژبه پوه نه شي او په پایله کې د هغوی تضادونه او مخالفتونه په سیاسي مسایلو کې شدید شي.
تراوسه دا معلومه نه ده، هغه کسان چې د ډیموکراسۍ، کمونېزم، فاشیزم، سوسیالېزم مفاهیم کاروي موخه یې څه ده. لېبرال چاته ویل کېږي؟ د یو محافظه کار ځانګړنې څه دي؟
کومه ټولنه دموکراته او کومه ټولنه دیکتاتوره ده؟
مثلا، د امریکا د ١٩٦٠ کال لاریونونه که څوک د دې لاریونونو مخالف وو، لاریونوالو هغوی کمونېستان بلل او لاریونوال چې نیول شوي وو، پولیس یې فاشستان او رسمي چارواکي یې فاشست خوګان بلل.
که څه هم د ټولنپوهنې او سیاست پوهانو د دغو مفاهیمو تعریفونه کړي؛ خو یو یې هم د کمونېزم او فاشېزم د ټولي استازولي نه کوي. په ١٩٤٥ کال د (یالتا په کنفرانس) کې چرچیل، سټالین او روزلټ دې هوکړې ته ورسېدل، چې وروسته له جګړې به د لهستان حکومت دموکرات وي؛ خو دا مسله روښانه ده، چې د سټالین برداشت د ډیموکراسۍ له مفهوم څخه د روزلټ او چرچیل له برداشت سره توپیر درلود.
دغه مثالونه د دې ښکارندویي کوي، چې سیاسي مفاهیم اغلبا شفاهي او د عادت په ډول کارول کېږي، له دې مخې موږ ته ډېر نور څه نه وایي؛
نو له دې کبله یوه ستونزه چې د سیاسي مسایلو په مطالعه او درک کې ده هغه د مفاهیمو ګونګوالی او مبهموالی دی، چې د هغه له مخې سیاست توضیح کېږي، په بل عبارت سیاسي مفاهیم انتزاعي دي، چې مشخصه او نړیواله مانا نه لري.
دا په دې مانا دی، چې له یوې خوا څه او له بلې خوا څه ونه غواړو. ایډیولوژي د سیاست په ژبه کې عمده نقش تر سره کوي او له بلې خوا که ایډیولوژي د ټولنیزې پېژندګلوۍ یو ډول په نظر کې ونیسو. بیا زموږ لید لوری د سیاست د ژبې په اړه ګډ څانګیز کېږي. دلته بیا موږ له دریو موضوعاتو سره ښکېلېږو.
١. سیاسي پوهه یا پېژندګلوي
٢. رغښتي ډېسکورسونه چې په دې کې پېژندګلوي شتون لري.
٣. هغه سیاسي او ټولنیز شرایط چې په هغه کې د سیاست ژبه رامنځته کېږي.
همدغه پېچلتیاوې دي، چې د سیاسي مسایلو درک عادي وګړو ته اسانه کوي.
په ټولیزه توګه ژبه هغه وسیله ده، چې د انسان تجربې تنظیموي. ژبه د پېښو او موقعیتونو د تشریح او تفسیر لپاره مانایي چوکاټونه جوړوي.
دا په دې مانا، چې ژبه داسې یو ابزار وګڼو، چې د سیسټمونو د نظم جوړونکې ده. که دا فرضیه همداسې ومنو، کولای شو داسې پایله ترلاسه کړو، چې سیاسي ژبه له دې چوکاټونو څخه د ځواک په ډول ګټه اخلي. د دې ځواک څخه موخه د ټولنیز سلسلې مراتبو تثبیت دی.
د سیاسي ژبې سر وکار د پېښو له تفسیر او ایډیاوو(منطقي او اسطوريي) او تثبیت شویو معیارونو او هغه شرایط دي، چې سیاسي سیسټمونه له یو بل سره مقایسه او ارزښت ورکوي.
له دې کبله د سیاست ژبه په خپل ذات کې سیاست دی او د هغه ریښه کولای شو د اپلاتون او ارستو په لیکنو کې وپلټو.
د اپلاتون په اند خبرې یا ژبه خپل ځان د منطقي ډیالکټیک په ډول را څرګندوي. په حقیقت کې اپلاتون د “حقیقت”، “پوهې”، “فضیلت” او “عدالت” ترمنځ اړیکې ټینګوي؛ ترڅو د هغې اړیکې له مخې وکولای شي، بېلابېل سیاستونه طبقه بندي کړي او د هغو ترمنځ توپیر وښیي.
په دې ډول ښکاري چې اپلاتون د ژبې او عقلانیت ترمنځ یو ځانګړې اړیکه لیدلې ده. هغه په دې ښه پوهېده، چې عقلانیت د انسانانو په چلنونو کې ډېر محدود دی. دا په دې مانا، چې د انسان عقلانیت بشپړ نه دی. کله چې عقلانیت له انسانه لرې شي، انسانان د خبرو اترو لپاره په داسې ماورای طبیعي ځواکونو لکه اسطورو او جادو ته مخه کوي. له دې امله د اپلاتون له نظره د سیاست ژبه کې د اسطورهيیز منطق پر بنسټ تعریفېږي. ځکه چې عقلانیت محدود دی، باید یو اسطورهيیز منطق سره ګډ شي؛ ترڅو عقلانیت ټولیز شي. که په بل ډول ووایو، اسطورهییزه منطق د هرې سیاسي ټولنې لپاره بنسټیزه دنده لري. دا په دې مانا، چې هره سیاسي ټولنه یو ډول اسطورهيیز منطق لري؛ یعنې دواړه منطق او اسطوره پکې شتون لري. په دې توګه دولت یا ښاري ټولنه یوه داسې ټولنه ده، چې یوازې د ژبې له لارې جوړېدلی شي.
د ارستو له نظره د سیاست ژبه موخه پېژندونکی بهیر دی، چې د علتونو تجسم، د موخو جوړښت او د حکومتي نظام مانا څرګندوي. ممکن همداسې وي، چې موږ د سیاسي افکارو تاریخ سره مخ شو، لکه د اتن ډیموکراسي، د منځنیو پیړیو مذهبي مفاهیم، د ټولنیز تړون نظریې او داسې نور، چې یو سر یې مستبد حکومتونه او بل سر یې دموکراتیک حکومتونه جوړوي. همدارنګه موږ د تاریخ د طبقه بندۍ یوه بله طریقه هم لرو. کلاسیک دوره، کلیسا، روښانتیا، رومانتیزۍ او دموکراتیکه دوره. نن ورځ د سیاسي افکارو تاریخ او د تاریخ طبقه بندي موږ ماډرنې دورې ته رسوي. دا دوره پرته له څو استثناوو، د سکولار او دموکراتیکو حکومتونو په دورو مشهورې شوې دي. که څه هم د ډېرو په نظر د ماډرن سیاست ژبه د پخوانیو سیاستونو له ژبو څخه بېلېږي؛ خو په ډاګه ویلای شو، چې دا ژبه یوازې د بېلابېلو تاریخي افکارو یوه ګډ ترکیب دی.
ژبې پر دې بنسټ دوې متناقضې دندې لري. له یوه اړخه داسې وسیله ده، چې عقلانیت پراخوي او د یوې اسطورې یا جمعي فکر د خپراوي لپاره زمینه برابروي او له بله اړخه یوه داسې وسیله ده، چې د ځواک د تطبیق او ټولنیز سلسله مراتب د جوړولو لپاره کارول کېږي. په حقیقت کې ایډیولوژي، ډېسکورس او سیاست هغه مثلث جوړوي، چې زاویې یې په مختلفو وختونو او ځایونو کې بدلېږي.
داسې پوښتنې راپورته کېږي، چې ایډیولوژي څنګه خپل ځان په سیاست کې څرګندوي؟ ایا د ژبې یو ځانګړی ډګر، لکه د سیاست ډګر، د ایډیولوژۍ د را څرګندېدو لپاره ځانګړې لاره لري؟ سیاست څنګه کولای شي، چې د ژبې نظم جوړ کړي او ټولنیزې ډلې سره یوځای کړي؟ کوم داسې الفاظ شتون لري، چې انسانان وژلو ته هڅوي؟ کله چې کلیسايي باورونه د اسقف نشینونو کې د وژلو لارښوونه کېده؟ نازي ایډیولوژي تر کومه حده د هولوکاست د جوړېدو لامل شوه؟ څنګه او کله قومیت، مذهب، ژبه یا نور ټولنیز معیارونه د “بل” تعریف په منفي ارزښتونو باندې اغېز کوي؟ کله دغه ځانګړتیاوې د مثبت فرهنګي تنوع او د توپیر منلو لامل کېدای شي؟ داسې پوښتنې د مفاهیمو پراخولو، طبقه بندیو او تیورۍ لکه رغښتوالې، فونیمولوژي ، ژبپوهنې، ارواپوهنې او داسې نورو ته لاره هواروي. دغه ټول لیدلوري سره له تفاوتونو، په یوه موضوع کې شریک دي او هغه دا چې پېښې یوازې د اتفاق نه دي. پېښې منسجمې، مانادارې او یو له بل سره تړلې دي. په ساده ډول ویلی شو، چې پېښې ټولنیز متون دي. دغه ټولنیز متون د ژبې، کلمو، او هغو خبرو له لارې چې خلک یې له یو او بل سره کوي. نښې، سمبولونه او ویناوې د نښې پوهنې په توګه لوستل او درک کېدای شي. خلک د پېښو پر بنسټ کیسې جوړوي، چې دا کار په فردي او ټولنیز توګه ترسره کېږي. د فردي او ټولنیزو کیسو تعریف د ټولنیزو اړیکو جوړونکې دي. ټولنیزې کیسې هغه وخت سیاسي پایلې لري، چې د هغوی اسطوره تاریخ شي او تاریخ د تیورۍ په توګه تفسیر شي. تیورۍ هغه کیسې جوړوي، چې د پېښو په اړه وي. هغه تیورۍ چې د کیسو په توګه بدلېږي د افسانوي حقیقتونو پنځګر کېږي.
په سیاست کې له دې امله چې حقیقت ویل او کیسه ویل دواړه د یوې پروسې برخې دي، دا امکان لري، چې تېر وخت د راتلونکي د بدلون لپاره ولټول شي. دا پروسه له سیاسي نظره هغه وخت جالبه کېږي، چې کیسې عمومي، منظمې او د یو لوی او ټولنیز روایت په توګه وړاندې شي. د دې موخې لپاره کارپوه ته اړتیا ده؛ هغه څېره چې “ولسي” وي او د دې وړتیا ولري، چې ځانګړی رول د کیسې ویلو په برخه کې ترسره کړي. دا څېره کېدای شي فلسفي-شاه وي، هغه څېره چې په خپلو پیروانو باندې کرامت ولري، د یوه پېژندل شوي سیاستوال څېره یا د یوه وړاندوینه کوونکي روحاني او یا به نور وي. د داسې کیسې تعریف کوونکی کولای شي د یوه ملت یا حکومت د څرګندېدو لامل شي، کولای شي د شته معیارونو څخه جلا کړي او یا هر څه برعکس کړي. دا په دې مانا دی، چې د سیاست ژبه کولای شي د دې بدلونونو د تولید لامل شي. په بل عبارت د سیاست ژبه هغه وسیله ده، چې د خلکو په ذهنونو کې پانګونه کوي؛ ترڅو د فرصتونو د را څرګندېدو وخت وپېژني. په داسې وخت کې د سیاست ژبه خپله عقلانیت تولیدوي او کولای شي د دښمن او دوست څرګند توپیر وکړي. داسې ژبه بیا د دې ځواک لري، چې موجوده سیاسي باورونه او اړوندې موسسې چلنج کړي او د نویو باورونو او موسسو د جوړیدو لارښوونه وکړي. د سیاست ژبه نه یوازې کولای شي د ټولنیزو تضادونو وخت لنډ کړي، بلکې د یوې تاریخي شېبې د اوږدېدو او ژوندۍ پاتې کېدو وړتیا هم لري. د دې تضادونو ژوندۍ بېلګې د شمالي ایرلنډ او د فلسطین او اسرائیلو په کړکېچ کې لیدل کېدای شي. په دې دواړو کې ښکېل اړخونه د خپلو سیاسي ډېسکورسونو له لارې یو له بل څخه توپیر لري. د دوی تېر ویاړ او بیا تعریفول یې د راتلونکي په اړه لیدلوری ټاکي او دا د دې لامل کېږي، چې د دوی ترمنځ همغږي ستونزمنه شي.
موږ نه شو کولای، چې پورته ذکر شویو پوښتنو ته ساده او قطعي ځواب ووایو. څرګنده ده، چې هغه مفاهیم چې د سیاست توضیح ورکولو لپاره کارول کېږي، په ظاهره انتزاعي دي او د ایډیولوژیک کېدو لپاره لارې پرانیزي. کله چې ژبه ایډیولوژیکه شي، هغه مهال الفاظ کولی شي انسانان وژلو ته وهڅوي؛ هغه مهال د کلیسا ایډیولوژیک باورونه په اسقف نشینونو کې د وژنې لارښوونې کوي او هغه مهال نازي ایډیولوژۍ د هولوکاست د رامنځته کېدو دلیل ګرځي؛ خو د دې اړوند یو بل متغیر بدیل چې باید په پام کې ونیول شي، هغه ځواک دی، چې د دې مثلث اړیکی درې اړخیزه او هرم ډوله کوي. لکه څرنګه چې ټولنه په دوامداره توګه په بدلون کې ده. د هرم هره برخه چې ایډیولوژي، ډېسکورس، سیاست او ځواک یې جوړوي، ثابت نه پاتې کېږي.
لکه څرنګه چې سیاست د ایډیولوژیکې ژبې له لارې ترسره کېږي، په اسانۍ سره تحریف کېدای هم شي. د همدې تحریف له لارې، یوه غیر فعاله او ایډیولوژیکه سیاسي موضوع جوړېږي. دا په دې مانا، چې د فرد سیاسي هویت د اصلي تجربې له لارې نه بلکې د ایډیولوژیکو تحریفاتو له لارې جوړېږي او دا تحریفات کېدای شي، چې منفي او منفعل هویت پرې تحمیل کړي. په بل عبارت سیاسي فرد په خپله هېڅ ډول رول نه لري، چې د خپل هویت په جوړولو کې برخه واخلي او هغه کانالونه چې د هغه ذهن جوړوي، په خپله انتخاب کړي؛ بلکې دا عوامل د ایډیولوژیو او سیاسي ځواک له لارې د سیاست د ژبې په واسطه پرې تحمیلېږي. کله چې سیاست د ایډیولوژۍ له لارې تحریف شي؛ نو حقیقت او صداقت په ژبه او سیاسي دېسکورس کې هېڅ رول نه لري. په دې حالت کې لکه څرنګه چې هربرت مارکوزه وایي، سیاسي فرد خپل شتون “یو اړخیز”کوي، چې د سیاسي ځواک له مخې له تحمیل شوې ایډیولوژیکو افقونو سره مخ دی. کله چې سیاست د سیاسي ځواک له لارې او د ایډیولوژیکې ژبې له لارې تحریف شي، ژبه، فکر او عامه وینا یوازې د ځواک ژبې، فکر او وینا ته محدودېږي، دا کار د فکر ځواک راکموي او د مانا په پراختیا کې مداخله کوي.
په حقیقت کې ویل کېدای شي، چې سیاسي ځواک، د سیاست د ژبې له لارې چې په خپله ایډیولوژي شوې ده، “حقیقت” خبرې او ډېسکورسونه تولیدوي، چې پرته له دې یې بقا ناممکنه ده. له یوې خوا سیاسي فرد د ځواک لخوا تولید شوي “حقیقت” ته تابع کېږي او له بلې خوا شته ځواک یوازې د داسې حقیقتونو تولید له لارې خپل ځواک تطبیقوي. د دې “حقیقت” جوړولو په بهیر کې چې په بشپړه توګه ایډیولوژیک شوی دی، د یوه سیاسي فرد جوړښت پیلېږي، چې په نهادیزه توګه د هغه حقیقت تابع دی. د سیاسي ځواک له لوري جوړ شوی دی؛ نو باید د دواړو اطاعت وشي: لومړی ځکه چې حقیقت دی او دویم ځکه چې قانون دی. د همدې لپاره “حقیقت” چې د سیاسي ځواک لخوا تولید شوی، سپېڅلی کېږي. په بل عبارت دا چې حقیقت تحریف شوی دی یو “سپېڅلي دروغ” ترې رامنځته کېږي، چې د “ځواک ارادې” تر ټولو لوړ بیان دی. د داسې دروغو د تولید په پروسه کې تاریخ د هغه څه پر بنسټ نه لیکل کېږي، چې رښتیا پېښ شوي دي؛ بلکې د شته ځواک “ایډیولوژیکو کرښو” پر بنسټ لیکل کېږي او د نړۍ عیني حقیقت ترې بې برخې کېږي.
کله چې د پېښو نښې ورکې شي او د سیاسي فرد له ذهنه د هغه یادونه له منځه یووړل شي، بیا نور هېڅ لاره نه پاتې کېږي، چې حقیقت وپېژندل او درک شي. یوازې تحمیل شوي باورونه پاتې کېږي او دا باورونه کېدای شي یو شپه بدل شي. له دې کبله چې نور د حقیقت او دروغو ترمنځ د توپیر کوم معیار نه پاتې کېږي؛ نو دروغ خپله حقیقت ګرځي یا لږ تر لږه د هغوی ترمنځ توپیر له منځه ځي. دلته بیا نه شي کېدای، چې د دروغو ویونکی د دروغو ویونکي په توګه وپېژندل شي، ځکه چې د “حقیقت” فکر له منځه تللی دی. په داسې حالت کې په ټولنه کې فساد خورېږي او په ټولنه کې بیا هغه افراد روزل کېږي، چې له خپل ځواک څخه بې خبره وي. هغه افراد چې د هر ډول ارادې او اخلاقي مقاومت څخه خالي وي او خپل ټولنیز – تاریخي هویت یې له لاسه ورکړی وي. له همدې امله دوی د خپل شتون د ثابتولو توان نه لري، ځکه چې سپېڅلو دروغو یې ذهن او اخلاق په بشپړه توګه نیولي او کنټرول کړي وي. څنګه کولای شو له داسې فرد څخه چې سپېڅلي دروغ ورته حقیقت ښکاري تمه وکړو، چې مقاومت یې کم نه شي او تسلیم نه شي؟ د داسې فرد تسلیمېدل د سپېڅلو دروغو په جوړولو کې خپله ریښه لري، چې د سیاست د ژبې له لارې ایډیولوژیک شوي دي، “عیني حقیقت”عیني اخلاق” او “عیني تېرمهال” ردوي.
موږ ګورو، چې په “سیاست” کې د ژبې او د سیاسي ژبې له لارې هغه کلیدي مفاهیم کارول کېږي، چې پرته له هغوی نه د سیاست تعریف نه دی ممکن او نه د سیاست ژبه په سمه توګه درک کېدای شي؛ داسې مفاهیم لکه ځواک، حاکمیت، ایډیولوژي، قانون، دولت، حکومت او نور. له دې امله دا اړینه ده، چې دغه مفاهیم په دقت سره تعریف او بیا کتنه یې وشي. پرته له دې چې د دې مفهومي وسیلو تعریف او کارونې طریقه وپېژندل شي. د سیاست د علم زده کوونکی نه شي کولای، چې د سیاست نظري پوهه ولري او نه کولای شي، چې د ورځني سیاسي مسایلو شننه او درک وکړي. د بېلګې په توګه د حکومت او د هغې دندې مفهوم په ټولنه کې نه شي درک کېدای، پرته له دې چې د ځواک، حاکمیت، قانون او مشروعیت د مفاهیمو په اړه نسبتا دقیقه پوهه ولرو. دا هم نه شو کولای، چې د انقلابونو او بغاوتونو علت یا علتونه پیدا کړو پرته له دې چې د ایډیولوژۍ او د هغه څرګندو او پټو ځواکونو په اړه پوه شو، چې د ټولنې د خلکو پر ټولنیزو چلنونو اغېز لري. له همدې امله د دې مفاهیمو تعریفول او د هغوی ترمنځ په اړیکو پوهېدل د سیاسي مسایلو د غوره درک لپاره اړین دي. دا باید په یاد ولرو، چې د دې مفاهیمو د انتزاعي طبیعت له امله د سیاست زده کوونکی باید دا تمه ونه لري.
ریاضي ته ورته درک، مطلق او نه تغییر منونکې او په نړۍ کې شامل دغه مفاهیم او په دې ډول د سیاست د مفهوم خپل تعریف محصل ته به د دې جرات ورکړي، چې د ځینو مفاهیمو تړل، د هغوی بدلون یا د نویو مفاهیمو د پیدا کېدو لپاره سیاسي او ټولنیز بدلونونه د دایمي شرایطو په رڼا کې تعریف شي.
دا په دې مانا دی، چې د سیاست مفهوم او نور مفاهیم چې د هغوی په ارجاع دغه تعریفېږي، دا مفاهیم ثابت، پایدار او د تغییر وړ نه دي، که داسې وای؛ نو موږ به یوازې یوه سیاسي نظریه درلوده، چې د هغې له مخې به مو د بشر د تاریخ او ټول سیاسي مسایل توضیح کول؛ خو وینو چې موږ له بې شمېره نظریو سره مخ یو، چې په ځینو برخو کې له یو بل سره په تضاد کې دي، همدغه تضادونه د دې لامل کېږي، چې د سیاسي مسایلو درک ستونزمن شي.
سلامونه،
ورور مصطفی سمون صاحب ، ښې چارې .جالبه لیکنه موژباړلې ده ،په رښتیا هم د سیاست ژبه تل انتزاعي ده.
یوه بیلګه زما فکر ته راځي چې ستا په لیکنه کې یادوءنه نده شوې او هغه د
تروریزم یا ترههګري یا دهشتګردي یا اِرهاب کلمه ده چې هیچا په رښتیا مانا نده کارولې بلکه په سرچپه ډول ترینه سوء استفاده سوې او زما په نظر انتزاعي ده او ملیوڼونه انسانان یی بیګناه قرباني سوي او لا هم دي .صرف یوه خبره د ونزوویلا د فقید مشر (هوګو چاویز) مې په یادیږي:”امریکا تروریستانو ته په دولتي تروریزم! ځواب ورکوي!”.
والسلام