شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeخبرونهپه اسلام اباد کې د ترانسپورت وزیرانو په کنفرانس کې د چین...

په اسلام اباد کې د ترانسپورت وزیرانو په کنفرانس کې د چین په شمول اکثرو هیوادونو ګډون ونه کړ

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۴مه) پاکستاني رسنیو نن افشا کړه چې په اسلام‌اباد کې د ترانسپورت وزیرانو سیمه‌ییز کنفرانس ته د چین په ګډون د ۱۶ هیوادونو وزیران حالضر نه شول.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، په کنفرانس کې د سیمې د مهمو هیوادونو د وزیرانو نه ګډون د پاکستان د مخابراتو وزارت د کړنو په اړه پوښتنې راپورته کړي دي

په اسلام‌اباد کې د سیمه‌ییز ترانسپورت وزیرانو کنفرانس ته له رسمي بلنو سره سره د ۲۶ مېلمنو هېوادونو له منځه د ۱۶ هېوادونو د ترانسپورت وزیرانو – چې چین هم پکې شامل و – نه‌ګډون، د پاکستان د مخابراتو وزارت د فعالیت او دیپلوماتیکو هڅو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي دي.

نېشن ورځپاڼې نن په یوه راپور کې لیکلي، د رسمي اسنادو له مخې، افغانستان، اذربایجان، بحرین، بنګله‌دېش، بیلاروس، چین، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، مالدیف، مالیزیا، نیپال، عمان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، سریلانکا، تاجیکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، مصر، اندونیزیا، مراکش او کینیا ته بلنې استول شوې وې.
خو یوازې لس هېوادونه – سعودي عربستان، ترکیه، اذربایجان، ازبکستان، قزاقستان، ایران، بیلاروس، ترکمنستان، سریلانکا او مالدیف – خپلو د ترانسپورت وزیرانو ته د ګډون اجازه ورکړه.

د ګډون ټیټه کچه، په ځانګړي ډول د سیمه‌ییزو مهمو هېوادونو لکه چین، روسیې او اماراتو نه‌حاضرېدل، په پالیسۍ جوړونکو کړیو کې اندېښنې پارولي او د وزارت د دیپلوماتیکو هڅو او همغږۍ په اړه یې شکونه زېږولي دي.

نېشن زیاتوي، یاد کنفرانس چې د فدرالي وزیر عبدالعلیم خان په نوښت جوړ شوی و، موخه یې د ترانسپورت او لوجسټیک په برخه کې د سیمه‌ییزې همکاري پیاوړې کول وو، خو سرچینو ویلي چې دا غونډه د توقع خلاف پای ته ورسېده او له پام‌وړ سیاسي او مالي لګښتونو سره سره یې نړیواله توجه او اغېز کم و.

شنونکو ټینګار کړی چې د نژدې ګاونډیانو، په ځانګړي ډول د چین او افغانستان نه‌ګډون د اندېښنې وړ دی. د پاکستان د سیمه‌ییز اتصال پروژې تر ډېره د همدې دوو هېوادونو له همکارۍ سره تړلې دي – چین د CPEC له لارې یو مهم ستراتیژیک شریک دی او افغانستان د منځنۍ آسیا لپاره د تګ راتګ اصلي دهلیز دی.

که څه هم د افغانستان نه‌ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ له ترینګلو اړیکو ته سره تړاو لري، خو د چین نه‌حاضرېدل د وزارت د دیپلوماتیکو هڅو او له کلیدي شریکانو سره د همغږۍ په اړه نوې پوښتنې راپورته کړي دي.

د فدرالي وزیر د مطبوعاتي دفتر مسوول، ګوهر، وویل چې هغه هېوادونه چې خپل وزیران یې نه شوای استولی، د خپلو سفیرانو له لارې یې استازولي وکړه. ده ټینګار وکړ چې د ده په نظر، دا پروګرام «ډېر بریالی» و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...