شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeخبرونهډونالډ ټرمپ: د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې به ډېر ژر حل...

ډونالډ ټرمپ: د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې به ډېر ژر حل شي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ختیځې اسیا ته د سفر په ترڅ کې ویلي دي چې که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو وار بیا ترینګلتیا راپورته شوې، خو دا مسئله به ډېر ژر حل شي.

ټرمپ د دواړو هېوادونو پر مشرانو خپل باور څرګند کړ او ویې ویل چې دی کولای شي «سمدستي ستونزه حل کړي»، خو دا مهال اړتیا نه ویني چې اقدام وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د تايلنډ او کمبودیا ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې وکړې، چې د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې د آسیان د ۴۷م سرمشریزې په ترڅ کې ترسره شول. نوموړي ټینګار وکړ چې د ده اداره د نړۍ په کچه د سولې د ټینګښت لپاره کار کوي.

هغه وویل:
«زه په ټوله نړۍ کې سوله غواړم. زما ادارې په اتو میاشتو کې اته جګړې درولې دي — دا کار تر دې مخکې هېڅکله نه و شوی.»

«زه د افغان– پاک ستونزه حل کولای شم»

ټرمپ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بیا راپورته شویو ستونزو په اړه وویل چې له موضوع سره بلدتیا لري او پوره ډاډه دی چې منځګړیتوب کولای شي.

نوموړي زیاته کړه:
«ما اورېدلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بیا ستونزې پیل شوې دي. زه فکر کوم چې د دې ستونزې د حل لپاره څه کولی شم، خو دا مهال اړتیا نه وینم چې اقدام وکړم.»

ټرمپ وویل:
«زه دواړه هېوادونه ښه پېژنم، او د افغانستان او پاکستان ستونزه به ډېر ژر — او په ښه ډول — حل کړم.»

د پاکستان د مشرتابه ستاینه

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د پاکستان د مشرتابه ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دغه هېواد پر صدراعظم او لوی درستیز باور لري.

هغه څرګنده کړه:
«د پاکستان صدراعظم او فیلډ مارشال ښه خلک دي. زه پر دواړو باور لرم. هېڅ شک نشته چې د افغان- پاک ستونزه به ډېر ژر حل کړو.»

«زه خوښېږي چې جګړې د سوداګرۍ له لارې بندې کړم »

ټرمپ ټینګار وکړ چې د هغه بهرنۍ تګلاره د نظامي مداخلې پر ځای د اقتصادي همکارۍ له لارې د جګړو د ختمولو پر بنسټ ولاړه ده.

«زما د جګړو درول خوښېږي. تر اوسه مې اته جګړې بندې کړې دي. زه غواړم جګړې د سوداګرۍ له لارې ودروم — موږ جګړې نه غواړو، موږ تجارت غواړو.»

ټرمپ د تايلنډ–کمبودیا اوربند وستایه چې د جولای په میاشت کې د دواړو هېوادونو د پنځو ورځو سرحدي نښتې وروسته د هغه په منځګړیتوب شوی و. اوسنۍ هوکړه چې په کوالالمپور کې د ټرمپ په حضور کې لاسلیک شوه، ده «د میلیونونو ژوند د ژغورلو» په نوم یاده کړه.

هغه زیاته کړه:
«دا د سولې هوکړه یوازې د پولې په اړه نه ده — بلکې د سیمې لپاره د هیلې او هوساینې د رامنځته کولو په اړه ده.»

د جنوب ختیځې اسیا د سولې په هڅو کې د ټرمپ رول

د رویټرز د راپور له مخې، د تايلنډ او کمبودیا پراخ شوی اوربند مالیزیا ته د ټرمپ تر رسېدو لږ وروسته لاسلیک شو. دغه هوکړه هغه اوربند ته قوت ورکوي، چې درې میاشتې پخوا شوی و، هغه مهال چې ټرمپ له دواړو مشرانو سره ټيلیفوني تماسونه ونیول او هغوی ته یې خبرداری ورکړ چې جګړه پای ته ورسوي، که نه نو له واشنګټن سره به د سوداګرۍ خبرې وځنډېږي.

د سولې له هوکړې وروسته، ټرمپ دوه نور تړونونه هم لاسلیک کړل — د امریکا او کمبودیا ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون او له تايلنډ سره د ستراتیژیکو مینرالونو د همکارۍ موافقه. دا دواړه هوکړې په جنوب ختیځه اسیا کې د واشنګټن د اقتصادي تعامل د بیا پیاوړتیا څرګندونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شفیع‌الله صافی؛ نوی‌ غږ، نوی استعداد

پوهندوی آصف بهاند د کونړ د هنرپروره درو د غرونو په لمنو کې راټوکېدلی گل شفیع‌الله صافی مشهور په شفیع‌جان د کونړ د هنرپروره درو د...