Homeخبرونهامریکا چین ته؛ د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه مو...

امریکا چین ته؛ د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه مو دریځ په ډاګه کړئ

تاند (چار شنبه، د دلوې ۱۱مه) د امریکا متحدو ایالتونو له هغې وروسته چې د چین ولسمشر د طالبانو لخوا د معرفي شوي سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه، په دې اړه اعتراض وکړ.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر له چین څخه وغوشتل چې د طالبانو رژیم سره دې د خپلو اړېکو څرنګوالی او د رسیمت پېژندلو دریځ په ډاګه کړي.

  مېلر زیاته کړې چې د چین حکومت راپورونه یې لیدلي چې د موضوع [د طالبانو د نه په رسمیت پېژندلو] برعکس دي.

د نومړي په وینا،له نړۍ سره د طالبانو د رژيم اړیکې د دوی کړنو پورې تړلې مساله ده.

امریکایي ویاند یو ځل بیا  ټینګار کړی چې طالبان باید د افغان نجونو او ښځو حقونه خوندي او نړیوالو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

د چین ولسمشر پرون د څه باندې ۴۰ بهرنیو سفیرانو په ډله کې د طالبانو د سفیر باور لیک هم ومانه

به دې اړه نور دلته لوستلی شئ:

د چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باور لیک ومانه – تاند (taand.net)

څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې هېواد به یې د طالبانو رژیم د دوی د ژمنو تر نه عملي کیدو په رسمیت ونه پېژني.

لاوروف: مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني – تاند (taand.net)

چینایي چارواکو د امریکا د ننني غبرګون په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په اړه داسې ویلي وو:

د تفصیل لپاره دا لېنک پرانیستلی شئ:

چین د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني؟ د دغه هیواد د ویاند ځواب – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...