یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهچین د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني؟ د دغه هیواد د ویاند...

چین د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني؟ د دغه هیواد د ویاند ځواب

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه) د چین د باندنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت د رسمت پېژندنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان باید متعدلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ غوره کړي.

د چین د باندنیو چارو وزارت له ویندوی وانګ ونبین څخه نن په پیکینګ کې په یوه خبري غونډه کې وپوښتل شول چې ایا اوس د طالبانو اسلامي امارت د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت پېژني؟

 ده په ځواب کې وویل:«چین تل په دې باور و او دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره یوځای وي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویندوی څخه دا پوښتنه وروسته له دې وشوه چې د تېرې جمعې په ورځ / دسمبر۱/ د طالبانو د حکومت نوي استازي بلال کریمي د افغانستان د سفیر په توګه خپل باورلیک د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رييس هونګ لي ته وسپاره.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی وویل، هیواد یې هیله لري چې افغانستان د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووايي، یو پرانیستی او پراخ بنسټه سیستم رامنځته کړي او معتدلې او باثباته کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ غوره کړي.

د طالبانو پر حکومت له دې کبله شدید انتقادونه کېږي چې افراطي سیاستونو ته یې مخه کړې. ښځې او نجونې یې له کار او زده کړو منع کړي او د اسلام په نوم د خلکو په تېره بیا ښځو په شخصي چارو کې مداخلې کوي. له حمامه رانیولې تر پارک او سینګارتون پورې له تګ راتګه منع کړي دي.

دا هغه کارونه دي چې د نړۍ په هیڅ ځای کې د هیڅ دولت له لوري یې ساری نه دی لیدل شوی.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی له طالبانو وغوښتل چې له هر ډول تروریستي ډلو سره مبارزه وکړي، له نورو هیوادونو سره دوستانه اړیکې وپالي او ځان په نړیواله ټولنه کې مدغم کړي.

ونبین ټینګار وکاوه:«موږ باوري یوو چې که دا ډول اندېښنې پای ته ورسیږي، د افغانستان حکومت په طبیعي ډول په رسمیت پېژندل کېږي.»

ده په دې ډول غیر مستقیم ډول وښوده چې د طالبانو د سفیر د منلو معنا دا نه ده چې د هغوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب