Homeخبرونهپه ترکیه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي نیول شوي

په ترکیه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي نیول شوي

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه) ترکي رسنیو ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د چانک قلعه سیمې په سمندري سواحلو کې ۳۸ تنه افغان پناه غوښتونکي نیولي چې بیرته به یې خپل هېواد ته ستانه کړي.

ویل شوي چې یاد شوي پنا غوښتونکي د ترکیې له لارې اروبایي هېوادونو ته د تګ په تکل کې وو.

ترکیه له پخوا راهیسې په ناقانونه ډول اروپا ته د افغان پنا غوښتونکو د تګ مسیر دی.

په وروستیو کې ترکیې د پنا غوښتونکو او کډوالو پر وړاندې خپل دریځ توند کړی او له دې ډلې یې سلګونه افغانان له نیولو او شکنجې وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي.

افغان کډوالو سره د ترکیې پر چلند بیا- بیا نیوکې شوي،

یو ځل د طالبانو د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د په زوره ستنولو پر ځای د ترکیې د نورو اقداماتو غوښته کړې وه، خو څارونکي په ټوله کې د افغان کډولو د حقونو په دفاع کې د طالبانو د رژیم دریځ او عمل د قناعت وړ نه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...