کبیر هسک
په نویمه لسیزه کې هغه مهال چې د پاکستان دوه رامنځته کړې ډلې( جمیعت اسلامي او حزب اسلامي) د کابل ښار د څو ناحیو په واکمنۍ سره جنګېدې، د پاکستاني مدرسو له تازه دمو فارغانو د طالبانو په نوم د بل تازه جوړ شوي لښکر( طالبانو) جنګیالي د کابل ګاونډي ولایت میدان وردګ ته را نېږدې شوې وې.
د جمیعت اسلامي د حاکم رژیم دفاع وزیر احمد شاه مسعود چې د جمیعت ډلې اصلي واکدار او د تنظیمي جګړو مهمه مهره وه، له خپل هم زمانه پاکستان ته تښتېدلي مخالف ګلبدین حکمتیار څخه د نا ګټلې جګړې د ګټلو په ګومان د میدان ښار تر دروازو لاړ او طالبانو ته یې هرکلی ووایه.
هغه طالب قومندانانو ته ور یاده کړه چې د حکمتیار خلاف په ګډه سره جنګېدای او د قدرت د وېش په ناحله معادله کې یوې پایلې ته رسېدای شي.
طالبانو سره تر دې مخکې هم مسعود، د هغه سمبولیک ولسمشر برهان الدین رباني او د دوی د رژیم نورو کسانو بېلابېلې لیدنې او له خوشبینۍ ډک مذاکرات کړي وو.
جنرال ظاهر عظیمي چې د رباني د تنظیمي حکمرانۍ پر مهال په هرات کې د قومندان اسماعیل خان له نېږدې کسانو و، په یوه مرکه کې وایي چې په کندهار کې د طالبانو له تازه ظهور سره د مسعود په غوښتنه دوی د هغوی یو شمېر مشران هرات ته وبلل او د ده په کوربه توب یې له هراته په هلیکوپټر کې د دې لپاره کابل ته یوړل چې د افغانستان په سویل او سویل لویدیځ کې یې د حزب اسلامي ډلې د ځپلو لپاره ملاتړ وکړي.
ظاهر عظیمي زیاتوي چې ده د طالبانو پلاوي له رباني او مسعود سره کېنول او هغوی له څو سوه میلیونه افغانیو سره په ډېرې مهربانۍ بیرته په هلیکوپټر کې رخصت کړل.
وروسته چې څه وشول، ټولو ولیدل: طالبانو مسعود سره له حکمتیار او نورو ټوپکسالارانو له ټول افغانستانه وځغلول، د پنجشېر او تخار او کله مزار څو ولسوالیو پورې یې ټول هست و نېست را ټول او محدود شو او طالب ۵ کاله تر هغې پرې واکمن و چې امریکا سره یې ضد شو او په بي دوه پنځوس الوتکو یې کبر مات او بیا د کوټې او کچلاغ پر جوماتونو او د پېښور پر مدرسو ننوتل.
احمد مسعود چې د طالبانو او القاعدې په لاس د خپل پلار له وژلو وروسته وړوکی اېکی زوی او یتیم پاتې و، له ۲۰۰۱ وروسته د ټولو افغان ملایانو او دین کارانو ستر مرکز( برېتانیې ) ته ولېږدول شو، د پلار او کورنۍ نورو غړو په شان په ټولو استخباراتي زور و زېر او رموزو سمبال او وروزل شو تر دې چې د تېر حکومت په وروستیو کې د لوبې بدلېدو له نښو نښانو سره را میدان ته او د دویم مقاومت خبره یې پر خوله زمزمه کړل شوه.
احمد مسعود له دې زمزمې سره یوه بله زمزمه هم لرله چې هغه په افغانستان کې د نظام د جوړښت د بدلون موضوع وه.
د هغه په نوم لکه څنګه چې د سراج الدین حقاني په نوم د هغه استخباراتي بادارانو په نړیوالو رسنیو کې مقالې خپرې او دی یې په برېتانوۍ اصطلاح» « طالب موډرنېست» تبلېغ کړ، همداسې د احمد مسعود په نوم هم واشنګټن پوسټ کې مقاله خپره او تیاری وښودل شو چې دا آقا زاده به طالبانو سره د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام پر جوړښت او غیر متمرکز کېدو وغږیږي.
د خدای کړه وو چې بیا استخباراتي معادلو طالب لکه خوب لیدل حاکم او احمد مسعود د څو ورځو لپاره پنجشېر ته په تګ او د مقاومت په نوم په غوغا جوړولو مجبور کړ.
له هغه وروسته احمد جان تاجیکستان ته وتښتېد، بیا یې سر له نورو ځایونو را ووت، ایران هم د خپل همېشني او هر اړخیز لطف له مخې پر طالب او مقاومتي مهرو دواړو پېرزوینه وکړه او یو ځل یې تهران کې سره کېنول، خو دا استخباراتي چرګان سره جوړ رانغلل او بیا یې یو بل ته وزرونه په ښکاره د جګړې لپاره څنډ وهل.
اوس احمد مسعود له نورو ځایونو غږ کوي چې طالب سره د مقابلې لپاره لویه جبهه او ایتلاف جوړوي، خبره یې نېږدې کړې، له افغانستانه طالب ور غږ کړي چې تا نور اعتبار بایللی، زه یم زمری پر دې بې صاحبه خاورې، بیخي کوم بل نشته.
چې خبره لنډه کړم، طالب او مقاومتیان له یوه آخوره خوري، د دواړو سرچینه پاکستان ده، ایران ده، امریکا ده، روسیه، برېتانیا ده او په منځ کې د افغانستان خلک غرق دي چې څه برخه د یوه او څه د بل طرف ته کله له مجبورۍ او کله له ناپوهۍ رغړي او څه یې چې په دې کیسو پوهیږي، خپله شوله خوري او پرده کوي.
دا چې نور به څه کیږي او ډرامه به چېرته رسیږي، د امریکا، انګرېز، روس او د دوی د سیمه ییزو مهرو د استخباراتي سناریوګانو لیکوالان پرې ډېر ښه پوهیږي، افغانان یا هېڅ نه پوهیږي او یا هغوی پوهیږي چې په دې سناریوګانو کې څه نقشونه لري او هغه نه غواړي په ډاګه کړي.
یادونه: تاند د لیکوالو لیکنې د بیان ازادۍ ته په درناوي خپروي، له لیکنو سره زموږ همغږي ْضرور نه ده.
شوله یې تر ټولو بهتره ده.
بد اخور دی ستا خبره سمه ده
روس،امریکا،چین ، انګریز ته دا مهمه نه ده چې مزدور احمد کلبی مقصود……. او یا کوم بل غلام څوک دی ؟ دچا زوی دی او څه یې له واکه پوره دی د لوبې په میدان کې هغه چا پسې ګرځی چې ددوی اهداف تر سره کړی داهسې مهری دی یو ایسته کوه بله راوله دا کوټوالی پای نه لری دا په سیمه کې اوس یو مسخره فرهنګ ګرځیدلی او هرڅوک دې داغ تنور ته زغالې ورولی!
تر اوسه یوه سیاستوال هم نه دی ویلی چې دا زما ملامتی او ناکامی وه ټول من دی او یو یې هم ځان کم نه راولی خکه زموږ غلط فرهنګ په دې باور نه لری .
اوس انګریز ، روس، امریکا او چین په یوه فضا کې دیوې سوړې ماران دی او دانور فقیران بیا د اتموسفیر بله برخه کې اخوا او دې خواته لاس اچوی.
تیار حکومت ته مو همدغه هېوادونه نه پریږدی
ازماست که برماست!
د قلم له ډیجیټالی څوکو څخه جوړ سوی پنځوس کلن سریالونه اکثراً ترخه او واقعی او په عین حال کی جذّاب دی خو د اکثرو سریالونو ستونزه دا ده چی فقط منځ ئی ننداری ته وړاندی سویدی ( نه اولی برخی او وروستی برخی ) .
طالب او مخالفین ئی او وولس او سیمه ایز نندارچیان ددی سریالونو د وروستی برخی یا وروستیو برخو د څرنګوالی په هکله د سخت تشویش سره مخامخ دی ځکه هم ئی پیش بینی او پیش ګوئی مشکله ده او هم ئی د سریال د سناریو د تحقق مخنیوی مشکل دی.
زما د تبصری په پنځمه کرښه کی د ” وروستیو برخو ” څخه منظور ” د راتلونکو برخو ” دی