یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د ځان مطرح کولو هنر | حضرت عثمان نوري

د ځان مطرح کولو هنر | حضرت عثمان نوري

پوهان په دې باور دي، چې که تاسې د یو مسلک اړوند تجربې او مهارتونه زده ولرئ، بیا نو د هغې په اړه مه بې تفاوته کېږئ، وايي هغه باید را افشا کړئ، انکشاف ورکړئ او په ټوله کې د خپلو وړتیاوو په را ښکاره کولو کې درېغ ونه کړئ.

دا نن چې پر مختللي خلک ګورئ، د دوی یو لامل دا دی چې د نن ورځې کمرنګه خوږو ته نه دي تم شوي، خو د سبا ورځې بېسارو خوږو لپاره یې هېڅ راز هلې – ځلې نه دي درېغولي.

همدې موضوع ته په کتو؛ په خواله رسنۍ کې یو انځور مخې ته راغی؛ پکې ښکارېدل، چې یو سپین شوی چاکلېټ یا د هغه د کلي د ماشومانو په اصطلاح، یو سپین شوی (مېوه ډکی) په ځمکه پروت و، له دې مېوه ډکي کيڼ لوري ته د مېږیانو یو لویه قافله روانه ښکارېده، یو مېږي هم کوښښ نه کاوه، چې د سپین شوي خوږ چاکلېټ ته دې ور وګرځي او له دې چمتو شوو خوږو څخه دې خوند واخلي.

د زده کړې وړ دا بېلګه موږ ته څه را زده کوي؟ ښه ده چې په اړه یې دلته خبرې وکړو.

  • چا سره چې د منزل او د خپلې موخې د رانیولو فکر وي، هغه پر لاره پرتو کمرنګه خوږو او خوندونو ته نه تم کېږي، روان وي، مزل وهي، اوږد واټن طی کوي او د خپل منزل څخه د هېسارېدو په پلمه دا کوچني خوندونه شاته پرېږدي.
  • له دې بېلګې باید پند واخلو، دا چې موږ ډېری مهال ولې پاتې راځو؟ ولې د ناکامۍ له حالت سره مخ کېږو او په ټوله کې د ناکامۍ په اصل لا نه پوهېږو، تر شا یې راز همدا دی، چې موږ لوی بریالیتوبونه شاته پرېښي، د سبا ورځې ارام مو شاته اچولی، کیسه کې یې لا نه یوو، خو بیا د نن ورځې غم را سره خامخا وي، نن ورځ ځان خوښ ساتو، د نن ورځې خوندونه ګورو، خو د سبا ورځې د راحت په کیسه لا سر نه خلاصوو.
  • که د نن ورځې لږ خوندونه پر ځان حرام کړو، د سبا ورځې ډېر خواږه به هرو مرو خپلوو.
  • دا بېلګه را زده کوي، چې په لږ څه ځان تېر نه باسو؛ ځان مطرح کړو، ګټیالی فکر ولرو او له هغو خلکو څخه شو، چې ډېر اوري، لږ وايي او په عمل کې پرېمانه اخلاص کوي.

 یو ځای یو لوی بازار روان وم، ومې کتل، چې د یوې نوې پخې ودانۍ د جوړولو لپاره په یو ټرک ډوله موټر کې چې د باډۍ تر هواري پورې هواره د سېمنټو له بوجیو ډکه وه، پاس پر سر یې پرې په لسهاوو شمېر کې یې په کافي اندازه اوږده سیخونه بار کړي، په دې ټرک ډوله موټر پسې له شاوخوا پنځه متره لیرې یو جلا شوی (ویل) چې یوازې دوه ټایرونه پکې بند ول، په داسې حال کې چې د ټرک موټر سره نه د کوم کېبل /رسۍ په اساس تړل شوی او نه هم د وصل کېدو کومه بله لاره یې درلوده، بلکې له پاسه پرې د ټرک موټر څخه غځيدلي سیخونه تړل شوي ښکارېدل او حرکت یې هم په نارمل ډول تر سترګو کېده. معنی دا چې له ټرک څخه په پنځه متره شاته واټن کې ښه نارمل روان و.

دې کار څو ګټې درلودې، ښه ده چې موږ ورڅخه د پند اخیستو په پار دلته یادونه وکړو:

  • د موټروان دې عمل څرګنده کړه، چې په دې کار سره یې د سړک د خرابېدو مخنیوی وکړ.
  • د سیخ د ښه او روغ انتقال سبب ورسره ګرځي.
  • سیخ ورسره د غوڅېدو څخه وساتل شو، نه نیم شو، نه کم، ښه سلامت انتقال شو.
  • موټروان د نورو له مخ ور اوښتو وساتل شو. چا هم ور پسې بد – رد ونه ویل، بلکې که ښکاره یې هرکلی ورته نه وي کړی، زړه کې خو به یې دا کار هرو مرو خوښ کړی وي.
  • انتقالېدونکی کس پرې ذهین او هوښیار مالوم شو.
  • با مسوولیته ور سره وپېژندل شو.
  • د فکر اندازه یې ورسره اټکل شوه.
  • دا کار نورو ته زده کړې وړ وګرځېد.
  • او مطرح پرې وپېژندل شو.

ځکه خو وایوو، چې هر انسان چې د خپل مسلک اړوند هر څه زده ولري، دا نه باید پټ وساتی، دا افشا کول غواړي، هر څه چې پټ وساتل شي، ارزښت له لاسه ورکوي، ورو – ورو تخربېږي، منزوي کېږي او په ټوله کې د بد وضیعت سره مخ کېږي؛ برعکس هر هغه څه چې افشا شي، هغه هرو مرو د نورو د نندارې لامل ګرځي، کېدلای شي، د ننداره کوونکو د تود هرکلي سره مخ شئ.

په کلی ولس کې به تاسې لیدلې وي، چې یو بزګر چې په لسهاوو جریبه ځمکه کرلی، خړوبولی او پاملولی شي، هغه تر هغه چې لا دوه – درې جریبه کنترولوي، ډېر نوموتی وي، ډېر مینه وال لري، هر ځمکه لرونکی خوښوي چې بزګر یې جوړ شي، ځکه دی اصلا خپل کار ته ژمن دی، اصولو ته یې ژمن دی او د همدې اصل په اساس ورته اړتیا هم لیدل کېږي، ځکه حق یې دی، لومړیتوب هم ځکه خپلوي.

له دې بېلګې زده کړه پکار ده، که موږ یو څه کوو، مسلک یې ګڼو، بیا باید ورته د اصل مسلک په توګه وګورو، د بېلګې په توګه که ادبیات مو لوستې وي، بیا باید د ادبیاتو د اصل زده کړیال په توګه پکې ځان ثابت کړو، دا ثابته شوې ده چې د ادبیاتو د پوهنځي د سلو فارغانو څخه دې یوازې دوه یا درې تنو یا د منظوم او یا د منثور ادب په برخه کې عملا کار کړی وي، یوه – نیمه شعري ټولګه یا غورچاڼ دې چاپ ولري، یا دې هم یو ژباړل شوی / پنځول شوی اثر ولري؛ چې دا شاز او نادره خبره ده؛ دا نور ۹۸ سلنه هسې ترې په نوم فارغان وي، حال دا چې نه هم په منظوم او نه هم په منثور ادب کې داسې څه چې باید د ادب په نړۍ کې یې ښکاره کړي، له بده مرغه چې نه یې لري. همدا حالت د طب، انجینرۍ، حقوق، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، شریعات، زراعت، ښوونه او رزونه او نورو پوهنځیو د فارغانو څخه هم در قیاس کړئ؛ ځکه خوایوو چې د هر مسلک د لوست لپاره لومړی ځان قانع کړئ، وګورئ تاسې یې په لوست څومره برېمن کېږي، څومره اخذ کوئ، څومره پکې نوموتي کېدی شئ، څومره پکې ژر ځلېدی او مخته کېدی شئ، بیا پرېکړه وکړئ، همدا بېلګه د کار او روزګار هم ده، اول یو کار مه کوئ، بیا یې چې کوئ، اړ یاست چې لومړی پرې ښه غور وکړئ، ځانګړې کړنلاره ورته جوړه کړئ، له زړه یې وکړئ او په پای کې د یو حقیقت په توګه دا ثابته کړئ، څه چې تاسې لوستي، یا یې لولئ، دا مو دنده ده، مسلک مو دی او له دې مو خلاصی نه شته، له همدې کبله خو دې برخه کې باید محتاط اوسئ. دا چاره تاسې مطرح کوي، نوموتی شخصیت در څخه جوړوي او په ټوله کې مو دنده، مسلک او فن ورسره مشهورېږي. خلک دنده د عزت لپاره کوي، دې کار کې عزت هم شته او شهرت هم. هم خرما او هم ثواب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب