Homeخبرونهملا حسن اخوند: د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې معیاري کمپلېکس...

ملا حسن اخوند: د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې معیاري کمپلېکس دې جوړ شي

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه) د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخوند د خپلې کابینې د غونډې پر مهال ویلي چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره دې یو معیاري کمپلېکس دې جوړ شي.

د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه د خبرو یادونه شوې، خو نور جزییات نه دي روښانه شوي.

په وروستیو کې د دغو ناروغیو د روغتون جوړولو په نوم ځینې خیریه بنسټونه د را ټولو شویو مرستو په حیف و میل تورن شوي، خو تورن شویو خیریه فعالانو او بنسټونو دا تورونه رد کړي.

د طالبانو یوه روغتیایي مقام څه موده مخکې وویل چې اوس هم د کال تر ۴۰۰ میلیونه ډالرو پورې افغانان د ځینو ناروغیو په درملنې یې، په ګاونډیو هېوادونو کې مصرفوي.

ویل کیږي چې د دغو ناروغیو یوه لویه برخه، سرطاني ناروغۍ دي.

افغانستان په دې او نورو ډېرو برخو کې لازم روغتیایي امکانات نه لري او د جمهوري نظام چارواکي په ځانګړي ډول روغتیایي برخې ته په نه پاملرنې تورن دي.

1 COMMENT

  1. که خوسی یو خیال هم وی کور مو آباد. الله مهربان ذات دی تاسی حرکت وکړی هغه به پکی برکت واچوی او هر څه به ښه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...