جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهلاوروف: مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو...

لاوروف: مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۵ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي،  هیواد یې د طالبانو حکومت په دې خاطر په رسمیت نه پېژني چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه نه مني او پراخ بنسټه اداره نه جوړوي.

 ده پر طالبانو غږ وکړ چې بشري حقونو ته د درناوی وکړی او یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

ښاغلي لاوروف دا څرګندونې پرون د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له ګډون وروسته په متحدو ایالتونو کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپورله مخې ښاغلي لاوروف زیاته کړې چې دوی له طالبانو سره په تعامل کې دي، ځکه په خبره یې طالبان عملا په افغانستان کې واک په لاس کې لري.

لاروف دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیرکابلوف دوه ورځې وړاندې وویل چې راتلونکې اوونۍ به مسکو د افغانستان په اړه د یوې امنیتي غونډې کوربه وي.

د هغه په خبره په دې غونډه کې به د روسیې، چین، ایران او پاکستان د امنیت شورا مشران د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

د روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو کابل ته خپل دیپلوماتان لیږلي او د طالبانو سیاسي استازي یې هم منلي، خو تراوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

1 COMMENT

  1. د رسمیت پېژندلو مسئله خپله د ټالبانو ستونزه ده . دوی له یوې خوا په دولتي چارو نه پوهېږي . له بلې خوا له خپلو خکو سره ستونزې لري . کله چې دوی واک ته ورسېدل ، دوی ته ټول باسواده او روڼ آندي خلک دښمنان ښکاري . یواځې په هغو خلکو باور لري ، چې د پنجاب او یا د هغو په مستعمرو کې یې دیني زده کړې کړي وي . یا ټالب ، ملا او چړي وي او یا هم له دوی سره یې په افغان وژنه او بمونو کېښودلو کې برخه اخیستي وي . ملا غایب لا همداسې غایب دی .
    د دوی له زړه نا زړه کورني سیاست نه دا معلومیږي چې دا یوه نیابتي پروژه ده، کله یې چې دنده ختمه شوه ، بیا به د خپل بادار پنجاب په لور درومي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب