که بې مطلبه دې څوک یار وي
خاورې د پښو یې ښکلوه بزرګ به وینه
ځینی یاران له مطلبي یارانو سر ټکوي. نه پوهېږم دوی ولې د «مطلبي یارانو» لفظ یادوي؟ کېدی شي چې د دوی په ذهن کې به د ملګرتیا اړیکه هسې عبث وي. که هسې عبث وي، نو دا خو د ملګرتیا د پاکې اړیکې توهین دی او که عبث نه وي، نو بیا ولې په مطلبي بللو سره ملګري ملامتوي؟
هغه کس چې خپل ملګري په مطلبيتوب ملامتوي، خپله مطلبي دی. ځکه چې دی په خپلو ملګرو کې مطلب ګوري، چې همدا مطلب یې د ملګرو لخوا پوره شوی نه دی، نو اوس په ملګرو تور پورې کوي، چې دوۍ د مطلب لپاره ملګرتیا کوي.
څوک مې د جام ملګري، څوک مې د غزل ملګري
زما په دې ښار کې بلها دې د محفل ملګري
موږ ټول ملګري د یو مطلب لپاره ملګري کړي دي. ځینې یاران مو داسې شته چې د دندې بوج یې را سپک کړی، ځینې یاران شته چې په هنري چارو کې لوړ باور ورباندې کېدی شي، په ځینو مو مړ او ژوندی ښایسته دی، ځینې یاران د ورور په نشتون کې منډه ترړه کولی شي، له ځینو سره ناسته پاسته له کتاب لوستلو کمه نه ده، ځینې ملګري د ټنشن او ستړیا په ختمولو کې ښه کار کولی شي… مطلب چې هر ملګری یو مطلب راپوره کولی شي.
اوس که یو ملګری له بل ملګري په دې خاطر ګیله وکړي چې مطلبي دی، ګیله به یې نامعقوله وي. خو که احمد، چې د محمود ملګری دی، په هغه ورځ ځان حاضر کړي چې د محمود ورته اړتیا یې وه او د اړتیا له پوره کېدو وروسته محمود، احمد هېر کړي یا چې کله د احمد اړتیا شي، محمود پلمې پیل کړي، نو بیا محمود د ګیلې حقدار دی. د دې ترڅنګ د ملګرتیا له اړیکې څخه ناسمه ګټه اخیستنه، بیا د بښلو نه ده.
لومړی باید په ځان کې دا جوهر پیدا کړو چې د لوړو او ارزښتمنو کارونه د ترسره کولو باور راباندې وشي. که په موږ کې د کومو خاصو کارونو د سرته رسولو وړتیا موجوده نه وي، نو بیا هسې عبث له ملګرو ګیلې کوو چې په نیمه لار کې یې پرېښودو. که خدای مه کړه د هېڅ کار نه وې، نو ملګری خو دې څه کوې، چې ورور او پلار به دې هم هسې چلن درسره ونکړي، د کوم چې ته تمه لري. خو یاران باید هغه یاران هم هېر نه کړي چې د یارانې خلک دي، خو په اوس کې ګڼو محرومیتونو او مجبوریتونو په مخه کړي.
۱۴۰۲/۱۱/۳