شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا پخوانی سفیر وايي، د طالبانو مخالفان باید د امریکا په...

د امریکا پخوانی سفیر وايي، د طالبانو مخالفان باید د امریکا په مرستو حساب ونه کړي

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۵ مه) په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، افغانستان د امریکا د باندني سیاست له راداره وتلی نو د طالبانو مخالفان باید د امریکا پر مرستو حساب ونه کړي.

ښاغلي نیومن ټینګار وکړ چې امریکا د افغانستان په تړاو فعال سیاست نه لري.

ده د دې خبرې د یادولو ترڅنګ، چې د جمهوریپالو او دیموکراتانو ترمنځ د نظر اختلاف به د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې بدلون رانه وړي، وویل:«په صداقت وایم چې دوی ښه انتخابونه نه لري. د دې لپاره چې د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې لکه د ملي مقاومت جبهه پیاوړې نه ښکاري او تراوسه پورې نه ده توانېدلې چې د طالبانو په وړاندې جدي پوځي ګواښ پېښ کړي.»

تېره میاشت ملګروملتو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو ځینې مخالفې وسله والې ډلې که څه هم د حملو ادعاوې ډېرې کوي خو عملاً د هغوی حملې د تېر کال پرتله خورا کمې شوي دي.

د ملګروملتو په راپور کې د داعش بریدونه د ملي مقاومت او ازادۍ جبهو پرتله ډېر ښوول شوي وو خو په مجموع کې ویل شوي وو چې د داعش بریدونه هم په ۲۰۲۳ کې د ورتېر کال پرتله خورا کم شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر ویلي چې طالبان له کوم داسې ځواک سره مخامخ نه دي چې دوی وننګوي نو د امریکا په شمول بهرني قدرتونه پر هغو ځواکونو ډېر وخت نه لګوي چې د دوی په نظر ورڅخه څه نه ترلاسه کېږي.

تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو ريیس مایکل مکال ویلي و چې د احمد مسعود په شمول د طالبانو له مخالفو مشرانو سره خبرې کوي.

نیومن وايي، امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته له یو ډول بند حالت سره مخامخ شوې او پر طالبانو د فشار وسایل نه لري.

د امریکا پخواني سفر وویل چې طالبان تراوسه پورې توانېدلي چې خپلمنځي یووالی وساتي او کورني عواید ډیر کړي نو ځان ته کوم ګواښ نه احساسوي.

3 COMMENTS

  1. دا د شيطاان اولاد اوس هم همدا غواړي چې په افغانستان کې جنګ جریان ولري او یو افغان د بل خلاف وجنګوي. اوس هم افغانان هڅوي چې د طالب وړاندې ودریږي او طالب یې ددوی خلاف جنګاوه. رښتیا هم افغانان ددې په ځای چې یو موټی شي یو او بل یې تیرباسي. جنګ ته څه اړتیا ده؟ ولې افغان د سر او پوهې کار نه اخلي ولې افغان جاهل دی؟

  2. افغانان به تر هغه وخته د سولې، نیکمرغۍ او خوشحالۍ رنګ ؤونه ويني چي انسانیت او اسلام ته رجوع ونکړي. دا څه چي اوس په افغانستان او افغانانو حاکم دي دا اسلام او انسانیت نه بلکې پاکستانۍ کفر، وحشت، حيوانيت، بربریت او فرعونیت دي.
    افغانان باید له سره اسلام او خپل وجدان او عقل رجوع وکړي او له لوی رب العزت نه افغانانو ته په دې لار کې توفیق غواړم!

  3. AFGHANS MUST BECOME UNITED/GIVE HANDS TO GETHER.
    AND BUILD OUR COUNTRY,
    AFGHANISTAN MUST CLOSE WATER/BUILD DAME AND GIVE PROGRESS TO AGRECALTURE.
    WE HAVE MINERALS,TAKE SECURITY AND GIVE CHANCE TO CHINA FOR CONSTRUCTION.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب