شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعمران خان دا ځل له مېرمنې سره محاکمه او تر ۱۰ کلونو...

عمران خان دا ځل له مېرمنې سره محاکمه او تر ۱۰ کلونو له سیاسته منع شو

تاند (چار شنبه، د دلوې ۱۱مه)د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن له خپلې مېرمنې بشرا خان سره یو ځای د فساد په تور محاکمه او دواړو ته د څوارلسو- څوارلسو کلونو د بند سزا اعلان شوه.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویلي چې سربېره پر دې د محکمې د حکم په اساس پخوانی صدراعظم د راتلونکو لسو کلونو لپاره په دولتي څوکیو له کار کولو هم بې برخې شوی دی.

دې ګوند همداراز ویلي دي چې د محکمې له حکم لنډې شېبې وروسته بشرا خان چې په بشرا بي بي مشهوره ده هم ونیوله.

عمران خان پرون د دولتي محرمو اسنادو د افشا کولو په جلا قضیه کې د یوې ځانګړې محکمې له خوا په لس کاله بند محکوم شو.

عمران خان او مېرمن یې تورن دي چې د ده د واکمنۍ پرمهال یې دولتي سوغاتونه ساتلي او پلورلي دي.

د هغه د ګوند او پلویانو لخوا یاد شوي تورونه او اعلان شوي مجازات غندل شوي او ورسره پر مخالفت ټینګار شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ په اتمه پاکستان پارلماني انتخابات لري.

1 COMMENT

  1. نو هغه به څه ملت او دولت وي ، چې حکومت مشر یې له خپل ملت نه ملي مسایل او رازونه پټ کړي؟
    کوم صدراعظم چې انتخابي او د ملت په رایو واک ته رسېدلی وي ، باید له خپل ملت نه کوم شی او راز پټ نه کړي . له خپل ملت نه مهم پټ کړل شوي رازونه که کوم وخت رسوا شول ، د ټول تاریخ مختوري او ملامت به وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب