شنبه, مې 4, 2024
Home+ښځه او مظلومیت | خالد انسان

ښځه او مظلومیت | خالد انسان

یو چا راته وویل چې مولانا صېب وحیدالدین صېب دا خبره کړې، چې دا خبره سمه نه ده چې ښځه د تاریخ په اوږدو کې د نر له خوا ځپل شوې، ظلم پرې شوی او له خپلو حقوقو محرومه شوې. بلکې دا باید وویل شي چې زورور هر وخت په کمزوري ظلم کړی، چې ماشومان، کمزوري لویان او ښځې ورشاملیږي.
دا خبره که څه هم په سرسري لیدو سمه ښکاري خو د واقعیت پوره بیان نه کوي. ښځه که دغسې شي نو په دوه حوزو کې د ظلم او کړاو سره مخامخ شوې: یو له دې امله چې ښځه ده او دویم دا چې د محرومیت له کبله کمزورې او ناتوانه ده. په دې سترګې پټول چې ګوندې ښځه د نر له خوا د هغې د ښځمنتوب له امله نه؛ بلکې کمزورې وجود له کبله محرومه او ځپل شوې؛ لوی ظلم دی. تاسو وګورئ، چې زمونږ په ټولنه کې له ماشوم سره، چې کمزوری دی، هم سخت ناوړه چلند کېږي. خو که ځیر شئ نو وبه وینئ چې آن په هاغه ماشومتوب کې د وړکي او جلکۍ تر منځ توپیریز چلند کېږي. په نارینه ماشوم پیدا کېدو خوښي څرګندوي، ښوونځي ته یې لیږي، نازونه ورکوي او برعکس ښځینه ماشوم بیا له دې یاد کړیو شیانو څخه محروم دی.

3 COMMENTS

  1. خالد ورور ته دی وویل سی چی:
    ۱ – په لیکنه کی د یو بل چا نقلِ قول باید په ” قوس ” کی قید سی څو لوستونکی په آسانه د لیکونکی قول او منقول کس قول سره تشخیص کړای سی.
    ۲ – د ښځی د وجود او څرنګوالی په هکله بحث یو ژور او پراخ بحث دی.
    الف: په ځینو تاریخی پړاوونو کی د ښځی د ” انسانیت ” څخه انکار سوی دی.
    ب: په ځینو تاریخی پړاوونو او ټولنو کی د ښځی د ” ښځیتوب ” څخه انکار سوی دی.
    په لومړی مورد کی نر د ښځی د مظلومیت باعث او لامل دی
    په دوهم مورد کی تر ډیره حده خپله ښځه د خپل اصیل ښځیتوب د جوهر څخه منکره سویده ( غربی یاغی فیمینیزم ) .
    زموږ غوندی ټولنه کی د عامی بیسوادی او عمومی جهالت له وجی ښځه د خپلو طبیعی – مدنی – شریعی حقوقو څخه محرومه سویده ( د انسانیت او ښځیتوب د مقام تر منځ ځورنده پاتی ده ) .
    او
    په مغرب زمین کی ښځی ته مدنی حقوق ور کړه سوی دی خو د ځینو ښځینه افکارو لخوا د ” فطرت ” سره ډغری تر سترګو کیږی خو سره لدی غربی ښځی دا واقعیت منلی دی چی د هر ډول آزادی او خپلواکی او دولتی هراړخیز ملاتړ سره سره د ښځی توان د نر تر توان محدود دی.
    بله خبره دا ده چی زموږ د وطن ډیر وګړی پدی عقیده دی چی مثلاً یوازی زموږ د وطن وګړی د زوی په درلودلو د خوښی او رضائیت احساس کوی ( چی البته دا کیسه هم ځانته ډیر توجیه منونکی دلائل لری ) خو لدی ټکی خبر نه دی چی د ټولی نړی خلک د زوی په درلودلو د خوښی احساس کوی البته دا به ددی معنا ونلری چی ګواکی د لور د درلودلو په وړاندی بی تفاوته دی. لور ځانته بیل فضیلت او خوند لری او زوی بیل فضیلت او خوند.
    زموږ ګران لیکونکی او اجتماعی – مذهبی – فرهنګی مبلغین باید هڅه وکړی چی ځوان نسل ته نوی نوی د اُمید او تشویق واکسین ور تزریق کړی نه دا چی د “پرون ” ورځی د ناښکلو افکارو په فضاء کی ئی تم کړی.

  2. دا ځينې کسان چې د لیکلو استعداد نلري نو چنګک اچولو کې هی بلا وي. غلام حضرت د دغو کسانو نه یو دی. غلام حضرت خان نیوکه کوي چې د مولانا خبرې ولې قوس کې قید شوې نه دي. غلام حضرت خانه د مولانا او د لیکوال خبرې سره بیخي جدا دي. ته بس هسې پکې راغورځېدلې يې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب