شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو ګل آغا شېرزی له سېلونو ژغورلی

طالبانو ګل آغا شېرزی له سېلونو ژغورلی

تاند (چارشنبه، د دلوې ۱۱مه) د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم ځایي چارواکو ویلي، چې د پرځېدلي جمهوري نظام یو مهم چارواکی ګل آغا شېرزی یې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې له سېلونو ژغورلی.

د کندهار لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند مولوي اسد الله جمشېد ویلي: « ګل آغا شېرزی د ډنډ ولسوالۍ د روح اباد د ډورۍ په مانده کې د  خپل یو عراده موټر او درو نورو کسانو سره هغه مهال د امنیتي ځواکونو له خوا وژغورل شو، چې سېلابي اوبو حصار کړی وو.«

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي

ګل آغا شېرزي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالب چارواکو د نوموړي او ورسره ملګرو کسانو عکسونه خپاره کړي چې په سېلابي اوبو کې یې ایسار ښيي.

شېرزی د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ څخه په مخکې تنظیمي واکمنۍ کې د کندهار والي و، چې د طالبانو د رژیم په نسکورولو کې یې هم مهم رول درلود او په جنوبي ولایتونو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر څنګ یې د طالبانو خلاف د امریکا په همکارۍ وسله وال فعالیت کاوه.

هغه د طالبانو له لومړي سقوط وروسته د کندهار والي، بیا د ښار جوړونې وزیر، د ننګرهار والي او په وروستیو کلونو کې د قومونو او قبایلو وزیر په توګه دندې ترسره کړې.

شېرزی د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په افغانستان کې پاتې شو او له طالبانو څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

4 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب