سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد دوحې غونډې په اړه کرزي سره د فریدون اوغلو لیدنه

د دوحې غونډې په اړه کرزي سره د فریدون اوغلو لیدنه

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو نن له پخواني ولسمسشر حامد کرزي سره لیدلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې لیدنې پر مهال یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په تړاو د اوغلو راپور« واقع بینانه» ګڼلی.

هغه دغه راز ویلي، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په تړاو د روانې میلادي میاشتې کېدونکې غونډه د دغې ارزونې د پایلو لپاره مهمه ده.

حامد کرزي هیله ښودلې چې د دغې ناستې ګډونوال به د افغانستان د «روښانه راتلونکي» لپاره ګامونه واخلي.

هغه نه ده روښانه کړې، چې د دغه ډول راتلونکي لپاره یې په مشخص ډول د کومو ګامونو غوښتنه کړې ده.

د دوحې غونډې له نژدې کېدو سره، فریدون اوغلو کابل ته راغلی څو د دغې غونډې لپاره د طالبانو د استازو له ورتلو ډاډمن شي.

طالب چارواکي په دې اړه اعتراضونه لري، چې لا یې ملګري ملتونه په پخلاېنې نه دي توانېدلي.

د لاندې لېنکونو له کېکاږلو سره په دې تړاو بشپړ معلومات ترلاسه کولای شئ:

د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ټاکلو د فریدون اوغلو ننګه او په دې اړه یې توضیحات – تاند (taand.net)

د دوحې ناستې له ګډونوالو د حامد کرزي غوښتنه – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. کرزی افغان ملت ته کوم حیثیت نلری منافق کرزی د غلو او چپاولګرو چمچه ده او په داسې منافق انسان باور کول افغانستان بیا کندی ته ټیل وهل دې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب