Homeخبرونهمتقي: دوحې ناستې ته مثبت نظر لرو، خو معنا داره ګډون پکې...

متقي: دوحې ناستې ته مثبت نظر لرو، خو معنا داره ګډون پکې غواړو

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نکلاسن سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د دوحې ناستې ته دوی په ټولیز ډول په مثبت نظر ګوري، خو معنا داره ګډون پکې غواړي.

متقي نه دي ویلي، چې له « معنا داره» ګډون څخه یې په مشخص ډول هدف څه شی دی؟

مخکې هغه او نورو طالب چارواکو له دغې ناستې مخکې، یا یې په پایله کې د افغانستان د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو له پلان سره مخالفت ښودلی و.

د ملا متقي دفتر ویلي، چې هغه د « معنا داره» ګډون خبره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي د غوښتنې په ځواب کې کړې ده.

سرچینه دا هم لیکي: په دې کتنې کې، د افغانستان په اړه په وروستيو کې د لندن ناستې، تېره اوونۍ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تر سره شوې د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې، په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هيوادونو او سازمانونو د استازو د راتلونکې ناستې، د اروپايي ټولنې له خوا د نيمه پرمختيايي مرستو، په اروپا کې مېشتو افغانانو له پاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

ویل شوي، چې اروپایي استازي کابل کې د سیمه ییزې همکارۍ د ابتکار په نوم ناسته بریالۍ ګڼلې او طالب وزیر ته یې مبارکي ویلې او طالب وزیر د سیمې په ګډون ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ټینګار کړی.

د دوحې غونډې له نژدې کېدو سره، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون اوغلو هم کابل ته راغلی څو د دغې غونډې لپاره د طالبانو د استازو له ورتلو ډاډمن شي.

طالب چارواکي په دې اړه اعتراضونه لري، چې لا یې ملګري ملتونه په پخلاېنې نه دي توانېدلي.

د لاندې لېنکونو له کېکاږلو سره په دې تړاو بشپړ معلومات ترلاسه کولای شئ:

د دوحې غونډې په اړه کرزي سره د فریدون اوغلو لیدنه – تاند (taand.net)

د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ټاکلو د فریدون اوغلو ننګه او په دې اړه یې توضیحات – تاند (taand.net)

د دوحې ناستې له ګډونوالو د حامد کرزي غوښتنه – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. په سیاسی علومو کې مثبت معنې لرونکی مفهوم او پراګماتیک عملکرد دی دافغان ولس په خاطر ددوحی ناسته وخت ، اهمېت او رسالت جدی رعایت کړی بېا دا وخت نه را ځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...