جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین له ۶۶ ورځې بنده وروسته خوشي شو

منظور پښتین له ۶۶ ورځې بنده وروسته خوشي شو

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۹ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ کرزماتیک مشر منظور پښتین په پنجاب کې له ۶۶ ورځې بنده وروسته تېره شپه خوشي شو.

منظور پښتین په نامعلومو تورونو د پنجاب ایالت په اټک زندان کې بندي و.

ښاغلی پښتین له راخوشي کېدو وروسته د خپلو ګڼ شمېر پلویانو له هرکلي سره مخامخ شو.

ده خپلو خواخوږو ته په وینا کې وویل:«دوی یوه خبره کوله چې دا پنجاب دی خو زه به یوه ورځ ورته وښیم چې دا پښتونخوا ده.»

ده پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې باید (پښتانه) هم د هغوی (پنجابي پوځیانوّ په وړاندې منظم شي.

ده پر خپلو خلکو غږ وکړ چې کلي په کلي ورسره وګرځي او که له دیر تر چمنه پورې ټول پښتانه منظم شي، څوک یې مخه نه شي نیولی او انقلاب به بري ته رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب