پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه بلوچستان کې په دوو چاودنو کې ۲۲ تنه وژل شوي او...

په بلوچستان کې په دوو چاودنو کې ۲۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) په پاکستان کې د عامو انتخاباتو په درشل کې نن په نارام بلوچستان ایالت کې په دوو چاودنو کې لږترلږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.

لومړۍ چاودنه په پښتني سیمه پښین کې د یوه خپلواک کاندید د دفتر مخته وشوه چې ۱۴ تنه پکې ووژل شول.

دوهمه چاودنه په یوه بله پښتني سیمه، کلاسیف الله کې وشوه چې له کبله یې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي دي.

په دواړو چاودنو کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.

د ځینو راپورونو له مخې، په پښین کې ۲۵ تنه ټپیان شوي او څو موټرونه سوځېدلي دي.

په وروستیو ورځو کې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې پر ګڼو کاندیدانو، انتخاباتي کمپاینونو او د کمپاینرانو پر دفترونو د نامعلومو وسله والو له لوري بمي بریدونه شوي چې له کبله یې څو کاندیدان او لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوی یا ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب