دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکاظمي قمي وايي، که اړتیا وه طالبان به غزې ته «استشهادیان» ولیږي

کاظمي قمي وايي، که اړتیا وه طالبان به غزې ته «استشهادیان» ولیږي

تاند (چهارشنبې، د دلوې ۱۸ مه) د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قُمي وايي چې افغانستان د مقاومت د محور برخه دی او که اړتیا وي، د غزې د ملاتړ لپاره به استشهادي ځواکونه ولیږي.

ده دا خبره په ایران کې له (افق) دولتي شبکې سره په مرکه کې وکړه.

قُمي په دې مرکه کې، چې پرون (سې شنبې) خپره شوه، وویل:«که څه هم افغانستان له غزې لېرې دی، خو که لازمه وي، له دې هیواده به تر یوې قول اردو زیات استشهادیان د غزې ملاتړ ته لاړ شي.»

ده ونه ویل چې په کوم اساس وايي چې له افغانستانه به انتحاریان د غزې د ملاتړ لپاره لاړ شي.

که څه هم طالبانو تر دې دمه د ښاغلي قمي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو هغوی تر دې وړاندې د غزې یا په کوم بل جنګ کې د ګډون په اړه هم څه نه دي ویلي او بلکې ټینګار یې کړی چې له افغانستانه به بل هیڅ هیواد ته خطر پېښ نه شي.

خو ښاغلي قُمي وویل:«څه چې موږ وینو، افغانستان د مقاومت د محور یوه برخه دی.»

ایراني چارواکي د امریکا او لوېدیځ مخالفو ډلو ته د مقاومت محور وايي.

4 COMMENTS

  1. ولی تاسی منافقین انتحاریان نه لیږی ولی تاسو غیرت نه لری یا مسلمانان نه یاست دا دمنافقت خبره بیا تکرار نکړی تاسو د افغانستان استازی نه یاست چې د افغانستان په باره کښی نامعقوله خبری کوی

  2. دِ قمی خبره،تر یوی قول اردو زیات کسان؛ کاملاٙٙ د تحقیر ،دجهالت ټاپه او د اسلام هغه ډول ښودنه
    افاده کوی چی د ښه ژوند مفکوره او سالم فهم نلری او بل دا چی همداسی مخلوقات هم موږ اداره او
    کارولی شو ،خو په هر صورت فکر نه کوم چی دوی طالبانو ته هغه تکنالوجی وروښیی کومه چي حزب الله ،حوثیانو او یا فاطمیون ته ورښودلی.
    ڼن د ساینس او تکنالوجی عصر دی نه دِ انتحاری .
    که مکاتب او پوهنتونونه تړلی پاتی شی ، انتحاری ،وحشت او درندګی ته زمینه خپله برابریږی؛یو ژوندی مثال یی هغه ټوپکوال دی چي بده ژبه ، کُتک کارول د انسان په وړاندی ،د داړونکو تمثیل او
    نورو ته سپک کتل او ځانته خوړل او انحصار دی ،دا ټول نه یواځي غیر اسلامی خصوصیات بلکی انسانیت نفی کوی یا د بهیمی خواصو غلبه پر انسانیت ښیی یا سقوط د انسانیت افاده کوی.
    نو دا ډول توصیف ،تشجیع او افتخارات ؛دوستانه، نه بلکی تحقیری اړخ یی قوی دی .

  3. پخوا به پاکستان استشهاد ته هڅولو اوس ایران غواړي چې حورو او غلمانو ته خان ورسوو. په ګم عقلو هر څوک لوبې کوي. افسوس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب