پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهسینیرلي اوغلو: نړیوال بانک په افغانستان کې نیمګړې پروژې بیا پیلوي

سینیرلي اوغلو: نړیوال بانک په افغانستان کې نیمګړې پروژې بیا پیلوي

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي همږغوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د طالبانو حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په زغرده وویل چې هیڅوک د «اسلامي امارت» د پرزولو په لټه کې نه دي بلکې ټول غواړي چې له کابل سره په ارتباط کې وي.

ښاغلي سینیرلي اوغلو دا خبره په کابل کې له مولوي کبیر سره په کتنه کې وکړه، ویې ویل، نړیواله ټولنه له طالبانو سره تعامل غواړي خو «ځینې نړیوال کنوانسینونه او قوانین شته چې اسلامي امارت باید ورته ژمن وي، افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی، ځکه چې د افغانستان امنیت د سیمې د امنیت او ثبات په معنا دی.»

سینیرلي اوغلو طالبان د دوحې په کنفرانس کې ګډون کولو ته وهڅول، ویې ویل«په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې مثبت بدلونونه راشي.»

ټاکل شوې ده چې د روانې فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګروملتو تر سیوري لاندې د افغانستان کنفرانس جوړ شي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې کنفرانس کې د ګډون کولو یا نه کولو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي همږغوونکي له مولوي کبیر سره په خبرو کې یادونه وکړه چې نړیوال بانک په نژدې راتلونکې کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي او په هغې کې د افغانستان د بانکې سیکتور د ودې، د بندیزونو د پای ته رسیدو او په افغانستان کې پر نیمګړو پروژو د بیرته کار پیلېدو په اړه خبرې کېږي.

مولوي کبیر، سینیرلي اوغلو ته وویل چې د ملګروملتو امنیت شورا ته د ده د وروستي راپور ډېره برخه تاییدوي خو د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي له ګومارلو سره موافق نه دی.

کبیر همداراز وویل چې د نړیوال بانک له لوري پر نیمه کاره پروژو د بیا کار پیلېدو هرکلی کوي او هیله لري چې د دوحې په کنفرانس کې د افغانستان پر بانکي سیستم لګېدلي بندیزونه لېري شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب