یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+افغانستان، طالبان او نړیواله ټولنه| هاشم مهمند

افغانستان، طالبان او نړیواله ټولنه| هاشم مهمند

 د ۲۰۲۱ عیسوي کال د آګست میاشتې پر پنځلسمه طالبان د امریکایانو سره تر اتلسو میاشتو مذاکراتو وروسته او د یوې هراړخیرې موافقې په نتیجه کې چه د قطر هېواد په دوحه ښار کې منځ ته راغله، پرته له دې چه یو ټک هم وشي، جمهوری نظام ړنګ او خپله په مسالمت آمېزه توګه د دوهم ځل دپاره د افغانستان پر مقدراتو حاکم شول. د دې موافقې چې د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه د طالبانو او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ لاسلیک شوه، اصلي جزئیات او ضمایم تر اوسه پټ ساتل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو ناببره واکمنېدو، د تېر جمهوري نظام حکومتي مشران، د تېر نظام په دننه کې د حکومت مخالفین او په مجموع کې ټول افغان ولس هک حیران کړل او حتی د بهرنیانو د تعجب او حیرانتیا باعث وګرځېده.

حکومتي چارواکي د رئیس جمهور او د هغه د مرستیالانو او د کابینې د غړیو په شمول، همدا شان د جهادي تنظیمونو مشران او قوماندانان، د هغو زورواکو په ګډون چه په تېرو شلو کلونو کې یې په لوی اداري فساد، غصب او د ملي شتمنیو په چور او تالان کې لاس درلود، د سختې وارخطایۍ او سراسیمه ګۍ په حالت کې په ډېره بیړه او تلوار ځانونه د کابل هوایي ډګر ته ورسول او دوبۍ، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته وتښتېدل. ځینې بیا په ډېره بیړه د ځمکې له لارې ازبکستان، تاجکستان، ایران او پاکستان ته واوښتل.

د امریکایانو سره د دې موافقې په درشل کې آوازې خپرې وې، چه ګواکې د طالبانو په چلند او سلوک کې لوی تغییر راغلی او دا نور هغه د دېرشو کالو پخوا طالبان نه دي، خو هېچا پر دې خبرو باور نه کاوه. د خلکو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د کلونو تجربې له یاده نه وې وتلې، د چه د ټولو وزارتونو مېزونه، چوکۍ او آلمارۍ یې په بخاریو کې وسوځول، د پوهنتون او ښوونځیو دروازې یې وتړلې او د بامیان د بتانو په شمول یې ډېرې تاریخي آبدې او یادګارونه له منځه یووړل. پر ښځو یې د کار او پر نجونو یې د تعلیم دروازې وتړلې.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې ټوله توجه د خلکو ږیرو اود ښځو جامو او د بوټونو ټکهاري ته وه. هغه وخت هر طالب ځان د حضرت عمر(رض) په رول کې ګاڼه او فکر یې کاوه، چه په نړۍ کې یوازني ښه او پوه مسلمانان دوی دي. د ورځې په زرهاوو وطنوال د ښارونو په کوڅو کې د ځوانو طالبانو د خشونت او زور-زیاتیو په نتیجه کې بې عزته کېدل. چا ټلویزیون په کور کې نه شو ساتلی او عکسونه هم حرام ګڼل شوي وو.

 همدا وجه وه چه د افغانستان د ښارونو اوسېدونکو په خاصه توګه د طالبانو د بیا واکمنیدو څخه بېره درلوده. اوس هم یو زیات شمېر افغانان طالبانو ته د یوې غیرمتمدنې، وروسته پاتې او خشنې ډلې په سترګه ګوري، چه هېڅ ډیمکراتیک ارزښت او د خلکو مدني حقوقو ته درناوی او احترام نه لري.

خو دا وار د ټولو شیانو سربېره د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې یو لړ داسې مثبت کارونه تر سره شول چه چا یې فکر هم نه شوای کولای.

واقعیت دا دی چه په هېواد کې د نفاق او تفرقې د خپرولو او د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د له منځه وړلو د پاره د ځینو معلوم­الحاله کړیو له لوري حتی د داوود خان د جمهوریت په دوره کې او بیا په خاصه توګه د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په کلونو کې په علني توګه هلې ځلې پیل شوې. تر دې مخکې دا ډول ملي ضد فکرونه او فعالیتونه تر ډېره حده په مرموزه توګه د ځینو سیاسي ډلو په افکارو او چلند کې څرګندېدل؛ خو نن سبا دغو ډلو په ډېره سپین سترګۍ د افغانانو تاریخي لاس­ته راوړنې، تاریخي ویاړونه، افغاني هویت، د افغانستان نوم، په هېواد کې د اکثریت او اقلیت حقوق او امتیازات او ډېر نور تر پوښتنې لاندې راوستل. ځینې نور یې بیا په تېرو شلو کلونو کې د اسلام او جهاد تر شعار لاندې د افغانستان د مادي او معنوي بنسټونو او زېربناوو په تخریبولو کې دومره پر مخ لاړل چه افغانستان یې حقیقتاً د ړنګېدو او فزیکي نابودۍ د خطر سره مخامخ کړی و. په دغسې یو حالت کې طالبان بېرته د افغانستان پر سرنوشت حاکمان شول.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو لویه لاس­ته راوړنه دا وه چه په هېواد کې یې د جهادي قوماندانانو او واکمنانو او د محلي زورواکانو، لنډغرانو او بې بند و بارو وسله والو قدرت ختم او د دوی د وسلو زېرمې یې تصفیه کړې. د ځینو منابعو له قوله یواځې په پنجشېر کې د درېیو یا څلورو قول اردوګانو د احتیاج په اندازه وسلې او مهمات لاس ته راغلل چه تصفیه کول او د هېواد نورو برخو ته د هغو انتقال څو میاشتې دوام وموند. همدا شان د زورواکانو تر نفوذ او کنټرول لاندې سیمې یې د مرکزي دولت تر حاکمیت لاندې راوستلې.

 افغان لیکوال ډاکټر نور احمد خالدي د دعوت مجلې د خپروونکي ښاغلي طارق بزګر سره په یوه مرکه کې په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د تېرو دوو کلونو لاس­ته راوړنې په تفصیل تشریح کړي دي، چه زه یې محتوی په لنډه توګه وړاندې کوم:

«په ښارونو کې د زورواکو له خوا د دولتي مځکو او شتمنیو د پلور او غصب مخنیوی؛ په دولتي ارګانونو کې د پراخ اداري، اخلاقي او مالي فساد مخنیوی؛ په دولت کې د دولت ضد د داسې عناصرو د موجودیت (ګلمرجان) مخنیوی، چه د واکمن دولت د هر مثبت کار او فعالیت خنډ کېدل؛ خلاصه طالبانو د خپلې واکمنۍ په دې دوره کې د هر ډول انارشۍ او بې بند و بارۍ مخنیوی وکړ.»

 طالبانو همداشان په تېرو دوه نیمو کلونو کې د یو لړ ملي او بنسټیزو پروژو کار ته چه مخکني حکومت پیل کړې وې، دوام ورکړ. په دې کې د قوش تیپې د اوبو لګولو پروژه، د سالنګ د لویې لارې بیا رغول، د کابل- کندهار د لویې لارې بیا رغول، د کابل په ده سبز کې د نوي کابل د پروژې د کار پیل او همداسې په هېواد کې د اوبو او برېښنا د بندونو، د اوسپنې پټلیو او یو لړ نورو زېربنایي پروژو پیل د یادولو وړ دي.

خو د ښاغلي ډاکټر خالدي او ډېرو نورو د نظر خاوندانو په باور، د طالبانو په بیا حاکمېدو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی دی، د کورنيو تولیداتو کچه لږه شوې، په زرهاو کسان بېکاره شوي، نرخونه لوړ ختلي او د هېواد د نفوس نیمه برخه د لوږې او قحطۍ له خطر سره مخامخ شوي دي .

د دغو کارپوهانو په باور:

«طالبان د اسلامي شریعت څخه یو خاص تعبیر لري، چه ډېر متحجر او غیر عقلاني دی. دوی د ولس مدني حقوق په خاصه توګه د ښځو حقوق محدود کړي، اساسي قانون او نور قوانین یې بې اعتباره کړي او خلک یې د هېواد په چارو کې د رول لوبولو څخه بې برخې کري دي. طالبانو علاوه پر دې فرهنګي او هنري فعالیتونه لکه موسیقي، سینما، تیاتر او ډېر نور منع او د هېواد د ملي بیرغ پر ځای یې خپل سپین بیرغ پورته کړی دی.»

په اوسني عصر کې قانون، د خلکو حقوق او مکلفیتونه او د هېواد په اداره کې د دولت وظایف ټاکي. د قانون د موجودیت بغیر، هېڅ شی د منلو وړ نه دي. اما په طالباني نظام کې د قانون حکومت ځای نه لري.

نن سبا ټول قدرت د ټولنې د یو قشر یعنې ملایانو په لاس کې دی او نور قشرونه د سیاست کولو او د دولت په چارو کې د رول لوبولو څخه محروم دي. دغه حالت، ملي ضد ډلو ته د دې فرصت برابر کړی چه د هېواد د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او د ولس د ملي یووالي پر ضد تبلیغات پیل کړي او د بهرنیو دښمنانو په مرسته خپلې ملي ضد دسیسې پلې او د «خراسان» او «هزارستان» بیرغونه اوچت کړي.

د طالبانو د اسلامي امارت لویه ستونزه دا ده چه په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې نه د هېواد په دننه کې مشروعیت تر لاسه کړ او نه هم نړیوالې ټولنې دا نظام په رسمیت و پېژاند.

افغانستان کې دولتونه او د هغه مشران په عنعنوي توګه خپل مشروعیت د لویې جرګې له لارې تر لاسه کوي، چه په هغه کې د حکومت استازي، د ملي شورا غړي او د سترې محکمې قاضیان، د پوهنتونونو استادان، د اردو لوړ-پوړي جنرالان، د ښځو او ځوانانو د سازمانونو، د قومي او مذهبي اقلیتونو او روحانیونو استازي برخه اخلي؛ خو طالبان د افغانستان او افغانانو دې تاریخي او عنعنوي جرګې ته درناوی نه لري.

تر اوسه طالبانو د دولتي کارونو د ښه تنظیم او د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د تصمیم نیولو دپاره د قیادت شورا یا کومې بلې شورا د جوړېدو اعلان نه دی کړی او ټولې مهمې پرېکړې بې له دې چه د وزیرانو د مجلس خوا تصویب شي، د دوی د امیرالمومنین په فرمان عملي کېږي.

 د امیرالمومنین اصطلاح چه معنی یې د نړۍ د ټولو مسلمانانو یا مومنانو واکمن دی، د اسلامي حاکمیت په پیل کې د خلفای راشدین لقب و. ځینو اموي او عباسي خلیفه ګانو او وروسته ځینو نورو اسلامي سلاطینو په خاصه توګه عثماني پاچاهانو هم د ځانونو دپاره همدغه لقب غوره کړی و.

په تېره پېړۍ کې د مصر پاچا، د سعودي عربستان پاچا، په پاکستان کې جنرال ضیاءالحق او په ایران کې د اسلامي انقلاب مشرانو هم هڅه وکړه، ځانونه د ټولې نړۍ د مسلمانانو امیر یا واکمن وبولي، خو روزګار ورسره مرسته و نه کړه.

افغانستان کې واکمنو ملایانو د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې په یوه لویه غونډه کې چه په کابل کې جوړه شوې وه، ظاهراً د ملا هبة الله آخندزاده سره د امیرالمومنین په صفت بیعت و کړ. خو تر پایه معلومه نه شوه چې هغې غونډې ته غړي څنګه معرفي شول او دوی څوک وو.

 د طالبانو په سیاسي نظام کې امیرالمومنین یو مشخص او تلپاتی مقام نه دی. امیرالمومنین هبة  الله اخندزاده په تېرو دوه نیمو کلونو کې د خلکو په وړاندې نه دی ظاهر شوی. حتی د کابل په لویه غونډه کې چا د ده مخ و نه شوای لیدلای. هرڅه یې په پټو او څادر کې پټ وو . همدا شان ده په تېرو دوه نیمو کلونو کې په هېڅ اختر یا د جمعې په لمانځه یا د خپلواکۍ په جشن کې په عامه څرګند شوی نه دی.

 د ده د استوګنې دایمي ځای کندهار دی او د فرمانونو د خپرولو له لارې چارې پر مخ وړي او هېچا ته مسوول نه دی. پاکستاني رسنیو د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیمايي کې خبر ورکړ چه د طالبانو امیرالمومنین د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن سره چه افغانستان ته په سفر تللی و، په کندهار کې کتلي دي.

دا لومړی خارجي مېلمه و چه ده ورسره په روان میلادي کال کې وکتل. ملا هبة الله آخندزاده تر دې مخکې د ۲۰۲۳م کال د مې میاشتې پر ۱۲مه، د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په پټه په کندهار کې کتلي وو.

د طالبانو امیرالمومنین خپل اوامر او فرمانونه د یو محدود شمېر خلکو په مرسته چه د ده پر شا و خوا راټول شوي دي، خپروي. دا ټول ډېر محافظه کاره د عصر او زمانې د ایجاباتو څخه بې خبره خلک دي، چې تر اوسه یې څوک بشپړ پېژني هم نه.

 دوی نړیوالو کنوانسیونونو (conventions) او د نړیوالې ټولنې موافقو ته لکه د بشري حقونو او آزادیو رعایت چه د افغانستان په شمول د نړۍ اکثرو هېوادونو لاسلیک کړي دي، اعتنا نه کوي. د تعلیم او د کار کولو د حق څخه د افغان نجونو او ښځو محرومول یې یو ښه مثال دی، چه هم د اسلامي اصولو سره او هم د نړیوالې ټولنې د حقوقي پرنسیپونو او غوښتنو سره په ټکر کې دي.

 د اسلام د تاریخ په هېڅ پړاو کې هېڅ هېواد دا ډول پرېکړه نه ده کړې او نه هم نن د نړۍ په ۵۳ اسلامي هېوادونو کې داسې کوم هېواد شته چه نجونې په دې ډول د تعلیم او ښځې یې د کار کولو څخه منع کړي وي. د ښځو د داسې خلاف دریځ علت د ځینو افغانانو په کلیوالي ذهنیت او د یو شمېر په جهالت کې دی.

د افغانستان د ولس ډېر لوی اکثریت د دې ظالمانه پرېکړې د لغوه کېدو غوښتونکی دی؛ همدا شان یو زیات شمېر طالب چارواکو هم په خپلو مرکو کې د نجونو د دې حق څخه دفاع کړې ده او هیله یې څرګنده کړې ده چه په دې برخه کې ډېر ژر اقدام وشي، دوه نیم کاله واوښتل خو اقدام ونه شو.

د تېرو څلوېښتو کلونو تجربو وښوده، چه په سیاست کې بېځایه لجاجت خراب عواقب لري. د ښځو د تعلیم او کار پر ضد د طالبانو د چلند یوه نتیجه دا ده چه تر اوسه هېڅ یو هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د نړۍ د مرستو لارې بندې دي، چه زیان یې ولس ته رسېږي. نور به یې د خدای څخه خیر غواړو.

پای

13 COMMENTS

  1. کاش لږه نوره هم اوږده وای، له لوستلو مې یې خوند واخیست. مننه کوم. هسې هم موږ له محدودیتونو سره مخامخ یو دلته څه نه شو ویلی. ستاسو له واقعیت ډکې لیکنې زموږ زړه هم خالي کوي.

  2. طالبان وايي بېړنۍ مرستې پر افغانستان د رادبره شوي بشري ناورین لپاره اغېزمنه چاره نه ده او نړیواله ټولنه باید دغه هېواد کې د اوږد مهالو اقتصادي پروژو لپاره کار وکړي.

    د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بشري مرستو له ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې دا هم وویل چې د طالبانو حکومت به د مرستو د وېش پر مهال د روڼوالي لپاره له دې بهیر سره مرسته وکړي.

    د نړیوالو مرستندویانو او طالب چارواکو غونډې ته وینا کې د طالبانو د ریاست الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، اوږدمهاله پروژې کولی شي، د افغانستان بیوزلۍ او مخ پر ځوړ اقتصادي حالت په کابو کولو کې مرسته وکړي.

  3. ښه لیکنه وه ښاغلی هاشم مهمند صیب الله ج دیی آجرونه درکړی.
    د ښاغلی انجنیر محمدداوود اڅک | ستره لوبه پېچلې سوه: ژوره او غوره لیکنه می په همدی صفحه کی ولیدله.
    د ښاغلی عبدالوحید وحید کور دیی ودان وی هغه هم تل د وطن د ستونزو لپاره غوره لیکنی کوی.
    همداسی نور محترم مشران او لیکوالان: خو:

    زما سوال، پوښتنه او تشویش دادی. چه آیا داسی څوک(سیاستوال، عالم، مشر او کشر) چه د افغانستان د دغه ټولو ستونزو د حل په باره کی یوه لیکنه وکړی؟ چه:
    کوم نظام د اوس لپاره؟ کوم تنظیم، ګوند یا بی ګونده خلک په واک کی شی؟ داسی پوهه شخص او یا ډله شته چه افغانستان د دغه حالته راوباسی؟او نور…….. کوم بل بدیل؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

    خلقیان او پرچمیان د افغانستان په سنتي ټولنه او کلتور نه پوهیدل؟ تنظیمونه او مشران یی په خپل مینځی جګړو اخته وه؟ د ښاغلی کرزی او اشرف غنی خکومت د زورواکانو، فاسدانو، وطن پلورونکو او افغان منکر خلکو څخه ډک وه؟ د طالیبانو حکومت د انجونو زده کړی، مسلکی خلکو ته لوړی چوکۍ نه ورکول، او مشر یی په عام محضر کی خپلو خلکو او وطنوالو ته نه ښکاره کیږي؟ …..

    اخر افغانان باید څه وکړی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  4. د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې مشر، فليپو ګراندي د سه شنبې په ورځ له اسوشتید پریس سره په یوه مرکه کې وويل چې نړۍ له يو ستونزمن انتخاب سره مخ ده.

    د اسوشتید پریس په حواله، هغه وویل اړتیا ده چې د هغو خطرونو مقایسه وشي چې کیدای شي افغانستان د تاوتریخوالي او ګډوډيو لور ته بوځي.

    ګراندي وويل چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ثبات ساتني له پاره د هڅو او هغو سیاسی ملاحظاتو ترمنځ چې دغه هڅې ممکن د طالبانو له حکومت څخه د ملاتړ په مفهوم وي، یو عملي توازن برقراره کړي.

    طالبانو د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان حکومت چې د متحده ایالاتو د ملاتړ څخه برخمن وو، د اګست پر ۱۵مه نسکور کړ، خو اوس دغه ډله د خپل سرپرست حکومت د معرفي کولو له کبله د نړیوالو مخالفتونو سره مخ ده.

    د طالبانو په کابینه کې د طالبانو د ژمنو خلاف چې ويلي يې ول دوی به يو ټول شموله حکومت جوړوي، ټول د خپل تحريک اړوند کسان دي.

    په دې حساب د نړۍ هیوادونو ويلي دي چې دوی به د افغانستان د نوو حاکمانو حکومت تر هغه وخته په رسميت ونه پيژني چې يو په ټوله معنی ټولشموله او سوله ایز حکومت يې نه وي رامنځ ته کړی.

    د افغانستان د اقتصاد د پاشل کيدو مخنیوي مهم دی

    ګراندي ټينګار وکړ چې اوس په فوري توګه يوه داسې سازش ته اړتیا ده چې له مخې يې په افغانستان کې د اقتصادي پاشل کیدو مخنیوي وشي کوم چې کېدای شي په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي، ګډوډيو او د لا پراخو مهاجرتونو سبب ګرځيدای شي.

    هغه په دې اړه وویل: «دا ضروري ده. دا یوه داسې پرمختيايي مسئله نه ده چې سړی د هغې له نتیجې څخه پنځه کاله مخکې ورباندې بحث وکړي، خو دا به د هر لور له پاره یو جوړجاړي ته اړتیا ولري.

    د ملګرو ملتونو سازمان د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې په افغانستان کې د بشري اړتیاو د پوره کولو له پاره د نړیوالو مرستو ملاتړ ۱،۲ ميليارډ ډالرو ته لوړه شوې ده.

    «۹۷ سلنه افغانان به د فقر له خط لاندې وضعیت سره مخ شي»

    ګراندي وايي په داسې حال کې چې د ژمي موسم هم پر رارسیدو دی، باید بشري مرستي ډير ژر انتقال شي تر څو خلک خوراکي موادو او سرپناه و ته لاسرسی پیدا کړي.

    ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی دی چې د روان کال په پای کې به ۹۷ سلنه افغانانو د فقر خط لاندې ژوند ولري.

    دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په عین حال کې څه باندې ۳نیم میلیونه داخلي بيځایه شوي لري.

    آلمان ۲۶۰۰ افغانانو ته اقامې ورکوي

    بل خوا د آلمان خبري آژانس له برلین څخه خبر ورکوي چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت شاوخوا ۲۶۰۰ افغانانو ته په آلمان کې د اوسیدو اقامې ورکوي. په دغو افغانانو کې د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، پوهان، ژورنالیستان او نور هغه افغانان شامل دي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.

    د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه ویاند ويلي دي چې د دغو افرادو د کورنيو غړي به هم په آلمان کې د اوسیدو حقوق تر لاسه کړي او دوی به د دې اړتیا و نه لري چې د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي.

    د آلمان حکومت وايي د اګست میاشتې له ۱۵مې وروسته چې طالبان واک ته ورسيدل، د آلمان پوځ د تخليې په پروګرام کې ۴۵۸۷ افغانان آلمان ته راانتقال کړي دي.

  5. د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، «طالبان بد ترهګر دي چې له ناپوهۍ داسې جنایتونه کوي او امریکایان یرغمل کوي.»
    مایکل مک‌کال وویل چې جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان به د طالبانو له لوري د امریکایانو نا قانونه نیونې و نه زغمي.

    د دغه امریکايي چارواکي په وینا په دې موضوع کې د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو یووالی طالبانو ته یو څرګند پیغام دی.
    د امریکا د استازو جرګې غړې کلاډیا ټیني په خپله ویب پاڼه کې خبر لیکلی چې راین کاربیټ چې یو امریکايي وګړی دی، د ۲۰۲۲ کال د اګست له ۲۰مې له کوم تور پرته په افغانستان کې د طالبانو له خوا زنداني دی.
    د راپور له مخې، راین کاربیټ د ځمکې لاندې په یوه خونه کې ساتل کیږي پرته له دې چې تشناب، لمر یا روغتیایي پاملرنې ته منظم لاسرسی ولري.
    د امریکا د استازو جرګې دغه غړي د راین کاربیټ په سملاسي خوشې کېدو ټینګار کړی او لیکلي یې دي: «امریکا به هېڅکله د راین کاربیټ د خلاصون لپاره له مبارزې لاس وانخلي. »

  6. ښايي په نړۍ کې طالبان یوازینی دولت وي چې د خپل دیني لیدلوري له کبله د بشري حقوقو نړۍ والې اعلاميې ته درناوی نه لري، دوی فکر کوي چې دغه اعلامیه له اسلامي هدایاتو او تعلیماتو سره سمون نه لري.

    دا چې طالبان له خپل لید سره سم دین تعبیروي، له خپلو اقتصادي، علمي، فرهنګي، سیاسي، ټولنیزو او… شرایطو سره سم دوی کوم تعبیر ته مخه کړه، هماغه ورته د اسلام اصلي بڼه ښکاري او له دې مغایر بیا پر بل شي د فکر کولو لپاره تیار نه دي. یادو شرایطو ته په کتو دوی همداسې فهمولې ده چې د بشري حقوقو نړۍ واله اعلامیه له اسلامي تعلیماناتو او ارشاداتو سره سر نه خوري.

    له دې امله طالبان ورته خپل ځان پای بند هم نه بولي. په هغه اعلامیه کې ذکر شوي ګڼ حقوق طالبانو په خپل هیواد کې له بشر څخه اخیستي دي، دوی جنسیتي، قومي، ژبني او مذهبي تبعیض کوي، بشر ته د کار اجاز نه ور کوي، د تعلیم له حق څخه يې محروم کړي دي، د بیان ازادي نه شته، د مذهب ازادي نه شته، له چارواکو څخه د وضاحت غوښتلو حق نه شته، د هیواد په چارو کې د خپلې رايې ور کولو، د حکومت پر تشکیلاتو د نظر ور کولو، خپل استازي ټاکلو، ولسمشر تعینولو او ګڼو حقونو څخه يې بشر محروم کړی دی.

    تر ټولو اولنی حق د انسان لپاره د هغه ژوند دی، زموږ په هیواد کې اوس بشر دغه حق هم نه لري. طالبانو بیا واکمنېدو تر اوسه په زرګونو کسان وژلي، لکونه نور د هغوی د شکنجې او مرګ له تهدید څخه خارج ته تښتېدلي دي، ډېری يې په هیواد کې پټ دي، یو شمېر يې د طالبانو په زندانو کې د تورو تمبو شاته شپې او ورځې سبا کوي.

    یوه ډله/حزب که فکر کوي چې د بشر د حقوقو له اعلاميې څخه مخالفت د هغوی لپاره دیني او مقدسه جنبه لري، نو بیا يې څوک د دغې اعلاميې له نقض څخه نه شي را ګرځولای.

    طالبانو د همدغه مقدس فکر له مخې ځان ته حق ور کړی دی چې میلینونه نجونې له خپل اساسي حق (تعلیم) څخه بې برخې کړي.

    د همدې فکر نتیجه ده چې طالبانو زرګونو ښځې له کار او تعلیم څخه پر کور کښېنولې.

    د همدغه فکر په استناد يې د تېر دولت زرګونه نظامي او ملکي کارمندان له دولت څخه منفک کړو، د دې کار لپاره يې له هيڅ ډول قانوني پروسیجر څخه کار نه دی اخیستی، په وچ زور يې له زرګونو کسانو څخه د هغوی اقتصادي او د کار حق سلب کړ.

    دوی ټول ملت یرغمل کړی دی، د حکومت په ټاکلو، مشر په انتخاب، واکونو وېشلو، ملي مسایلو کې له ملت سره هيڅ ډول مشوره نه کېږي، هيچا ته د نظر څرګندولو حق نه ور کول کېږي، هيڅوک نه دي پوښتل شوي چې ایا ستاسو دغه امیر خوښ دی؟ ایا تاسو سیاسي فعالیت کوئ؟ بلکې له ټول ملت څخه د هغوی مدني او سیاسي حقوق اخیستل شوي دي.

    د طالبانو لویه برخه کسان، حتا خپله امیر او وزیران يې ښايي د نړۍ له هغو کمشمېر کسانو څخه وي چې تر اوسه به يې د بشري حقوقو نړۍ واله اعلامیه نه وي لوستې، د دوی تر منځ اوس هم داسې کسان حتما شته چې د دغې اعلاميې په ارزښت نه پوهېږي، که د ارزښت په اړه يې ورته لیکچر ور کړل شي، ښايي د غوږ نیولو پر ځای ور څخه مخ واړوي او دغه کار د وخت ضیاع وبولي.

    په داسې حال کې چې د قران کریم په متن کې لویه برخه هغه حقوق د یوه انسان لپاره بیان شوي دي چې نن يې طالبان ور څخه ګرځوي. د تعلیم حق، د دین د انتخاب حق، د بیان ازادي، د کار ازادي، د هیواد او ملت په سرنوشت سازه مسایلو کې نظر ور کول، له چارواکو حق غوښتل، د حق سپارښتنه کوله او… نور هغه څه دي چې د قران کریم په ښکاره ایاتونو کې د انسانیت لپاره بیان شوي دي، اما طالبان چې د یوه سوچه اسلامي نظام د قایمولو دعوه کوي، خپل مسلمانان يې د همدغه قران کریم په نوم له دې حقوقو څخه بې برخې کړي دي.

    په دې برخه کې د حیرانتیا وړ دا ده چې کوم هیوادونه د بشري حقوقو د ساتنې ډېر نارې وهي، هغه هیوادونه چې د دې علمبردار دي، د طالبانو پر دې نقض حقوق بشر باندې ځانګړی عکس العمل نه ښيي، له طالبانو سره په لویه کچه توافقات کوي، د حکومت په ور سپارلو کې يې مهم رول ادا کړ، د بقا لپاره يې د نغدو ډالرو کڅوړې ورته را لېږي چې په دې سره پښې مضبوطې کړي او له بشري حقوقو څخه نورې سرغړونې هم وکړي.

    د طالبانو دغو کارونو ته باید انعکاس ور کول شي، ټولې سرغړونې يې ښه مسندې شي، په اړه يې له شواهدو او ثبتونو سره د ملګرو ملتونو ادارې ته معلومات ور کړای شي، د نړۍ مخته د هیواد وضعیت وړاندې شي، دلته د بشر مرګونی حالت نړۍ ته انځور کړای شي، چې که چا کې له بشر سره د خواخوږی احساس ژوندی و، هغوی به يې په اړه اقدام وکړي او زموږ د هیواد د مړ ژواندي بشر احوال به واخلي، د خلاصون لپاره به يې د نورو لاسونه هم ونیسي او په ګډه به يوځای ګام واخلي.

  7. د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو د تر ټولو ناوړه او ناوړه وضعیت مسوول وبلل.

    د مونیخ د امنیتي غونډې په څنډه کې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

    د البانیا، اندورا، بلجیم، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لیختنسټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې طالبانو په پرله پسې توګه د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او دا ډله باید ژر تر ژره وځپي. د سیستماتیک جنسي تیري مخه ونیسئ چې دا کولی شي د انسانیت پروړاندې جرم وي ، پای ته ورسوي.

    د اعلامیې له مخې، طالبانو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د خوندیتوب په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی، بلکې برعکس یې په شا تمبولي دي.

    اعلامیه زیاتوي چې “طالبان په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د تر ټولو ناوړه او ناوړه وضعیت مسوول دي.”

    په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبان د افغانستان د نیمایي وګړو له عامه ژوند او سیاسي تصمیم نیولو څخه په لرې کولو سره د افغانستان راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي.

    د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له طالبانو وغوښتل، چې د نړيوالو قوانينو په ځانګړې توګه د بشري حقونو قوانين په بشپړه توګه رعايت کړي، د توکميزو او مذهبي لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو ساتنه وکړي او ټولې هغه پرېکړې دې لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه محدودوي.

  8. طالبان پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، ښځې له ټولییز ژوند او زده‌کړو محرومې او څنګ ته کړې دي. د نړیوالو بنسټونو د پرلپسې راپورونو پر بنسټ، دې ډلې له ښځو او نجونو سره په سمبالونکي ډول دوه‌ګونی چلن کړی دی. د بشري حقونو بنسټونه بیا د طالبانو دا ډول چلن د «جنسیتي اپارتاید» څرګنده نښه یاده کړې او د لاهې له نړیوالې محکمې یې غوښتي چې په دې برخه کې څېړنه وکړي. په دې ډله کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر(یوناما) په خپلو پرلپسې راپورونو کې پر ښځو له لګول شویو او هدفمندو تعزیراتو پرده پورته کړې ده. د یوناما په تازه راپور کې ۶۷ سلنه ښځو ویلي چې د طالبانو په رسمیت منل به د ښځو د حقونو ناورین لا ژور کړي. یوناما په دې راپور کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۴۵ ښځو سره مرکې کړې دي. په دې راپور کې پوښتل شویو ښځو او نجونو ویلي چې له خپلو ګاونډیو او نورو کسانو وېرېږي او په خبره یې، اوسمهال هر څوک کېدای شي یو طالب وي. په راپور کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو خپلسري توقیفونه د کورنیو لپاره د اوږدمهاله سرټيټۍ لامل شوی دی.

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (یوناما) د افغان ښځو په تړاو یو څېړنیز راپور د دغه سازمان د سرمنشي په کوربتوب په دوحه کې د افغانستان په تړاو د جوړېدونکې ناستې په درشل کې خپور کړی دی. یوناما ويلي چې په دې راپور کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۴۵ ښځو سره مرکې شوې دي چې ۶۷ سلنه پوښتل شویو بیا د طالبانو د رسمیت منلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. دغو ښځو یوناما ته ویلي چې د طالبانو په رسمیت منل به د ښځو ناروین ژور او ګواښ به یې ډېر کړي.

    د یوناما د دې څېړنې پر بنسټ، ۳۲ سلنه پوښتل شویو ښځو ویلي چې طالبان دې هغه مهال په رسمیت وپېژندل شي چې لګول شوي محدودیتونه بېرته واخلي. د راپور له مخې، ۲۵ سلنه ښځو ویلي چې طالبان دې په رسمیت وپېژندل شي؛ خو ۲۸ سلنه پوښتل شویو بیا ویلي چې دوی ته دې له لویه سره رسمیت ورنه کړل شي.

    د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په خبره، د تېر ۲۰۲۳ کال په جولای کې ورته نظرپوښتنه ښيي چې ۹۶ سلنه پوښتل شویو ښځو ویلي و، طالبان دې هغه وخت په رسمیت وپېژندل شي چې د ښځو حقونو کې ښه‌والی راشي.

    دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د رسمي اعلان له مخې، طالبانو په څه باندې دوو کلونو کې د ښځو او نجونو باندې د بندیزونو لګولو په برخه کې ۵۰ فرمانونه صادر کړي چې په مخامخه توګه د ښځو حقونه په نښه کوي.

    هغه ښځې چې د یوناما په دې نظرپوښتنه کې یې برخه اخیستې، د طالبانو له خپلسرو توقیفونه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې له کوره وتل ورته لا سخت شوي دي.

    ۵۷ سلنه پوښتل شوې ښځې چې د دې څېړنې د برخه اخیستونکو له نیمايي ډېرې جوړوي، ویلي چې له محرم پرته له کوره وتل ورته خوندي نه ښکاري. په راپور کې ویل شوي چې د هر فرمان له صادرېدو سره په ښځو کې د وېرې او ډار کچه پراخېږي.

    ورته مهال، د یوناما د دغه څېړنیز راپور موندنې ښيي چې د تېر کال د جنورۍ پرتله سږکال د ټولنې په کچه پر پرېکړو د ښځو نفوذ له ۱۷ سلنې یوې سلنې ته راټيټ شوی او د تېرې جنورۍ پرتله د کور په کچه پرېکړو کې بیا د ښځو نفوذ له ۹۰ سلنې د سږ ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ۳۲ سلنې ته راټیټ شوی دی. په دې راپور کې ښځو یوناما ته وړاندیز کړی چې طالبان دې پر ښځو د لګول شویو محدویتونو له لرې کولو پرته په رسمیت نه پېژندل کېږي.

    د دغه راپور پر بنسټ، پوښتل شویو ښځو د هغو هېوادونو په تړاو ناهیلي څرګنده کړې چې له ښځو سره د طالبانو چلن له پامه غورځوي او تعامل او راشه درشه ورسره لري. د راپور له مخې، پوښتل شویو ښځو او نجونو بیا د ښځو حقونو له پامه غورځول او د طالبانو له لوري د نړیوال قانون او د هغو تړونونو تر پښو لاندې کېدلو ته ناپامي ښودل شوې چې افغانستان پکې دی.

    په راپور کې پوښتل شويو ښځو ويلي چې په دې وروستيو کې په تېره بيا په پلازمېنه کابل کې د حجاب د عملي کولو له لړۍ سره عمومي ځايونو کې ځورول ډېر شوي دي او دې چارې له کوره وتل ورته لا سخت کړي دي. پوښتل شویو ښځو ویلي چې د ښځو او نجونو خپلسري توقیفونه د کورنیو لپاره د اوږدمهاله سرټيټۍ لامل شوی دی.

    د یوناما په راپور کې پوښتل شویو ښځو ویلي چې دمګړۍ د ګاونډیانو پر ګډون پر ډېرو خلکو باور نه لري. هغوی پر ګاونډیانو د دې ناباورۍ په اړه ویلي: «ښايي هر څوک یو طالب وي.»

    دا په داسې حال کې ده چې یوناما په خپل یو بل راپور کې ویلي چې د طالبانو له لوري ښځو ته د عدالت رسمي مرجع روښانه نه ده او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي شکایتونو پر وړاندې د طالبانو د ادارې چلن ناڅرګند او متناقض دی چې د راپور له مخې، د بېلګې په توګه، د جنايي او مدني شکایتونو تر منځ واضح توپیر شتون نه لري چې د ښځو او نجونو لپاره قانوني خوندیتوب تضمین کړي او په خبره یې، شکایتونه تر ډیره د نارینه کارکوونکو له لوري ارزول کېږي چې د ښځینه پرسونل نشتوالی د دې لامل شوی چې زیانمنې شوې ښځې د شکایت له ثبتولو ډډه وکړي.

  9. په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د پراخو سرغړونو په اړه د کورنیو او بهرنیو اندېښنو سره سره، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده وایي، چې د ده تر ادارې لاندې د ښځو ټول حقوق خوندي شوې دي.

    د طالبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې چې نن یکشنبه (د چنګاښ په ۴مه) د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له ټویټر پاڼې څخه خپور شو، ویلي دي، چې «د ۲۰کلن اشغال» منفي اغیزې په افغانستان کې د ښځو پر حجاب باندې له منځه تللو په حال کې دي.

    هغه زیاته کړی:«د اسلامي امارت د حاکمیت په چوکاټ کې د ښځو د ټولو شرعي حقوقو د پوره کولو په ګډون د جبري ودونو، په بدو کې د نجونو ورکول او نورو دودیزو ظلمونو څخه د ښځو د ژغورلو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي. د ټولنې د نیمې برخې په توګه د ښځو د اصلاح، حجاب، عفت، اختلاط څخه د مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د هوسا ژوند د رامنځته کولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي.»

    که څه هم طالبان په هیواد کې دننه د خپلو مخالفینو په ځپلو تورن دي، خو د دې ډلې مشر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې له خپلو مخالفینو غوښتي چې «سوله ییز ژوند» پیل کړي.

    هغه یادونه کړې ده:«له همدې امله موږ له ټولو هغو کسانو څخه چې سوله ګواښي، غوښتنه کوو چې په هېواد کې هوسا ژوند پيل او د سولې او ثبات په ټينګښت کې ونډه واخلي.»

    هبت الله اخندزاده همدا ډول نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي چې طالبان له نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښو اړیکو ته ژمن دي.

    تر اوسه هېڅ هېواد طالبان د بشري حقونو د نقض، د ښځو او نجونو ځپل او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د نشتوالي له امله په رسمیت نه دي پېژندلي.

    دغه لوړپوړي طالب چارواکي په فلسطين کې دجګړې په غبرګون کې ويلي چې ټول اسلامي هيوادونه بايد دفلسطينيانو سره داسرائيلو د چلند په وړاندې خپله دنده ترسره کړي.

    د طالبانو مشر په داسې حال کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب خبره کوي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د نړۍ په هیڅ یوه برخه کې افغانستان په ډول د ښځو پر حقونو سیستماتیک او پراخ بریدونه نه دي ترسره شوي.

    په تازه مورد کې فارن پالیسی ادعا کړی چې د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو له وهلو ټکولو وروسته ډله ییز جنسي تیري هم تر سره شوي.

  10. ګرانو وتنوالو په دي بايد پوه اوسو چي تالب يواځي اويواځي له قلمه بيرږي نه له جنګه ځکه په قطل او خرمرګي دوي عادت د ي ، موږ بايد خپل کلم روان وساتو ځکه د کلم له لاري زهنونه روښانه کيږي. په ګتو مو برکت او کلمونه هم دا شانتي روان ساسو تر چي دا غريب اواس له د مافيانه خللا س کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب