Home+په دې ورځ انقلابي شاعر اجمل خټک زېږېدلی

په دې ورځ انقلابي شاعر اجمل خټک زېږېدلی

له نن څخه ۹۹ کاله پخوا د ۱۹۲۶ م کال د سپټمبر په ۱۵ مه نامتو انقلابي شاعر اجمل خټک د پښتونخوا په اکوړه خټک کې وزېږېد.

اجمل خټک په اویایمو او اتیا یمو کلونو کې په افغانستان کې و او د پښتونخواپه څیر یې هلته هم د لر او بر پښتون د یووالي مبارزه جاری ساتلې وه.

د اجمل حټک لږترلږه ١٣ کتابونه او ١٨ رسالې چاپ شوي دي چې له هغو ځینې په افغانستان کې او یو شمیر په پښتونخوا کې چاپ شوي دي.

دا د ارواښاد خټک یو شمېر چاپ شوي اثار دي:

۱-پښتو ادب کى تاريخ (اردو)

۲-پښتانۀ شعراء (پښتو)

۳-ژوند او فن(پښتو)

۴-د غيرت چيغه (پښتو)

۵-کچکول (پښتو)

۶-باتور(پښتو)

۷- دا زۀ پاگل ووم (پښتو)

۸- دوخت چغه (پښتو)

۹-گلونه تکلونه (پښتو)

۱۰-گل پرهر (پښتو)

۱۱- سرې غونچې (پښتو)

۱۲-ځنډ وخنډ (پښتو)

۱۳-عالمي ادب وخوشحال خان خټک (اردو)

۱۴-جلا وطن کى شاعري(اردو)

۱۵-افغان ننگ (پښتو)

۱۶-دژوند چغه (پښتو)

۱۷-قيصه زما دادبى ژوند (پښتو)

اروادې ښاده وي !

#RemeberingAjmalKhattak

زه دانه وایم چې داراکړه یادارا

نورڅه نه غواړمه یوښکلې اشنارا

چې دیار دیونګاه نه یې قربان کړم

پاکه خدایه ج داڅلورکونجه دنیارا

اجمل خټک

اجمل خټک دوولس کاله پخوا د فبرورۍ په اوومه وفات شو. سږ کال یې د مړینې دوولسم کال و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...