شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهقیصاري: دوستم یوه داعشۍ ښځه پر ازبکستان په ۱۳ میلیونه ډالرو خرڅه...

قیصاري: دوستم یوه داعشۍ ښځه پر ازبکستان په ۱۳ میلیونه ډالرو خرڅه کړه

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۷ مه )  د عبدالرشید دوستم یوه مشهور قومندان نظام الدین قیصاري، چې اوس یې دوستم سره اړیکې ترینګلې دي او طالبانو سره یو ځای شوی، دوستم په ۱۳ میلیونه ډالره پر ازبکستان د یوې داعشۍ ښځې په پلورلو تورن کړ.

قیصاري ادعا وکړه، چې دغه ښځه بهرنۍ وه او ده د داعش خلاف د جګړې پر مهال د افغانستان په شمال کې نیولې وه.

نظام الدین قیصاري د جمهوري نظام پر مهال یوه موده د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو قومندان و.

د ده په وینا، یاده بهرنۍ ښځه یې د عملیاتو پر مهال ونیوله، چې رشید دوستم پر ازبکستان پر ۱۳ میلیونه ډالره وپلورله، خو ده ته یې د ژمنې خلاف د ښځې خرڅولو نېمایي پیسې ورنه کړې.

قیصاري، چې اوس د طالبانو له لوري د کابل د پخواني والي په ورکړي ۴ پوړیز کور کې ژوند کوي او د هغوی له لوري د حجرې او کور لګښتونه ورکول کیږي، پر دوستم او جمهوري نظام نور تورونه هم پورې کړل.

دوستم د نوموړي د دغه  تور په اړه څه نه دي ویلي.

د ازبکستان د چارواکو نظر هم په دې اړه نه دی څرګند شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب