Homeخبرونهغالب: د میر رحمان رحماني د تېلو مافیا د بریښنا شرکت مزاحمت...

غالب: د میر رحمان رحماني د تېلو مافیا د بریښنا شرکت مزاحمت کاوه

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۷ مه )  د افغانستان د بریښنا شرکت پخوانی اجرائیه رئیس امان الله غالب د جمهوري نظام د پارلمان وروستی رئیس میر رحمان رحماني د تېلو مافیا اړوند وباله او ویې ویل، چې دغې مافیا د بریښنا شرکت د چارو مزاحمت کاوه.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې د رحماني نیږدې کسان ډېر ځله ورغلي او د تېلو د مافیا له اړوندو خلکو سره یې د ده د همکارۍ غوښتنه کوله.

د غالب په وینا، نورو وکیلانو هم د تېلو مافیا سره لاره لرله، خو ده د هغو نومونه وانخیستل.

میر رحمان رحماني د پروان ولایت وکیل و او ډېر ځله په پروان کې د بریښنا پایو د الوزولو خبرونه ورکول کیدل.

پر رحماني تر دې مخکې هم ورته تورونه لګول شوي وو.

رحماني په افغانستان کې د تېلو له مهمو واردونکو سوداګرو څخه ګڼل کیده.

هغه دغو تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...