ژبه د افهام او تفهیم (communication) یوه ډېره پخوانۍ وسیله ده. په دِې وسیلې اړیکو ته (شفاهی اړیکې verbal communication) ویل کیږي. ژبې د انسانی ژوند په تکامل او د ننني تمدن په انکشاف کې د کار ترڅنګ مهم رول ولوباو، یعنې د نورو ټولو ژوندیو موجوداتو په کتار کې، ډیر لوړ حد ته د (انسان) رسېدل د دوو عواملو له امله وو:
۱.کار (د انسان هدفمند او آګاهانه ګټورفزیکی او یا فکری فعالیت)
۲.ژبه (د افهام او تفهیم او دټولو معنوی لاسته راوړنو د انتقال وسیله او دسمبولیکو وضع شویو غږونو مجموعه).
د ژبو په ډله کې؛ پښتو ژبه یوه لرغونی ژبه ده چی د آمو او اباسیند ترمنځ لویه جغرافیه،هند، ځینو نورو هیوادو (لکه امریکا او اروپا، روسیه، چین اونورو) کې تقریباً اتیا میلیونه وګړي ورباندې غږیږي.
له نن څخه لس –یوولس کاله مخکې یو شمېر پښتنومنورینو چې په هغو کې داسې د تکنالوژی او فنونو متخصصین هم وو، چې پښتو ژبه یی د ( IT) جوګه کړه، سره راټول او خپله ملی- رسمی ژبه یې د یوه معنوی ارزش په توګه تعریف او هر کال یې د نمانځنې لپاره یوه ورځ (د غبرګولی اتمه= د می۲۹مه) وټاکله او دا دی دا لس کاله د ليکوالانو، هنزمندانو ، قومی مخورو او حکومتي چارواکو په ګډون نمانځل کیږي.
د تاريخ په شهادت؛ پښتانه اريائيان دي او د دوی ژبه پښتو هم د اريايي ژبو له ډلې څخه ده. کله چې زرګونه کاله وړاندې اريايان د بلخ په شاوخوا سيمو کې اباد او بیا د کسی غرونو لمنو پورې وپنځېدل، نو دوی په يوه ډېره زړه ژبه ګړېدل چې “اريک” بلل کېده او همدغې ژبې ته د اريايي ژبو مور ويل کېږي. خو د وخت په تېرېدو سره له اريک څخه نورې ژبې هم پيدا شوې چې يوه يې اوسنۍ پښتو ده. ورو ورو د له یوې ژبې څخه لهجې جوړې شوې او دا لهجې په نورو ورته ژبو واوښتلې. ويدي او اويستايي د هغه پير لرغوني ژبې دي چې په دې منطقه کې يې سرودونه درلودل. په دې سرودونو کې مخکې له دې چې ليک رامنځته شي، نویو نسلونو ته درسونه ورکول کېدل او د ژوند لارې چارې ورښودل کېدلې.اوس د ژبو په نړيوال اطلس کې د پښتو ۱۰۴ لهجې يا ګړدودونه ثبت شوي دي. په دې کې زړه لهجه وڼېڅي ده چې اوس هم د جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) په ځينو سيمو کې ويل کېږي او د ژبې هغه پخوانۍ نښې پکې پاتې دي. دهندوکش او کسې (سلیمان) غره له لمنو نیولی تر کابل، ننګرهار، فراه، لورلایی، سوات، بونیر او ګجرات، ملتان او کشمیر برعلاوه، آن ایران کې د دغې ژبې څرکونه وموندل شول. له میلاد مخکې ۵۲۲ څخه تر ۴۸۶ کلونو کې د لومړي داريوش د واکمنۍ پر مهال د ايران په “بېستون” غره کې د پښتو ډبرليکونه موندل شوي چې دغه ځای کې د دې ژبې پر لرغونوالي دلالت کوي. د داريوش په کتیبو کې د پښتو متنونه او نښې خوندې دي. د ده د واکمنۍ پر مهال په موندل شويو ډبرليکونو کې يې پر يوه باندې د پښتو درې کرښې دا اوس هم را پاتي دي، چې هغه د پښتو یوزوړ شعر بلل کېږي:
نی اریکه آهم=نه اړیکی وم
نی دروجنه آهم=نه دروغجن وم
نی زورکره آهم=نه زورکړونی وم
په لرغونو ژبو کې پښتو اويستا ژبې ته تر ټولو نيږدې ده. د افغانستان تر څنګ؛ په کوزه پښتیخا کې هم ځينې وړوکې ژبې شته چې په مستقيمه توګه له پښتو سره تړلي دي. يوه پکې د برکي يا کانيګرم ژبه ده چې ځينې وګړي دې ته ارمړي وايي. د پنجشېر په شاوخوا کې ويل شوې ژبه پراچي، د مُنجان ژبه او نن ورځ په پاکستان کې د ايدغا په نامه مشهوره ژبه هغه څلور وړوکې ژوندۍ اريايي ژبې دي چې مستقيم له پښتو سره تړلې دي.
پښتو د Indo-European ژبو په لړ کې هغه ژبه ده چې د وینا تر څنګ یې خپل لیکدود ته هم وده ورکړه. د اوسنۍ پښتو د ليکدود داصلاح لپاره شاوخوا۱۱۰۰ کاله وړاندې هڅې پیل شوی. د “خيراللغات ” د نامتو اثر له مخې؛ سلطان محمود غزنوي ابوالحسن ميوندي ته چې د سلطان وزير و، وظيفه ورکړه چې د پښتو الفبا اصلاح او نوره هم بشپړه کړي . د اروا ښاد میوندی زیارت اوس هم ډیر زایرین او اواخلاصمندان لري چې د کندهار د بولدک سیمه کې دی او همدا اوس هم یو بوډا منجاور د دغه زیارت خذمت کې دی. ډیر وروسته بیا پیرروښان د لیکدود برخه کې یو څه نور نوښتونه راوستل او تر نن ورځې پورې پښتو لیکدود ډیر پرمختګ وکړ او د نړۍ پیژندل شوی ژبه شوه. دا ژبه له ۱۹۸۴م. راهیسې په کمپيوټر کې وکارول شوه اوس سلګونه وېبپاڼې، راډيو او ټېليويژنی چېنلونه لري. له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د انټرنېټي پلټونکي ماشين (Google Translation ) برخه هم وګرځېده.
له دې ټولو سره سره پښتو او پښتانه له سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ننګونو او آفتونوسره مخامخ دي؛ د پښتنو پر خاوره دتروریزم، بنسټپالنې، خرافاتو او اوهامو ، عام قتلونو، جنګونو او ناامني افت تر ټولو تباکوونکی فتنه ده، چې د نړیوال استکبار، استعمار او سیمه ییز تاریخی دښمن له خوا ورباندې مسلطه شوی وبا ده. اوس هغه وخت رارسیدلی چې د ژبې ترڅنګ، د دغې ژبې ویونکو حالت باندې زړه وسوځول شي او له بربادۍ وژغورل شي.
څومره چې تېرو لسو کلونو کې د پښتوژبې د ورځې نمانځنه وشوه، هومره په خپله پښتون وځپل شو او د انګریز او نورو سیمه ییزه تاریخی دښمنانو لطایف الحیل کې ګیر پاتې شو. پښتانه لکه بلوڅ، فلسطینیان او کُردان ترسختو ظلمونو لاندې راغلل، خو توپیر یې دادی چې پښتانه هم د نورو او هم په خپله د پښتون په لاس قتل عام شول. تیرو شلو کلونو کې یې زرګونه مخور او روڼاندي قتل عام شول. دا دی؛ وروسته د چنګیز او مغلو له تاړاک څخه بدتر او تباکوونکی تاړاک جاری شوی دی. له آمو تر اباسیند د پښتنو په وړاندې خطرناکه او تباکوونکی ګڼوژنه روانه ده. انګریز دوی ته یوه ډیره خطرناکه ایده ورکړه چې هغه تربورګلوی او نفاق ده، چی د انګریزی شیطانانو په لاس دتباهی او بدنامی په لوری روان دي. نو په داسې حال کې د ژبې تر څنګ باید خپله پښتون او دده فزیکی ژوند، اقتصاد، اتفاق، زیست –ژواک، تعلیم، هوساینې او روغتیا ته پام وشي. دا اوس پښتانه د خپل هیواد د کانونو، ګاونډیو ته د ابو د رسېدو، ټاپي، د منطقوی او نړیوالو قدرتونو دسیاسی سیالیو او د تاریخی تربګنیو قربانیان دي.
د لیکنی څخه مو مننه.
د نورو ژبو سره د پښتو د نږدیوالی په اړه غواړم ولیکم چی د اویستا ترڅنګ ویل کیږی چی پښتو د باختر ژبی (چی اوس له منځه تللی) سره ډیر ورته والی لری. همدارنګه د افغانستان په شمال کی ځینی نوری ژبی لیکه واخی او پامیری ژبی هم د پښتو سره نږدی دی. د بیلګی په توګه په دغه لینک کی د واخی ژبی الفبا ته وګوری چی ډیر توری یی د پښتو په څیر دی (ټ، ځ، څ، ښ، ډ…)
https://en.wikipedia.org/wiki/Wakhi_language
https://en.wikipedia.org/wiki/Sarikoli_language
دا زما لپاره ډیره په زړه پوری وه کله چی دی ته می پام شو. ځکه چی تر اوسه ما بله هیڅ ژبه نه وه لیدلی چی پکی د پښتو په څیر الفبا وکارول شی. دلته ځینی مثالونه هم راوړل شوی چی په هغی کی د پښتو، واخی، همدارنګه د شغنانی او سریکولی ژبو تر منځ لغتونه برتله شوی او ټول ډیر سره نږدی ښکاری. زه البته ژبپوه نه یم، خو هغه ملګری چی دغه یی رشته ده ورڅخه هیله لرم چی دغه برخه کی نوری ډیری څیړنی وکړی.
په درنښت
د ښاغلی پوهاند صاحب ټولی لیکنی ګټوری او خوندوری دی. قلم دی ئی همیشه ځوان او تپاند او ځلاند اوسی.
پورته لیکنه ئی هم خوږه او معلوماتی ده.
امّا بعد:
زما زړه غواړی چی د پښتو او پښتون او پښتونولی په هکله خپل هغه نظر وړاندی کړم کوم چی نه چا اوریدلی او نه چا لیکلی او نه چا ویلی او نه چا کوم بل ځای لوستلی دی خو د افراطی پښتون د ترخی مُسکا د غبرګون زغم نلرم ( البته په اخلاقی لحاظ نه په کوم بل لحاظ مثلاً بیری له مخی ) .
پښتو به یوازنی ژبه وی چی د ” پښتون ” او ” پښتونولی ” مشتقات هم په غیږه کی لری.
پښتو به یوازنی ژبه وی چی ویونکی ئی خپله ” پښتو ژبی ” ته ورته دی ( د حاجی نظر محمد حمام غوندی اوبه ئی یا ډیری یخی دی یا ډیری تودی دی ).
زه چی وړوکی وم پلار به می دومره ” پښتون پښتون ” وایه چی ما ګومان کاوه د نړی ۳ برخی اوسیدونکی پښتانه دی یا نړیواله ژبه پښتو ده. شاید پر پښتو او پښتونولی زما د پلار د مینتوب علت دا ؤ چی هغه وخت پښتون ساب بیده ؤ، د ژئوپولټیکی توپ د مرمیو د انفجار په ږغ له خوبه را پاڅید چی البته طبیعی خبره ده چی له خوبه ناڅاپی را پاڅیده د ” تمرکز ” پر قوه منفی اغیزه لری.
که څنګه؟
سلام
ابو بکر صدیق« رض» ناروغ شو خلک یې پوښتنې ته راغلل او ورته یې وویل:
طبیب در ته راولو؟
-طبیب کتلی یم
– څه یې درته وویل؟
– وېې ویل چې زه هماغه کار کوم څه ته چې اراده وکړم.
پوهاند صاحب زماهدف له تبصرې څخه سیالی ، ګواښ ، اهانت او هیح ډول خودخواهی اوسرغړونه نه دی زه تاسره د communication په مسلکی ،علمی او تحقیقاتی اهمیت کې بیلکل موافق یم .
دپښتو ژبې اراده مناسب اصول او پرمختګ غواړی چې دوسوسو ،غمونو اواندېښنو مخه ونیسی ځکه ملی اوڼړیوال حیثیت لری
پښتو ژبه باطل ته باید عالمانه قناعت ورکړی نه سازش
عقل ته دژبې په ژبنیز سبک لاره پرانیزی نه دوګانه سیاست
دعلومو دادراک مور شی نه اهانت اوکرکه
وچې کلکې او دایمی مشاعرې ګټه یې څه؟
دذهن زړه او وخت معیار پلوی او ساتنه وکړی نه تخریب
تېروتنې اصلاح دفصاحت او بلاغت لارې وپرانیتی نه احساساتی باټو
دخبرو پرفهم ،دعبارت پرهدف ، دجملو پر مودل ،دمعاصروخت به اهمیت او تکنالوژی حکمت پوهیدنې ته رسوخ ورکړی
دالفاظو معانی او موخه پوهېدنې ترتولو خوندور کار دی دهرچا خوښیږی
له بده مرغه زموږ هیڅ رژیم دغه اراده نه ده لرلې چې یوه ژبه څنګه وده او پراختیا مومی .
دابحث ډیرکندې او کپرې لری او اوږد دی دپښتوژبې رنګارنګ تباه کونکی دښمنان هم زیات دی اوس هم چې دومره پاتې ده داهم ستر غنیمت دی پشتو ژ بې سره دمور اومیرې چلند پشتنو کړی خو دکرزی له انتریم ګورنمنت( دبن ککړې معاهدې) راپه دې خوا ډیرو ناوړه تباهیو سره مخامخ شوه .
سلامونه او ښې هيلې،
الله دې د پوهاند صاحب بشير “دودیال” قلم تل روان او ګټور لري او زه ېې یوه لیکنه هم بې لوستلو نه قضاء کوم!.مڼنه
زما د معلوماتو په اساس، سنګروال صاحب لیکلي و چې پښتو له بلخ ساکي ژبې نه چې البته هغه هم له آریایی څخه منشاء اخیستې وه،ده.
خو، ښاغلي سعدالله جان برق “اندړ” د پیښور یو یوټوبر حاجي اسلم د لالونه سلسله کښې وایی:” پښتانه او پښتو نه آریایی دي او نه بنی اسراییل!!؛ بلکه د همدې غرونو (سلیمان غر،کسې غر، تور غر او سپینغر ،او د نورو غرونو سلسلو )له پیدایښت سره یوځای پیدا شوي او حتی تیوري وړاندې کوي چې نور نژادونه او ژبې له دې ځای نه کوچیان شوي دي چې بیلګې ې دجله،فرات، یونان ا.د.ن. کې شته.
او ویدي او اوستايي سرودونه هم له دې ځایه منشاء اخیستې!!هماغه له بیګ بنګ نه وروست!!
هغه ورځ یو ملګري وټسآپ کې یو کلېپ شریک کړ څې ،دوه چينايي پروفیسرانو د پښتو لوړو زده کړو لپاره لارښود کتاب لیکلی او یوه چينايۍ نجلۍ داسې پښتو خبرې کوي چې سړی فکر کوي پخه پشتنه غږېږي!!!!؛ خو په خواشینۍ سره ځینو پښتنو کورنیو خپله ژبه هیره کړېده او یا بدله کړیده!!. همدارنګه پخوانیودولتي چارواکو او ځینو نورو لږکیو وطنوالو یا هیوادوالو هم پشتو سره ضد او تعصب نه کار اخیستی ده ؛ حالداچې په سیمه او نړۍ کې هر مملکت کې یوه ملي او رسمي ژبه شتون لري او نور هیوادوال په زده کړوکې، دفترونو کې ، سفارتونو کې قوانینو کې او د هغه هیواد ټولې چارې په همدغې ژبې مخته وړل کېږي.لکه چینایی؛هندي؛تورکي؛ روسي؛ پارسي؛عربي؛ یوناني،جرمني، انګلیسی،فرانسوي؛هالنډي؛ اسپانوی ،پورتګالی، ایټالوی ، ا.د..ن…
پردئ ژبې زده کول که دی کمال
خپله ژبه هیرول بېکمالي ده!
– اغیار به وایی د دوزخ زبه ده
زهء به جنت ته دپښتو سره ځم
دروند، منلی او ښاغلی مومند صاحب، ډیر مهربان ورور ښاغلی غلام حضرت صاحب، قدرمنو؛ ع.شریف زاد او ډاکتر صاحب حمیدالله زړور ساپی صاحب السلام علیکم !
ستاسوله لطف او مهربانی څخه مننه کوم. زما ځینی لیکنې په دې خاطر د ټاکلو مناسبتونو په هکله دي چې وکولای شم ځوانان د هغو ارزښت ته ځیر کړای شم، لکه د زمکې د ورځې مناسبت، د م.م. دسازمان د ورځې مناسبت، د اساسی قانون د ورځې مناسبت ….
په دې لړ کې مې د خپلې پښتو ژبې په مناسبت هم لیکنه وکړه، ممکن د کومې بلې ژبې په مناسبت هم چې مطالعه او څیړنه مې پکې پوره او یقینی وي، لیکنه وکړم.
مومند صاحب ستاسو نظر ته زښت زیات درناوی لرم. د مهربان ورور؛ ښاغلي غلام حضرت صاحب اشاره دې ټکي ته چی پښتانه لکه هغسې چې تر ډیره د تعلیم په برخه کی په غفلت کې پاتې وو، د یو شمېر عواملو له مخې د خپلې ژبې د ودې او هغې ته د کار کولو او د هغې د حق ِغوښتلو برخه کې هم په غفلت کې پاتې وو، خو یو ناڅاپه داسې مهال دې وروسته والي ته ځیر شول، چې ډېر نور مسایل هم د دوی مخې ته راغلي وو. هغه څه چې معزز ورور شریف زاد صاحب د وړاندیزونو په بڼه یاد کړي دي؛ بالکل ورسره موافق یم. همدا قدمونه په کار دي چې اوچت شي، بیا به نو هم د ژبې وده ممکنه شي او هم به په مجموع کې د پښتنو د ژوند د مدني، کلتوری او اقتصادی اړخونو وده ګړندۍ شي.
ډاکتر صاحب حمیدالله زړور ساپي صاحب ډېر مهربان یاست. مننه چې زما ناچیزه لیکنو ته مو دومره اوچت ارزښت ورکړی دی. تاسو لطف کړی د حاجی صاحب اسلم خان مرکې ته مو اشاره کړې ده. د ده دا مرکه او خبرې چې تاسو ورته اشاره کړې، ما نده لیدلې، خو حاجی صاحب د پېښور له وخته پیژنم، هغه مهال چې یوتیوبر نه و، ده د پېښور راډیو کې ډیر په زړه پورې پروګرامونه پروډیوس کول، یعنې د فرهنګي کار پوره تجربه او سابقه لري. دا چې ده د کسی – سلیمان د غرو لمنو کې د پښتنو ژوند یاد کړی، دا هم د پښتنو د پنځېدو یو پړاو و. ناسمه خبره نده، خو تاریخ یې لا تردې دمخه وختونو ته ورګرځي. ستاسو له مهربانی ډکې لیکنه کې په چین کې دپښتو ژبې ته د کار په هکله یادونه شوې ده: ریښتیا هم دچین او روسیې او د منځنۍ اسیا د علمی مراکزو، اکاډمیو او انستیتیوتونو ترڅنګ؛ امریکی، بریتانیا، هند او دا دی اوس استرلیا کې هم دپښتو څیړنو لپاره علمي کارونه شوي دي او کیږي. د دوی ټولو دهڅو قدر کوو. یو ځل بیا درناوی او مننه