جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهطالبانو ایران سره د نښتې د مرګ ژوبلې جزیات خپاره کړل

طالبانو ایران سره د نښتې د مرګ ژوبلې جزیات خپاره کړل

تاند:( شنبه ، د جوزا ۶ مه ) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د نیمروز په سرحدي پوله کې ایران سره د خپلو سرحدي ځواکونو د نننۍ نښتې د مرګ ژوبلې جزیات خپاره کړل.

نوموړي وویل، نن ورځ دنیمروز ولایت په مربوطاتو کې ایراني سرحدي ځواکونود افغانستان په طرف ډزې کړې چې له متقابل غبرګون سره مخ شوی.

ټکور زیاتوي: (( په نښته کې له دواړوخواوویو یو تن وژل شوی او ګڼ ټپیان دي.))

سرچینه زیاتوي، موضوع د دواړو غاړو ترمشرانو رسیدلې اوس وضعیت د کابو کیدو په حال کې دی.

طالب ویاند ټینګار کړی، چې دوی د نښتو پلوي نه کوي

د دغې نښتې نور جزیات د دغه لینک په کېکاږلو سره ولولئ:

https://taand.net/?p=225208

1 COMMENT

  1. دواړو خواووته د دی لوبی ګټې:
    ایران دسیستان او بولچستان پتمنو مظلومو خلکو ته په مکارانه ډول ځان زړه سواندی وښود او د جاری وحشیانه اعدامونو څخه یی دخلکو پام بله خوا واړاو.
    طالب د ایران په مشوره هسی یو څو باټی ماټې ووهلی او ځانونه یی وطنپال نمایش کړل . خو زیان بیاهم بیچاره د نیمروز خلکو ته واوښت شهید هم پکی د دوی یو بیچاره کلیوال شو او کورونه یی هم راکټونو ونړول. دا د اخند او طالب ګډه برنامه وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب