پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی، ۲۸ نور ټپیان دي

پښتونخوا کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی، ۲۸ نور ټپیان دي

تاند:( شنبه ، د جوزا ۶ مه )  د پښتونخوا په دوو جلا پېښو کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی او ۲۸ نور ټپيان دي.

یوه پېښه د ډېره اسماعیل خان په چهکان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر کتار د موټر سایکل بم چاودنه وه، چې لږ ترلږه ۲۳ پاکستاني عسکر پکې ټپيان شوي.

د ځینو ټپي عسکرو وضعیت مرګونی ښودل شوی.

ویل شوي، چې د پاکستاني عسکرو کتار له جنوبي وزیرستان څخه ډېره اسماعیل خان ته ستنیده، چې دا پېښه پرې وشوه.

اوړمه ورځ وړاندې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر یوځي چيک پوسته ځانمرګی برید شوی و، چې پکې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي وو.

د سه شنبې په ورځ د پښتونخوا په هنګو کې وسله والو د تیلو او ګېس د پېدا کولو لپاره د هنګري یوې کمپنۍ، مول پاکستان، باندې حمله کې د سرحدي پوځ څلور عسکر او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي وو.

د مخکینیو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی و.

د یوه بل خبر له مخې: د پښتونخوا قبایلي سیمه خېبر کې وسله والو دایف سي په ځواکونو بریدونه کړي چې پکې یو عسکر وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي پرون دجمعې په ورځ دخېبر دتېراه سیمې په متهری علاقه کې وسله والو دایف سي ځواکونو یوه پوسته په راکټ لانچر ویشلې چې پکې دایف سي ځواک یو عسکر وژل شوی دی.

دپاکستان د امنیتي مطالعاتو د یوه مرکز په راپور کې راغلي، چې تېره میاشت پښتونخوا کې ۳۳ تروریستي بریدونه شوي، چې پکې د ۲۳ پاکستاني عسکرو په ګډون ۴۵ کسان وژل شوي.

پاکستان د دغو بریدونو ترشا د تحریک طالبان پاکستان د لاس لرلو ادعا کوي او تور لګوي، چې یاد شوی تحریک د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان خاورې څخه دا بریدونه تنظیموي.

افغانستان کې حاکم طالب رژیم بیا په دې اړه تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب