تاند (شنبه، د جوزا ۶مه) د ایران تسنیم خبري اژانس وايي چې د افغانستان د نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایتونو ترمنځ نښته پای ته رسیدلې ده.
دغه اژانس وايي چې نن ماسپښین د دوو هیوادونو د سفارتونو او د دفاع وزارتونو له تماسونو وروسته په پوله کې د دوو خواوو چارواکو غونډه وکړه او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل کولو یې سلا وکړه.
ایراني رسنۍ وايي چې له ایران سره د افغانستان د پولې په اوږدو کې د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي ساحه کې د ایراني پوله ساتو او افغان طالبانو ترمنځ نن سهار جګړه پیل شوې ده.
تسنیم خبري اژانس ویلي چې دا نښته د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په ماکاکي او حاتم سیمو کې شوې ده.
له بلې خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په کابل کې د ایران سفیر او مرستیال یې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره وکتل.
په خبرپاڼه کې سرجدي شخړې ته اشاره نه شوې خو ویل شوي چې دوی د هلمند سین د اوبو د حق او نورو دوه اړخیزو په اړه خبرې کړي دي.
تر دې وړاندې د ایران فارس خبري اژانس، چې ویل کېږي د دغه هیواد سپاه پاسداران ته نژدې خبري سرچینه ده، ویلي چې نښته د ساسولي پوستې په شاوخوا کې شوې ده.
تراوسه پورې د افغانستان او ایران کوم چارواکي د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو په سپاه پاسداران پورې اړوندو شبکو په ټولنیزو رسنیو کې د نښتې خبرونه او ویدیوګانې خپرې کړي دي.
تر دې دمه د نښتې علت نه دی څرګند.
د سپاه پاسدران سایبري ځواک نن (شنبې) په ټیلګرام کې د نښتې ویدیو خپره کړې او ویلي چې دا ویدیو د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي.
دې شبکې تېره اوونۍ هم د افغان طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د شخړې ویدیو خپره کړې وه او لیکلي و چې دا لانجه په سرجدي سیمه کې د استحکاماتو د نصبولو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.
ایران او افغانستان ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او له کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي، د دې پولې په اوږدو کې په ځانګړي ډول د نیمروز په کنګ او اسلام کلا کې د دواړو خواوو ترمنځ ګڼې سرحدي نښتې شوي دي.