تاند:( شنبه ، د جوزا ۶ مه ) د کاناډا د فدرالي حکومت د مهاجرت، مهاجرینو او تابعیت ریاست د دغه هیواد او متحده عربي اماراتو تر منځ دغه هیواد ته د افغان اتباعو د خوندي انتقال په موخه هوکړه اعلان کړه.
د کاناډا د مهاجرت، کډوالو او تابعیت وزیر شان فریزر اعلان وکړ چې د دې ملګرتیا د یوې برخې په توګه، اوټاوا د هغو ۱۰۰۰ افغان اتباعو د بیا ځای پرځای کولو لپاره ځي چې د کابل له سقوط وروسته له افغانستانه ایستل شوي او اوس په متحده عربي اماراتو کې دي.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، پرون څه باندې ۶۵۰ افغان اتباع د چارټر الوتنې له لارې له متحده عربي اماراتو ټورنټو ته انتقال شول.
په ۲۰۲۲ کال کې له متحده عربي اماراتو سره د همکارۍ له لارې کاناډا د افغان اتباعو ۳ الوتنې ومنلې، چې دا مهال له متحده عربي اماراتو څخه دغه هېواد ته د لېږدول شویو افغان اتباعو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.
اعلامیه زیاتوي چې کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه د لږ تر لږه ۴۰ زره افغانانو د بیا میشتیدنې له خطر سره مخامخ ده او تر دې دمه شاوخوا ۳۲ زره افغانان کاناډا ته لیږدول شوي دي.