پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهله اروپايي هېوادونو څخه د افغانانو د پناه غوښتنې لړۍ چټکه شوې...

له اروپايي هېوادونو څخه د افغانانو د پناه غوښتنې لړۍ چټکه شوې ده

تاند:( شنبه ، د جوزا ۶ مه )  اروپايي ټولنې ویلي چې د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د افغانانو د پناه غوښتنې لړۍ د تېر کال په پرتله د روان کال په پیل کې ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

د دې ټولنې د شمېرو له مخې، په تېره يوه مياشت کې څه باندې نهه زره افغانانو له اروپايي ټولنې څخه د پناه غوښتنه کړې ده.

دغه میاشتنۍ احصایه زیاتوي چې یوازې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ۷۶۵۰۰ کسانو په دغه اتحادیه کې د پناه غوښتنه کړې چې د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د شته شمېرو پر بنسټ د تېر کال په فبرورۍ کې د پناه غوښتنې د لومړنیو غوښتنلیکونو شمېر ۵۴۳۷۰ تنه و.

د شمېرو له مخې، د دغې اتحادیې غړو هېوادونو ته تر ټولو زیات د سوریې او افغانستان اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د اروپايي ټولنې احصایې زیاتوي چې په فبرورۍ میاشت کې ۹۸۵۵ سوریایانو او ۹۳۱۰ افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د دې اتحاديې شمېرې ښيي چې د پناه غوښتنې ۷۷ سلنه په جرمني، هسپانيا، فرانسې او ايټاليا کې ثبت دي.

د اروپايي ټولنې د شمېرو له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې د دغې اتحادیې غړو هېوادونو ته د نویو پناه غوښتونکو له ډلې څخه ۲۷۴۵ یې بې سرپرسته ماشومان وو، چې ۱۰۲۵ یې افغان اتباع وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب