شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد یوناما مشرې د ترکمنستان خارجه وزیر سره پر افغانستان خبرې وکړې

د یوناما مشرې د ترکمنستان خارجه وزیر سره پر افغانستان خبرې وکړې

تاند:( شنبه ، د جوزا ۶ مه )  د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر  “واپا حاجي اوف”  او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مشرېاو “روزا اوتونبایوا” د افغانستان پر مسئلې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې حاجي اوف په دې کتنه کې وویل، ترکمنستان د افغانستان له امنیت او ثبات او همدارنګه له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره ډېره لېوالتیا لري.

اعلامیه زیاتوي چې د دې غونډې تمرکز د افغانستان د مسئلې په اړه د هېوادونو او ملګرو ملتونو ترمنځ پر پراخو تعاملاتو او په لومړي سر کې له یوناما سره د نږدې اړیکو پر ټینګښت وو.

په دې کتنه کې حاجي اوف ټینګار وکړ چې ترکمنستان د خپل دایمي بې طرفۍ په ساتلو سره په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز-اقتصادي وضعیت د ثبات لپاره د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې په فعاله توګه کار کوي.

هغه  وويل، ترکمنستان په منظم ډول افغانستان ته بشري توکي لېږي، ټولنيزې اسانتياوې رامنځته کېږي او خلکو ته روغتيايي مرستې رسوي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز یادونه وکړه چې دغه هېواد د ټاپي د ګازو د نل لیکې د غځولو، د ټاپي د برېښنا د مزي د غځولو، د اورګاډي پټلۍ د ترمیم او د نویو ودانیو د جوړولو په برخو کې د پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

اعلامیه زیاتوي، چې دواړو لورو د افغانستان د بیارغونې او په نړیوالو اقتصادي اړیکو کې د دغه هېواد د ادغام په برخه کې د ګډو پروژو د تطبیق په برخه کې د نږدې همکارۍ په چوکاټ کې د پراخو نړیوالو همکاریو په اړه هم لېوالتیا څرګنده کړه.

روزا اوتونبایوا ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا په غونډه کې هم ګډون وکړ.

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ په عشق آباد کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د حالاتو بیاکتنه یوه له هغو موضوعاتو څخه وه چې پرې بحث وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب