چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهپه غزني کې د خوړو د نړیوال سازمان فعالیت ودرول شو

په غزني کې د خوړو د نړیوال سازمان فعالیت ودرول شو

تاند:( شنبه ، د جوزا ۶ مه )  په غزني کې د خوړو نړيوال سازمان سره د همکارۍ د موسسې يو شمېر سيمه ييزو کارکوونکو تاييد کړه چې په دغه ولايت کې يې بشري فعاليتونه درولي دي.

دغو کارکوونکو زياته کړه، چې له تېرو درېيو اونيو راهيسې په غزني کې د خوړو د نړيوال سازمان اړوند ټول بشري فعاليتونه درول شوي دي.

دغو کارکوونکو د خوړو د نړیوال سازمان د دې پرېکړې لامل د دغه سازمان په کارونو کې د طالبانو د ځایي چارواکو لاسوهنه وبلله.

ویل کیږي چې په غزني ولایت کې د “ټیستو”، “واستا” او “هلټو” تاسیسات چې د خوړو نړیوال سازمان په کې د سیمه ییزو قراردادیانو په توګه کار کاوه، هم په دې وروستیو کې بندې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر خبریالانو ته ویلي چې په غزني، غور او ارزګان ولایتونو کې د دغه هېواد بشري فعالیتونه درول شوي دي.

نوموړي ویلي، چې امریکا په دغو مرستو کې د طالبانو د مداخلې او لاسوهنې له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

د امریکايي چارواکو د دغو څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې کابل یوازې د مرستو امنیت نیسي او په چارو کې یې مداخله نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب