Homeخبرونهد نیمروز په پوله کې د افغان او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته...

د نیمروز په پوله کې د افغان او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

تاند(شنبه، د جوزا ۶مه) راپورونه وايي چې له ایران سره د افغانستان د نیمروز پولې په اوږدو کې د ایراني پوله ساتو او افغان طالبانو ترمنځ له نن سهار راهیسې جګړه پیل شوې ده.

د ایران فارس خبري اژانس، چې د دغه هیواد په سپاه پاسداران پورې اړوند دی، ویلي چې نښته د ساسولي پوستې په شاوخوا کې پیل شوې او لا هم دوام لري.

تراوسه پورې د افغانستان او ایران کوم رسمي چارواکي د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو په سپاه پاسداران پورې اړوندو شبکو په ټولنیزو رسنیو کې د نښتې خبرونه او ویدیوګانې خپرې کړي دي.

د سپاه پاسدران سایبري ځواک نن (شنبې) په ټیلګرام کې د نښتې ویدیو خپره کړې او ویلي چې دا ویدیو د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي.

دې شبکې تېره اوونۍ هم د افغان طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د شخړې ویدیو خپره کړې وه او لیکلي و چې دا لانجه په سرجدي سیمه کې د استحکاماتو د نصبولو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

د نیمروز په پوله کې نښته په داسې وخت کې کېږي چې د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته د دغه هیواد د ولسمشر ابراهیم رييسي له سفر او د هلمند سین په اړه له توندو څرګندونو وروسته د دوو خواوو ترمنځ لفطي ناندرۍ زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...