دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهسي این این د کابل د هوايي ډګر داسي ویدیوګانې ترلاسه کړي،...

سي این این د کابل د هوايي ډګر داسي ویدیوګانې ترلاسه کړي، چې د پینتاګون ادعا ناسمه ثابتوي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۵ مه) سي این این تلویزیون داسي ویدیويي تصویرونه ترلاسه کړي چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶ مه د کابل په هوايي ډګر کې د داعش له انتحاري بریده وروسته پر افغانانو د امریکايي پوځیانو ډزې ثابتوي.

دا ویدیويي تصویرونه د دې پېښې په اړه د امریکا د دفاع وزارت د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام د څېړنو نتیجه ناسمه ښيي.

د سنټکام قوماندان جنرال کینت ایف میکنزي په وروستیو ورخو کې دا خبره رد کړه چې ګنې له انتحاری بریده وروسته امریکايي پوځیانو د خپلو ماشینګڼو خولې افغانانو ته راوګرځولې او په نتیجه کې یې لسګونه بېګناه افغانان ووژل.

د سي این این له لوري په افشا شویو ویدیوګانو کې څرګندیږي چې له انتحاري بریده وروسته ډېرې ډزې کېږي.

د دې برید په اړه د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې په راپور کې، چې د اپریل په ۱۵ مه خپور شو، ادعا شوې وه چې له چاودنې وروسته امریکايي پوځیانو هیڅ ملکي افغان ویشتی نه دی.

په افشا شویو ویدیوګانو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي خو دا نه څرګندیږي چې څوک پر چا ډزې کوي.

سي این این وايي له څو امریکايی سرتیرو سره یې خبرې کړي او هغو ورته ویلي چې دوی فکر کاوه چې پرې برید شوی او ډزې پرې کېږي. دوی وايي چې بل چا پرې حمله نه وه کړې بلکې امریکايي سمندري ځواکونو او یو ځل بریتانیايي پوځیانو ډزې کړې وې.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۶ مه له انتحاري برید وروسته ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول. پینتاګون ادعا کوي چې ټول کسان په انتحاري حمله کې ووژل شول خو په افشا شویو ویدیوګانو او د پېښې په ځای کې د موجودو امریکايي پوځیانو څرګندونې ښيي چې ډېری کسان په ډزو وژل شوي وو.

سي این این د کابل د هغه روغتون له یوه ډاکتر سید احمدي سره، چې د هوايي ډګر ټپیان د تداوۍ لپاره وروړل شوي وو، هم خبرې کړي. دغه ډاکتر چې اوس په فنلنډ کې اوسي وايي چې تر نیمايي ډېر کسان په مرمیو وژل شوي وو.

ډاکتر احمدي همداراز ویلي چې امریکايي پلټونکو ورته ویلي و چې د دې قضیې په اړه له څه ویلو ډډه وکړي.


دې برید په امریکايي کې د ننه د سیاستوالو په منځ کې بحثونه او انتقادونه وپارول او نور هم هغه وخت زیات شول چې په برید کې یوه ټپي امریکایي سرتېري له احساساتو په ډکو څرګندونو کې وویل چې دوی بریدګر پېژندلی و، خو د وېشتلو اجازه یې ورکړې شوه وه.

دغه سرتیري ټیلر-وارګاس اندریوز نومېږي، ده تېرکال د مارج په میاشت کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې ته ویلي و چې بسمندري ځواکونو او نورو عسکرو بریدګر پېژندلی و، خو د وېشتلو اجازه یې ورکړل شوې نه وه.

خو د امریکا د پوځ په تحقیقاتو کې دا ادعا رد شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب