جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د آیدا مجیدابادي څو شعرونه | ژباړه: پروین ملال

د آیدا مجیدابادي څو شعرونه | ژباړه: پروین ملال

 آیدا مجیدابادي د ایران معاصره  شاعره، لیکواله اوژباړونکې ده دهغې سترګې مورزاده ضعیفي دي خو، لوړې زده کړې یې کړي د شعر څوکتابونه یې چاپ دي په لامبو او یوګا کې هم مهارت لري، مشهور اثر یې (عشق هنوز هم مذکر است) نومېږي.

هرکلی

هرکلی مې وکړه

په یو ګیلاس چایو

او یوه پیاله توت

چې ما د سړو له درشل څخه

ځنګل ته بیایي

کله کله په یو ټېلفون

د شریکو وینو اړیکې ټولې

پرې کیږي

او ته له تېرې چړې سره

د پخلنځي د میز شاته پاته کیږې

ته ځې او یو څوک هغه ګلونه

چې تا نه دي راوړي

زما پر قبر شیندي

زما مور یوه ونه وه

 هغه ونه چې په پخلنخي کې شنه شوه

او د خوب په کوټه کې یې میوه وکړه

ته ناوخته را رسیږې

او زه د یوې ونې د لنګون پر درشل مړه کیږم

ـــــــــــــــــــــــــ

د غنمو کښت

ستا په هکله فکر کوم

او د غنمو د هغه کښت په هکله

چې ته یې په جیبونو کې ماته راوړې

زه وږی یم

او په رحم کې مې ماشومان

د وینو په اسهال اخته شوي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

تڼۍ

نړۍ زما د ګریوان له تڼۍ څخه

پیل کیږي

زما په کچه

بلې یوې ښځې هم

ستا له سترګو څخه دومره نه دي ژړلي

یوازې زه په دې پوهیږم

چې د میاشتنۍ قاعدې وینې

د ژوند یوازینۍ قاعده ده

ترڅو وینې تویې نه شي

مځکه نه حامله کیږې

زه به باکره مړه شم

حتا که د زرګونو ماشومانو

د مور نوم «آیدا» وي

ــــــــــــــــــــــــ

کړکۍ

کله چې کړکۍ خلاصوې

زړه مې غواړي

چې ستا څنګ ته درشم

ستا د لاسونو د سخاوت د پاره

کړکۍ و اوبدم

زما نړۍ کوچنۍ ده

چې د باندي یې له ځان سره وړم

بیریږم چې له لاس څخه مې

ونه لویږي

او د خلګو تر پښو لاندي نه شي

بیریږم چې شعور مې

راته ټوټې، ټوټې نه کړي

او په هره ټوټه کې یې

فلسفه ونه پیچي

زړه مې غواړي له دې ښار څخه

ولاړه شم

پر اسمان باندي وغځیږم

او د اوریځو هره ټوټه

ځان ته معنا کړم

2 COMMENTS

  1. د پروین ملال شاعري او د شعر ترجمه
    دواړه ځان ته یوه شاعرانه ځانګړتیا لري.
    موږ ویاړو،چي په پښتو ښځینه شاعرانو کي دغسي د غښتلي قلم څښتنه لرو.
    پر ژوند یې د روغتیا لمن پلنه

  2. سپېڅلې صاحب ، مننه تاسو مهربانه ياست زه کوښښ کوم داسي شعر وژباړم چې په پښتو کې خپل شعريت دلاسه ورنه کړي ډير لوړ شعربه وي خو کله چې ئې وژباړي شعريت ئې زيانمن شوي وي خوځيني شعرونه بيا داسي نه وي عادي به وي خوبلي ژبې ته په ژباړه کې ئې خوند خوندي پاته وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب