جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمریخي تیږه په څه باندې ۵ میلیون ډالره وپلورل شوه

مریخي تیږه په څه باندې ۵ میلیون ډالره وپلورل شوه

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) د مریخ یوه ډبره، چې۲۵ کیلوګرامه وزن لري، او په ۲۰۲۳ کال کې د نایجر د صحرا په دښتو کې د یوه ستورپېژاند له لوري موندل شوې وه، د ساوت بیز (Sotheby’s) په یوه تازه لیلام کې تر تمې په لوړه بیه وپلورل شوه.

د اسوشیېټیډ پرېس (AP) د راپور له مخې، دا ډبره د چهارشنبې په ورځ په ۵.۳ میلیون ډالرو وپلورل شوه، چې د یوې اسماني ډبرې لپاره نوی ریکارډ دی.

کارپوهانو اټکل کړی و چې دا به د ۲ میلیونه او ۴ میلیون ډالرو ترمنځ وپلورل شي.

د پېردونکي هویت نه ‌دی څرګند شوی. وروستی مزایده یې ۴.۳ میلیونه ډالره وه، خو د اضافي “فیسونو او لګښتونو” له امله یې وروستی قیمت ۵.۳ میلیون ډالرو ته لوړ شوی دی.

دا ډبره د مریخ له سطحې وروسته له هغه راجلا شوې چې هلته پر هغې یوه اسماني ډبره لګېدلې وه، او له هغه ځایه یې ۲۲۵ میلیون کیلومتره مزل کړی څو ځمکې ته راورسیږي.

د ساوت بیز پر وېبپاڼه لیکل شوي:

“NWA 16788  په ځمکه کې د نورو موندل شویو مریخي ډبرو پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه لویه ده.”

د ساوت بیز د علومو او طبیعي تاریخ د څانګې مرستیاله، کاساندرا هاتون، وایي: «دا مریخي تیږه تر ټولو لویه ټوټه ده چې تر اوسه په ډېره څرګنده توګه له مریخ څخه پر ځمکه موندل شوې ده. له همدې امله، دا ټوټه نسبت هغه څه ته چې مخکې یې تر ټولو لویه مریخي ټوټه ګڼله.»، دوه چنده ده.

د ساوت بیز په وینا، دا ډبره یو ډېر نادر کشف دی. له ۷۷ زره ډېرو اسماني ډبرو څخه چې تر اوسه پر ځمکه موندل شوي، یوازې ۴۰۰ یې مریخي منشا لري.

هاتون وایي، د دې اسماني ډبرو یوه کوچنۍ ټوټه د ازموینې لپاره بېله شوې ترڅو د هغې اصالت تایید شي. څېړنو ښودلې چې دا ډبره د «شرګوتیت الیوین-میکروکابرو» له ډوله ده، چې د مریخي موادو د ورو ورو یخېدو له امله جوړه شوې عمدتاً له پیروکسن، ماسکلینیت او الیوین څخه جوړ شوی دی.

د دې ډبرې سطح شیشې ته ورته حالت لري، چې ګومان کیږي د ځمکې فضا ته د ننوتو پر مهال د سختې تودوخې له امله رامنځته شوې وي. هاتون وایي، همدغه ځانګړی بڼه لومړنۍ نښه وه چې دا ښیي دا یوازې یوه عادي ډبره نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب