جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+انسان څومره پرمختګ کړی؟ | سیدخان

انسان څومره پرمختګ کړی؟ | سیدخان

ښايي دا ظاهرا ډېره ساده او اسانه پوښتنه ښکاره شي، خو حقیقت دا دی چې دې پوښتنې ته ځواب خورا سخت او پېچلی دی او ان هېڅ دقیق ځواب به پيدا نه شي ځکه ستر هېوادونه ټکنالوژيکي پرمختګونو او نوښتونو ته د یوه راز په سترګه ګوري او هېڅکله حاضر نه دي چې دا راز له نورو سره شریک کړي.

د ایران او اسراییلو او روسيې اوکراین جګړې وښوده چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د انسان پرمختګ تر هغه ډېر زیات دی چې په رسنیو کې خپرېږي او داسې ویلای شو چې د پرمختګ نهايي اندازه پټه ساتل کېږي نو هیڅوک نه پوهېږي چې مقابل لوري څومره پرمختګ کړی.

له دې ټولو سره سره بیا هم د ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښتونو خبرونه چې تر اوسه رسنیو خپاره کړي هم د حیرانتیا وړ دي.

ما پخوا په ټولنیزو رسنیو کې د مصنوعي ذکاوت پر مټ جوړې ځینې داسې ویډیوګانې لیدلې وې چې په هغه کې به موټر د الوتکې په شان والوت او په بل ځای کې به کېښنات، خو وروسته مې داسې حقیقي خبرونه هم ولیدل چې په یو شمېر هېوادونو کې د الوتکې په شان جوړ موټر و ازمویل شول او ښايي په نږدې راتلونکې کې به د ښاري ټکسي په توګه فعالیتونه پيل کړي.

په چین کې یوه برقي الوتکه جوړه شوې چې د عمودي پورته کېدو او ښکته کېدو(eVTOL)  قابلیت لري او دغه الوتکونکی ټاکسي به سوکه سوکه فعالیت پيل کړي.

دغه نوښت د  Hefei Yi Aviation شرکت له خوا اداره کېږي، هغه چیني شرکت چې د روان کال په مارچ میاشت کې يې د غیر نظامي مسافر وړونکو بې پيلوټه الوتکو د جوړېدو جواز ترلاسه کړی دی.

 د دغه شرکت عمومي مدیر لي شیائونا ویلي چې چیني شرکتونه له ډېر پخوا راهیسې د داډول الوتکو د جوړېدو وړتیا درلوده، خو د ده په وینا چې د څارنې محدودیتونو په دلیل يې د استفادې چارې سختې وې.

ده ویلي چې اوس دې الوتکو ته د پرواز صلاحیت د اجازې په صادرېدو سره، په چین کې د مسافروړونکو بې پيلوټه الوتکو تجارتي بهیر چټک شوی او دولتي ادارې د صنعتکارانو په څنګ کې د مسوولیتونو په تعریف او سټنډرډونو په جوړولو لګیا دي.

بل خبر دا دی چې په بېجینګ کې «بېجینګ، له ډیجیټل سره سازګار ښار» تر عنوان لاندې د ډیجیټل اقتصاد نړیوال کنفرانس جوړ شو.

د چیني رسنیو د معلوماتو له مخې په دې کنفرانس کې د تجارت نړیوال سازمان او برېکس په شمول د ۵۰ هېوادونو څخه له ۳۰۰ ډېرو کسانو ګډون درلود او د کنفرانس اصلي تمرکز د متاورس او منصوعي ځیرکتیا په شمول د نویو ټکنالوژيو معرفي او نړیوالو همکاریو پياوړتیا وه.

د انسان پېژندنې عالمان په دې باور دي چې بشر د هستۍ په نظام کې د خپل لومړني قدم په اېښودو سره  له مرګه د ژغورنې، دفاع، خیټې د مړېدو او پرمختګ لپاره هڅې پيل کړې او د وخت په تېرېدو سره دې هڅو رنګ راوړی او نن سبا د پرمختګ ډېرو لوړو منزلونو ته رسېدلی دی.

نن انسان د پرمختګ هغه پړاو ته رسېدلی چې په تېرو زمانو کې به یوازې تر افسانوي کیسو، خیالونو او تشو هیلو پورې محدود و او هېڅکله داسې فکر نشو کېدای چې داسې وخت به راشي چې دغه افسانې د حقیقت بڼه خپله کړي.

په دې وروستیو کلونو او میاشتو کې د ټکنالوژۍ او علم په برخه کې د انسان د پرمختګ ډېر حیرانوونکي خبرونه اورېدل کېږي .

نن انسان د خپلو علمي هڅو او لاسته راوړنو په نتیجه کې سپوږمۍ سطحې او ان له دې هم ور تېر د ماورای فضا ته لاس رسی پيدا کوي او له دې ځایه ځمکې ته نمونې راوړي.

پر دې خبره باید اعتراف وکړو چې د بشر د نویو لاسته راوړنو له نهايي او وروستۍ برخې ښايي ډېر خلک نه وي خبر ځکه یوازې ښايي څو محدود هېوادونه غواړي چې دغه لاسته راوړنې له نورو سره شریکې او عامې کړي، خو ډېری هېوادونه دغه پرمختګونه خپل راز ګڼي او هېڅکله نه غواړي چې له نورو سره يې شریک کړي.

په دې ورستیو کې به تاسو هم په ټولنیزو رسنیو کې ځينې تحلیلونه او ویډيو ګانې لیدلې وي چې وايي فلاني هېواد د فلاني هېواد پر اټومي او نظامي تاسیساتو په برید او معلوماتو راټولولو کې له منصوعي هوش څخه کار اخیستی.

حتا ویل کېږي چې د منصوعي هوښ پرمټ يې رادار او دافع هوا سیستمونه تېر ایستلي او له هغوی څخه يې د حقیقي الوتکو او مصنوعي الوتکو توپير ورک کړی دی.

دا خبر به مو هم لیدلی وي چې چیني فضانوردانو د سپوږمۍ له سطحې څخه ځمکې ته راوړې نمونې د ملګرو ملتونو د ماورای جو فضا څخه د سوله ییزې استفادې کمېټې غونډه کې نندارې ته وړاندې کړې او په دې توګه يې د چین د Exploration of the Moon یا د سپوږمۍ پلټنې پروګرام شلمه کلیزه ونمانځله.

د یادونې ده چې چین په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له امریکا او پخواني شوروي اتحاد وروسته درېیم هېواد شو چې سپوږمۍ سطحې څخه ځمکې ته نمونې راوړې.

خو چین په ۲۰۲۴ کال کې څو ګامه نور هم مخکې لاړ او له ځمکې څخه د سپوږمۍ له لرې برخې يې هم نمونې راوړې.

اوس په نړۍ کې د مصنوعي هوښ پر مټ ډېر بدلونونه راغلي او پرمختګونه د سترګو د رپ په شان چټک دي خو په عین وخت کې ځینې داسې پوښتنې هم راپورته کېږي چې که دغه پرمختګونه همداسې دوام وکړي نو آیا د انسان پر سرنوشت به اغېزې ولري؟

دا ډېره مهمه پوښتنه ده چې ښايي د ځواب پيدا کولو لپاره يې هر هېواد او هرې ټولنې کوښښ کړی وي خو تر اوسه هېچا هم قطعي ځواب نه دی پيدا کړی او نه پوهېږي چې څه به کېږي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور سید خان صیب ، د انسان پرمختګونه مو ښه څیړلي ؛فکر کوم تر ډیرو د چین نقطه ءنظره!!
    ماته په زړه پورې دا ښکاره شو ،لکه تاسو چی لیکلي،:چې انسان له پیدا کیدلو راهیسې څلور عمده موخی لرلي او علم او تکنالوژي ېې آخرنی او مخ پر پرمختګ موخه ده او ستاسو سرلیک هم همداده؛خو
    زما په نظر ، که د انسانانو تاریخ(پیښلیک)هر اړخیزه مطالعه کړو یوازې همدا ڼن ،اویا وروستیو سل کلونو کی څومره انسانان د مرګ خولی ته غورزول شوي دي،څونه هیوادونه بیدفاع ساتل سويدي،او د څو سوه ملیونو یا ممکن یو بلیون انسانانو خیټی وږې پریښودل کیږي ؛ او بلمقابل سپوږمۍ او نورو سیارو ته بیفایدو تګونو باندې د خدای بلا مصارف کیږي او د ۱،۲،۳، متکبرو، مستبدو قدرتونو نمایش ښودل کیږي …
    افغانستان،اوکراین،غزه او نور ې نمونې دي. نړیوالې I. او II.جګړې هم په همدی سل کلونو کی وې…
    په درناوۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب